افغانستان د ژیوپولیتیک په هندار کې
( لومړۍ برخه )
شاهین
وايي چې « جغرافیابرخلیک دی » دا چې دا خبره تر کومې اندازې سمه او د فکر وړ ده، خو د افغانستان تاریخ د دې خبرې د کره والي خورا ښه انځور دی.
زموږ د وطن اډانه له هر څه د مخه د ژیوپولیتیک په هنداره کې ښه لیدل کېدای شي او هره ېوه پېښه چې د تاریخ د سمندر په مختلفو څپو کې منځ ته راغلي ده په دې هنداره کې ژوره لیدنه او بېخبنا (زېربنا) لري. د تاریخ په اوږدو کې جوته شوې ده چې له ېوې خوا د هند سمندر، د فارس خلیج او عمان خلیج او له بلې خوا د منځنې ایشیا اوقفقازاو د کسپین سمندرګی، د ژېو ستراتېجیکو فاکټورنو له امله د سیالېو (رقابتونو) او مخامختیا موخه وو چې زموږ هېواد یې د سیاسي ټکرونو (تصادومونو) ډګر وګرځاوه، چې د پوهاوي په پام کې نیولو او د ژېوپولیتک په کتنې سره یې د ټولو پیشو لاملونه (علتونه) د پېژندنې وړ دي.
په نولسمه پېړۍ کې دوه غښتلي ایشیایی قدرتونه لکه روسیه او لویه برتانیه چې د افغانستان پر امیر یې د کنټرول په برخه کې په سیالۍ (رقابت) لاس پورې کړی و دې پاېلې ته ورسېدل چې ېو منځګړی دولت (بفرسټېټ) د مرکزي او سوېلي ایشیا د مستعمېراتو په منځ کې جوړ کړی او همداسې یې وکړل. همدغه پرېکړه د افغانستان د برخلیک ېوه بېلګه ده چې د دې هېواد د ژېوپولیتیک سره تړاو لري او په دې چوکاټ کې کېدای شي چې د افغانستان تاریخي پېښې وڅېړل شي او په ترڅ کې یې لازمي اومنطقي پاېلې ځېنې را واېستل شي، چې په همدې حساس چلن کې د ژېوپولېتيک کتنې د ېو روښانه مېتود په شان بڼه غوره کوي.
که له همدې زاویې ژیوپولیتیکي ربړو ته وګورو، وېلای شو چې له دې مېتوده تارېخي پېښې او په ځانګړې توګه د وخت ډېرې تاریخي برخې راسپړلی شو، ځیرنه یې کولی شو او بیا که چېرې په دې بهیر کې هغه ضروري فکټورونه ځنې را بېل کړو، چې زموږ تحلیل او شننه ورته اهم ضرورت لري نو ېو روښانه سپيناوي ته به ورسېږو .
د ۱۹۴۷ عیسوي کال پورې د لوی برېتانیا او شوروي اتحاد چې د ”لویی لوبې‟ اصلي لوبغاړي وواوهمداسی د قدرت موازنه او تعادل په سیمه او په خاصه توګه په منځنۍ ایشیا کې بې بدلونه پاتې شوي وو. افغانستان د ېوه واقعي مینځګړي په توګه د دوو امپراتورېو په منځ کې ”منځنۍ ایشیا او سوېلي ایشیا ‟ په سیمه کې ثبات وساته ولې په ۱۹۷۸ ز کال کې د اپرېل پېښه او ورپسې په ۱۹۷۹ز کال د ډسمبر مېاشتې په ۲۷ مه د شوروي راتګ چید یاد شوي هېواد لوی ستراتېژیکي ګام وواوهمداسی چې د سیمې ثبات ته یې ستر ګواښ را منځ ته کړ او دې پېښې د ختیځ او لویدیځ تر منځ، سیمه ایز تصادم او کړکېچ په نړۍ وال کړکېچ او بحران بدل کړی .
دا پېښې د هغه بهیرونو منطقي پاېلې دي چې د تزاري روسي د بهرني سیاست بنسټ یې جوړاوه ولې توپير یې دادی چې د شوروي اتحاد په وخت کې په یاده شوې ستراتیژۍ کې ایديولوژیکي عنصر ور زیات شو.همدا علت وو چې په اېډیولوژيکي بڼه کې سیمه ایز کړکېچ په سیمې کې د سیالۍ بهیر په تېره بیا د افغانستان بحران ژور او پېچلی کړ. اېډیولوژیکي تقابلچې په دې سیمه کې سر را ووهه او بنسټ یې کېښودل شواود کنټرول میکانېزم یې ډېر کمزوری او دډېرو لګښتونو سره مل کړ.
د شوروي اتحاد سازمان ورکول شوي غبرګون شتون هله څرګند او ښکاره شو چې یاد شوي هېواد د نظامي مانورو په وسیله، په منځني ختيځ کې د نړۍ اهمې ګټې د ګواښ سره مخامخ کړې، دلته دی چې بحران ژورېږي او هغه پارامیټرونه او متغیرونه چې په بحران کې یې وده وکړه لکه چې تر اوسه په سیاسي ستراټېژېو کې ایډیولوژیکي او ملی اهرمونونه غربی هیوادونه لخواهد بحران په لړۍ کی په بل سټرکچر کې استفاده کوی.چی د سړې جګړې د میراث ېوه را پاتې څرګنده بېلګه ده.
اېډیولوژيکي کتنې چې په سیاسي بهیرونو کې د ژوندانه د خوځنده واقېعتونو په ډګر کې د پراګماتېسم او پوزوتوېسېم سره پخلاېنه نلري لازمه ده له نظره وغورځول شي، چې همدا اوس دغه موندنه دسیمی جوړښتونو لکه د شانګهاي دهمکاریوسازمان او د مسکو فارمټ له لورې دعمل په ډګر کې ور نه ګټه اخېستل کېږي، چې د افغانستان د بحران د تحلیل بنسټ همجوړوي.اوس لازمه ده چی داسې ېوه کړنلاره چې د دې لید په پر بنا ولاړه وي د ېو ستراتېژی په توګه تدوینه اوپلی شي. که څه هم چې دا بحران او کړکېچ پېچلی دی خو د حل لاره دځان سره لری .نو د حل متفاوتې نورې لیدنې چې زیاته یې د واقېعتونو سره چې په خاصه توګه پس له سړې جګړې منځ ته راغلي دي ډېر واټن لري ،بايدله نظره وغورځول شي.
دا سمه خبره ده چې د هېڅ هېواد سیاسي ستراتېژي، د ژیوپولیتیکي واقېعتونو څخه بېله نه ده او ژیوپولیتیک بدلونونه، د هغه بهرنۍ تګلارې اصلي پارامیترونه جوړوي. د شوروي اتحاد ړنګېدل، ېو تاریخي او ډراماتیک ژیوپولیتیک بدلون وو چې د دې سره جوخت سړه جګړه پای ته ورسېده او په خاصه توګه نوي جوړښتونه منځ ته راغلل چې د هر سیاسي نهاد او هیواد موخه یې د سیمې د نوېو اړیکو په هکله بدله کړه. نوي ارزښتونه، اصولونه، او ارجحیتونه او داسې نور متودیکي اصول د لازمي شرط په توګه د دې نوي حالت د پېژندنې او نوی ستراتېژۍ د غوره کولو لپاره ډېر ضروري کړي دي، چې د سیمې ثبات او د افغانستان د کړکیچ، منطقي پای، د دې نوې موندنې سره تړاو لري.
سربېره پر دې چې سړه جګړه پای ته ورسېده او نړۍ د څو قطبي نوي استحکام په لور روانه ده، د نړۍ او سیمې بعضې محافل، د افغانستان بحران د سړې جګړې د کلیشو په چوکاټ کې ویني چې زموږ د اوسنېو حالاتو او قانونمندېو سره ژور توپير لري. د سړې جګړې د لوی غوښتنې ساېکولوژي، چې د اوسنۍ نړۍ والو فاکټورنو او مضمونو سره ښکارنده تضاد کې ده.
بامـداد ـ دیدگاه ـ ۲/ ۲۴ـ ۲۲۱۱
Copyright ©bamdaad 2024