د راتلونکو ټولټاکنو په اړوند بیانیه                              

 دموکراتیکې او سالمې ټاکنې او ملي - دموکراتیک بدیل

ډاکتر حبیب منګل   

افغانستان د جمهوري ریاست اوولایتی شوراګانو د دریمو ټاکنو په درشل کې دي ،کومې چه د۱۳۹۳ کال دوري په ۱۶ نیټه  باید ترسره شي او اقتدار دښاغلي کرزي  څخه دهغه ځای ناستي ته انتفال ومومي. دا ټاکنی  زمونږ دهیواد په سیاسي راتلونکې او پرمختګ کې ټاکونکې اهمیت او ځای لري . خو پدي شرط چې دموکراتیکې ، سالمې او معتبرې وي  او په پایلو کې یې يو پیاوړئ  ملي - دموکراتیک  او کارا حاکمیت رامنځته شي .    

دموکراتیکی او سالمی ټاکنې

په دموکراتیک نظام کې د واک او ملي واکمنئ او دحکومت داقتدار او  سیاسي مشروعیت سرچینه دخلکو آزاده اراده او رایه ده چې په ټول ټاکنوکې انعکاس مومي او کارول کیږي . خو ټاکنې باید دموکراتیکي  او سالمې ، یعنې مشارکتي ،رقابتي ، کثرت ګرا ، څو ګوندي ، آزادې ، عادلانه ،عمومي ، رڼې ،شرافتمندانه ،داعتبار او منلو وړ وي. خو ‌ټاکنې یوازې د سیاسي مشروعیت او واک ترلاسه کول او ساتل ندي ، بلکه د ښې دولت دارۍ او حساب ورکونکو ، مسوولیت منونکو ، قانومند او فساد نه منونکو ، موثر او کارا حکومتونو درامنځته کولو د مبارزې او سیاسي سیالئ ډګر دئ .دموکراتیکې او سالمې ټاکنې ، دموکراسي ټینګوي او حاکمیتونو ته ثبات ور بخشي .برعکس نمایشي او  تقلبي ټاکنې چې یوازې د سیاسي مشروعیت  د ترلاسه کولو دحاکمه کړیو  اوزور او زور  لرونکو د خپل منځي نوبتي مسابقې او  د واکدلاس په لاس کیدو او ادلون – بدلون لپاره ترسره کیږي ، خلک د وخت په تیریدو د داسې ټاکنو  څخه  لاس په سر کیږي او په پایلو کې سیاسيبحرانونه  او بې ثباتي را منځته کیږي ، دموکراسي مري او دیکتاتوری اواستبداد تکرایږي.

 افغانستان دموکراسۍ او دموکراتیک نظام ته دتیریدو په نوي موج کې دوي ټاکنې تیرې کړي او دا دئدریمې ټاکنې تجربه کوي.د افغانستان د خلکو ، سیاسي او مدنې ټولنې او د نړیوالېټولنې اساسي  غوښتنه  داده چې  دریمی ټول ټاکنې باید مشارکتي ،  رقابتي ، کثرت ګرا ، آزادې ، عادلانه ، رڼې،عمومي اوشرافتمندانه وي. څو اقتدار په دموکراتیک او قانونې ډول انتقال ومومي اویو مشروع حاکمیت او حکومت را منځته شي ،داساسی قانون نظام او  سیاسی ثبات وساتل شي اودموکراسئ ریښه ونیسي. 

خو دا غوښتنې په عمل کې په هغه صورت کې ترسرهکیدای شي چې  حکومت دټاکنو امنیت ،عمومیت  او سراسري والئ په ښه توګهتامین  کړي او په ټاکنو کې ناروا مداخلهونکړي ، دټاکنو خپلواک کمیسیون خپله بی طرفي او خپلواکي وساتي او ټاکنې  ښه مدیریت کړي ، درایو واجد هیوادوالو لازم شرکت تامین کړي او  دنومونو ثبت او کارتونو ورکول سم نظارت وکړی ، په بې امنه سیمو کې په زرګونه خیالي اوتقلبي مرکزونه وتړي او دتقلبي رایو څخه د صندوقونو دډکولو مخه ونیسي ، رايي سمېوشمیري او د ټاکنو  شفافیت یا روڼتیا تامیناو دشکایتونو کمیسیون کارایی ولري ، نوماندان ، سیاسي ګوندونه ، مدنې ټولنه اورسنۍ  هم د ټاکنو دنظارت او مشروعیت لپارهمبارزه او هڅه اوهاند وکړي  دملګرو ملتونوسازمان او نړیواله ټولنه هم د ټاکنو په برخه کې خپل هوډونه او مسولیت ترسره کړي اوهر اړخیزه مرسته وکړي .  خو که داسې ونه شياو په ټاکنو کې بیا سیاسي او انتخاباتی فساد او درغلئ  تکرار شي او په واک کې د زور اوزور لرونکي قشرياو افراطی  کړئ ، بنیاد ګران  او لوټ ماران ابقا شي ،دا خطر شته چې په هیوادکې بی ثباتې او یو سیاسي بحران دټولو ناوړو پایلو سره را منځته شي.

 ملي – دموکراتیک بدیل

 د افغانستان د جمهوري ریاست دریمې ټول ټاکنې په داسې وضعیت کې ترسره کیږي چې هیواد دموکراسې د تیریدلو اودموکراتیک نظام دجوړیدلو په نوي او دریم موجاو سیاسي پروسه کې  د((انتقالي لسیزې ))څخه دوهمې لسیزي یا د((تحول لسیزي )) ته داخلیږي . سره له دې چې د انتقال په لسیزهکې د سیاسي پراختیا ،اقتصادي او فرهنګي ودي په ډګر کې ځینې دپام وړ او مهمې لاستهراوړنې تر سترګو کیږي ، لکه ددموکراسې داصولو پر بنیاد دیوه مدون نوی اساسی قانونتصویب او دسیاسي ، د بیان ، مطبوعاتو  اومدني آزادیو نسبي تامین او نور چې دساتلو ، پراختیا او تینګتیا لپاره یی باید اغیزمنه او یو موټۍ مبارزه وشي . خوله له بده مرغه اساسي مسایل لا ندي حل شوئ او دا دې هیواد په اوس او په ځانګړي ډول دبهرنیو ځواکونو دوتلو وروسته د سترو اوخطرناکوګواښونو  او تهدیدونو سره مخامخ دئ .

   بنا پردی ،افغانستان  نه یوازي مشروع بلکه د بدلوندلسیزې داهدافو او دندو د تحقق لپاره یو دموکراتیک او سوله ایز بدلون ته اړه لری . یا په بل عبارت یو داسې  پیاوړئ  ملي - دموکراتیک او کارا حاکمیت او سیاسي زعامت ددې تاکنو په پایلوکې باید اقتدار ترلاسه کړي ، چې موجودې لاسته راوړنې وساتي ، پراختیا ورکړي اوټینګي کړي او  سیاسي ، امنیتي ، اقتصادي ، ټولنیزې ، فرهنګي او دبهرني سیاست مسایل حل او د نړیوالو ځواکونو  د وتلو وروسته احتمالي ګواشونو سره اغیز منه او مستقلانه مقابله وکړي.

    تاریخ ، د داسې پیاوړي ملـي - دموکراتیک او کارا حاکمیت د را منځته کولو رسالت او مسولیت د یوه ملي-دموکراتیک بدیل یا ملي ، دموکراتیکو، مترقی او د ټولنیزعدالت پلوي سیاسي ځواکونو په غاړه ایښودلئ دئ ،چې یوه واحده وطني دموکراتیکه جبهه اویا یو (دموکراتیک انتخاباتي ایتلاف ) را منځته کړي او  د یوه دملی – دموکراتیک کارا حاکمیت درا منځته کولو لپاره  د واحد نومانداو داساسي اهدافو(موخو)،اصلاحاتو او اقداماتو دلاندي( پلاتفرم ) سره په ټاکنو کې فعالانه ګډون وکړي :

کارا دموکراسیي

د یوې کارا دموکراسئ را منځته کول . ددي هدف لپاره په عمودي او افقی ډول دواک ښه تقسیم د پارلمانتاریسم اوپه سیاسي نظام کې دملي شورا او انتخاباتی نهادونو د نقش پیاوړتیا ، په عمل کې  د قضایه قوی  دخپلواکۍ تامین او د قانون د واکمنۍ او د عدالت د تامین لپاره لازم  قانوني اقدامات ترسره کول،  دسیاسي  او انتخاباتي فساد ریښې ایستل او د الیګارشئ اوزرسالاری یا  د زور او زرو د لرونکو په لاس کې د واک تمر کز اوانحصار او  په دولتې اداره کې  دقشري ، افراطي ، بنیادګرو او فاسدو  افراد و تسلط پاې ته رسول ، دسیاسي مشارکت پراختیا او په نظام کې دګوندونو او مدني ټولنې د نقش ټینګتیا او سیاسي ،دبیان او د مطبوعاتی  آزادي و پراخول  اود مدنې ټولني د نقش پیاوړتیا.

د ټاکنو په قانون له سره کتنه او دملي شورا۷۰په سلو کې چوکۍ ګوندونو ته تخصیص اود ټاکنوموجود انتخاباتی نظام  تناسبي نظام ته تعدیل اودټاکنو د شفافیت لپاره لازم اقدامات .د خلکو اساسي حقونه او دبشری حقونو په اعلامیه او نورو کنوانسیونونو کې راغلو او تثبیت شوو بشری حقونو  اود مور او ماشوم په ښه توګه تامین ، دفاع اوساتل ، دښځو په وړاندې د تشدد دمخ نیوي قانون په قاطعیت سره  عملي کول او دکوچنیانو په وړاندي تشدد ته د پايټکئ کیښودل .

مرکزيدولت د حاکمیت تامین او ټینګتیا  او دسیاسي او امنیتي وضعیت دښه والي  سره سم په اساسي قانون کې دتعدیلاتو دراوستلو له لارې مختلط ریاستي – پار لماني نظام را منځته کولوته هڅه کول  ، پدي ډول چې ولس مشر یا جمهورریس  چې د دري ګونو قواو په سر کې قرار لري  د اساسي قانون دلوې جرګې له خواه  او صدرا عظم چې داجرایيه قوې مشري کوي د ولسي جرګې له خوا ټاکل وټاکل شي ، او  همدا ډول دشرایطو  دمساعدت سره سم  والیان ،شاروال ، ولسوالان  انتخابي کول  او په محلي اداره کې دمحلي شورا ګانو د نقش اونظارت پیاوړتیا .

ښه حکمراني اوحکومت کول

د قانوند حاکمیت  تامین او ټینګتیا او د اغیزمن ، مسولانه ، کارا  او حساب ورکونکې حکمرانئ او حکومت کولو نظام رامنځته کول او د اداري ، مالي او اقتصادي فساد سره جهاد او په دي برخه کې  د فساد سره دمبارزي اود جزا د قانونو په قاطعیت تطبیق او په فساد متهم افراد عدالت ته سپارل او دولتي اداره دمفسدینو  پاکول او د تفتیش او حساب -  کتاب کارا سیستم را منځته کول،د دولتي مقاماتود شته منیو تثیبت او په دې برخه کې د وضع شوو قوانینو سم او په قاطعیت عملی کول.په حکومت او انتخابي ارګانونو باندې د ټولنې او هیوادوالو دکنترول او نظارت تامین ،دحکومت له خوا انتخابي ارګانونو او خلکو ته د منظم حساب ورکولو سیستم ایجاد ، د خلکو اعتراضونو او غوښتنو ته ښه غوږ نیول او دقانونیت ، امنیت ، ارامش ، مصونیت په ښه توګه  تامین  او  د ټولنیزو خدمتونو لکه د شووني او روزنې ، روغتیا، کار ، کور ، ډوډي ، کالیو ، صحی او بو ، مواصلاتو ، ترانسپورت او نور ټولنیزوخدمتونو د وړاندې کولو له لاري د هیواد والو د ژوند سطحه ښه کول  او  که حکومت په حمرانۍ او حکومت کولو کی پاتې راشي په خپله خوښه  او همدا ډول د انتخابي ارګانونه او یا دخلکو دغوښتنې په صورت کې دکاره ګوښه کیدل   .           

پایدار امنیت

  په هیواد کې امنیتي بحران ته د پای ټکئ کیښودل او پایدار امنیت را منځته کول . اودې هدف ته درسیدو په خاطر د تروریسم ضد جګړه کې اوسنئ بن بست پاي ته رسول او د تروریسم ضد نړیوالو ځواکونه څخه په کلکه غو ښتل چې  چې د ترور ضد ژمنی عملی او په سیمه کې د القاعدی تروریستی اډې نابودې کړي  او همدا ډول د هیواد  په وړاندې د امنیتی تهدیدونو د دفع اوطرد لپاره دملګرو ملتونو دامنیت دشورا څخه د اعتبار وړ نړیوال  امنیتي تضمیناتو ترلاسه کول.

د هیواد دفاعي قابلیت د ځاني کفایت سطحې ته رسول ، وسله وال پو ځ  په درنو وسلو تجهیزاو د دولت او هیواد ټول ځواک ، قابلیتونه او امکانات  اوټولنیز پو تانسیل  دهیواد مستقلانه او اغیزمنې دفاع ته  بسیج او تیارول ، وسله وال پوځ په ملي او وطن پرستانه روحیه او اساسی قانون ته په کلکه وفادرای روزل اوپه تدریج سره دسربازۍ د مکلفیت عنعنه بیرته اعاده کول او د وسله وال پوځ قومانداني او رهبري پیاوړتیا او غیر ګوندي کول او د قومي جانبداریو څخه ژغورل.د نشه ایی توکه د تولید ، پروسس او قاچاق او جنایاتونو د مافیا ریښو ایستل، دغیرمسوول  وسله وال ګروپونه خلع سلاح او په ملکي  ژوند کې ادغام  او په تدریج سره دعمومې بی وسلې کولو برنامه عملي کول.          

د دموکراسئ اودموکراتیک نظام  داستقرار ، پایدار امنیت او عادلانه او تل پاتې سولې دتامین لپاره  دهیواد د اساسي قانون پربنیاد اودملګرو ملتونو په وساطت د دولت د وسله والو مخالفینو سره روغې جوړي ته جوړونکي هڅها و هاند او  نړیواله ټولنه هڅول چې برپاکستان فشار راولي چې دافغانستان په سوله کې ریښتینی همکاری وکړي  اوخپلې ژمنې عملي کړي . اوپه دې ډول دولتی ضدوسله وال مخالفت ته د پاې ټکئ کیښودل .

اقتصادي پایداره  وده او پرا ختیا

دهیواد داقتصادي وروسته پاتي والې د له منځه وړلو په جهت کې اساسي اقدامات ترلاس لاندی نیول ،دستونځو حل او ګواشونو سره  اغیز منه مقابله کول .او دې هدفونو ته درسیدو لپاره د هیواد صنعتی کول او کلیدی صنایعو وده  او زیر بنایی پروژو ایجاد او پر اختیا  ، د طبیعي  زیرمو او شته منیو  ساتلو ، را ایستلو ، کارولو او د مدیریت پیاوړتیا او په دې برخه کې دفساد ریشې ایستل ، د کرهڼې دمیکانیزې کولو  او تولیداتو د زیاتولو او کورنئ او بهرنئ سوادګری دودې اونورو اقتصادی برخو کې اغیزمن اقدامات او دملي اقتصاد د پیاوړتیا  لپاره دکورنئ او بهرنئ سرمایې اچونه هڅول او د بزګرانو او ځمکه لرونکو په ګټه دځمکو اصلاحات ترسره کول.

د ملی اقتصاد په وده او پیاوړتیا کې د خصوصي سکتور دودې څخه ملاتړ. خو د آزاد بازاراقتصاد بې بندوبارئ ته د پاي ټکئ کیښودل او د ټولنیزې سمت ګیرۍ آزاد بازار اقتصاد او داقتصاد د ټولو سکتورنو (خصوصي ، دولتي ، مختلط او کو پراتیوي) متوازنې  ودې د سیاست تعقیب  او د ټولنې د یوه لږه کي  په لاس کې د هیواد د اقتصادي واک او ملي شته منیو تمرکز سره قانوني مبارزه  ،د اقتصادي او مالي فساد د مخدره مواد د تولید او قاچاق او غیر قانوني اقتصاد ریشو ایستل  ، د بهرنیو مرستو جلب ، خو د انجو ګانو په فعالیت باندې دولتي کنترول او نظارت ټینګول او ملي اقتصاد د بهرنئ کاملې وابستګۍ څخه ژغورل  او د نړیوالې ټولنې مرستې د دولت له خوا په سمه توګه کارول .د مالیاتو په قانون بیا کتنه او د مستقیمو اود مترقي مالیاتو سیتسم رامنځته کول ، د بانکي سیستم اصلاح او تقویه  او بهر ته دپیسو د ایستلو او قاچاق مخه نیول او دولتی  بانکدارۍ پراختیا ته ځانګړي  پاملرنه کول.                                                                                                                 

 پایداره ټولنیزه پراختیا

د رفاه  دولت د رامنخته کولو لپاره هڅه او هاند او اقتصادي وده  دټولنې د رفاه  په خدمت کې هدایت او د ټولنې د هروګړي سوکالي د دولت او ټولنیزو بیمو له خوا تضمین . دسړي سر عاید  د لوړوالي ، ټولنیز عدالت دتامین او فرصتونو دبرابرئ ،د ملی شته منیودعادلانه ویش ، دخلکو  داقتصاديحقونو او امکاناتو او داخیستلو د توان د زیاتوالي د ټولیزې  سرمایی او انساني پراختیا  د ژوند د محیط ساتني ، د ښاری ژوند  دپر اختیا  او په  ټولنیزو برخو کې دښځو     ( ۵۰سلنې) اوملیونونو افغانانو د بې وزلۍ ، لو ږې ، بې کورۍ بیکارۍ او دژوند د نورو ستونځو دحل لپاره اغیز من  اقدامات ، د دولتي روغتیایی سکتور دانکشاف له لاري  روغتایی خدمتونه په سمه توګه وړاندي کول او په دې برخه کې خصوصي سکتور هڅول . خو کیفیت ته یی پاملرنه کول او د ناوړه ګتې اخیستنې مخه یی نیول .دماشوم او مور ، کور ، کار ، تقاعد ، دشوونې او روزنې  ، دمعلو لینو او معیبونو سره د مرستی  او نورو ټولنیرو تامیناتو د بیمو سیستم را منځته کول . دکار او کارګر په قانون دسره کتنه او د کارګرانو ُ،لاسي صنایعو اوکسبګرو صنفي اتحادیو پیاوړتیا او داقتصاد د ټولو سکتورونو  د کارګرانو او کارکونکو ته د صحي او دکار پیداکولو بیمو را منځته کول، او د زده کونکو ، شوونکو  ، استادانو روشن فکرانو ، فرهنګیانو ، لیکوالو، هنرمندانو ،دولتې مامورینو او نورو ټولیزو قشرونو د ژوند دښه والي  لپاره اغیز من اقدامات . په دې ډول د ټولنیزې دموکراسئ نظام ته دتیریدو لاره پر انیستل.

     فرهنګي وده او پرا ختیا

   فرهنګي – کلتوري ودي او پراختیا ته دعمومي پرمختګ د اساسي عامل په توګه ځانګړې پاملرنه او په  دې برخه کې اوسنئ لاسته راوړنې ساتل او دشوونې او روزنې او لوړو زده کړو دموسسو پیاوړتیا ،د ملیونونو ځوانانو ، شاګردانو او محصلینو ، ښوونکو  ،استادانو ، فرهنګیانو  ،لیکوالو او شاعرانواو هنر مندانو غوښتې په شه توګه تامین . د ملياو کلتوري  منل شوو  ارزښتونو ساتنه  ،د نوع دوستئ ، عدم تشدد ، دسولې غوښتنې ، سولې دوستئ ، همزیستئ اوهمگرایئ ، نظم  اوقانون منني فرهنګ ترویج  او د جهالت او خرافاتو په ضد  مبارزه او دفرهنګی او عمومي پر مختګ لپاره دروشن ګرئ ، عقل ګرایئ او مدرنیتې دغورځنګونوڅخه په الهام او د پر مختللی بشریت او نړئ دفرهنګي پر مختګ او دعلمی - تخنیکي او اطلاعاتی انقلاب د لاسته راوړنوڅخه په ګټه اخیستنې دهیواد فرهنګی ودې ته تحرک ورکول.

ملي ګټې اونړیوالئ  همکاری

   د هیواد ملي واکمني  او سیاسي خپلواکي په بشپبړ ډول تامین  او دهیواد وحدت ، تمامیت  او  ملي امنیت په ډادمن ډول ساتل او د بهرني دخالت او لاس وهنو مخه په سمه توګه نیول .د ګاونډیانو سره د ملي ګټو او ملي واکمني ، خپلواکې ، د ځمکې بشپړیتا ته د احترام او دنه مداخلې او دخالت پر اساس د نیک ګاونډیتوب اړیکې ټینګول او پراخول  او دآسیا د زړ ه او دجنوبی - مرکزی آسیا - منځني ختیځ دپله په توګه دهیواد دجیوستراتیژیک او جیوایکونومیک موقعیت څخه ښه ګټه پورته کول او دسیمې اونړئ دټولو  هیوادنو سره متقابلا  ګتورې سیاسي ، اقتصادي ، تجارتي  اړیکو جوړول ، ټینګول او پر اختیا ا ود دوستوهیوادو نوسره ستراتیژیکې همکاریو موافقتنامو  ته متعهد پاتې کیدل او نوموړو هیوادونو څخه هم غوښتل  چې د موافقتنامو له مخې زمونږ دهیواد د امنیت  ثبات ، سیاسي او اقتصادي پراختیاپه برخه کې خپل هوډونه په ښه توګه  ترسرهکړي او د سیمی او نړي د نورو هیوادو نو سره هم دمتقابلوملي ګټو د تامین پر مبنا همکارئ موافقتنامی امضا کول .

د افغانستان ملي، دموکراتیکو اومترقی ځواکونو ، ګرانو  ملګرو اودوستانو!

راځئ چې دهیواد دسیاسي تاریخ پدې  حساس او برخه لیکټا کونکي پړاوکې او د پورته اهدافو ، اساسي اصلاحاتو او د ندو دعملی کولو لپاره یوه واحده وطني او دموکراتیکه جبهه را منځته کړو او په راتلونکو ټاکنو کې د  واحد کاندید او پورته پلاتفرم سره  ( چه باید نور هم  غنې شي) فعا لانه ګډون وکړو او د وه  پیاوړي ملي – دموکراتیک او دخلکو خدمت ګار او کارا حاکمیت په ایجاد  او یوه آزاد ، خپلواک ، دموکراتیک ، امن ، با ثباته ، غوړیدلي ، پرمختللي ، پیاوړي او سرلوړي افغانستان او د یوی دموکراتیکې، مدني ، مرفه او عادلانه ټولنې دآرمانونو د تحقق په ملی- تاریخي داعیه کی برخه واخلو او دګران افغانستان او افغان ولس په وړاندي خپل تاریخی رسالت په ځای کړو .

ګرانو وطنوالو ، خویندو او وروڼو !

که غواړئ د ترور ، جګړې ، بي امنئ ، تشدد ، سیاسي او اداری فساد ،  بي ثباتۍ ، بې قانونۍ ، زور زیاتئ ، فساد ،ظلم ، بې وزلئ ، لوږې ، ناروغي ، بې کورئ ، بیکارۍ ،نژادي ، قومی او مذهبی تصعب ، افراطیت  او تبعیض، ستم او  ټولنیزو بې عدالتیو او نورو ستونځو  څخه نجات ومومئ او دخپلو سیاسي ،اقتصادي ، ټولنیزو  فرهنګي ، انسانی او بشري حقونو څخه  په ښه او پوره توګه  برخوردار شئ او نیک مرغه ژوند ولرئ ، په روانه سیاسي مبارزه  او په راتلونکو ټاکنو کې د ملې ، دموکراتیکو ، مترقي او ټولنیز  عدالت پلوي ځواکونو ترڅنګ ودریږي او  د دوي کاندید ته رایه ورکړئ .

 

                                        ژوندئ  دې وي ګران افغانستان . نیکه مرغه دی وي افغان ولس  ! 

                                مخ په وړاندي په ټاکنوکې دیو موټي او فعالانه ګډون او بریالیتوب  په لور!

 

 دیدگاه ـ بامداد ۲/ ۱۳ـ ۰۹۰۹