سوله که جګړه ؟

 

فاروق دهقان زاده

جګړه هغه بده اوناخوښه لفظ دي چه د یوي تولنی اکثریت خلک هغه نه خوښوی او کرکه تري کوي. دسولی، امنیت او آرامه ژوند غوښتونکی دي خو یوتعداد محدود کسان دي چه خپل ګتي د جنګ په ناروا پروسه کي وینی او د جګړي پلویان دی او دسولی د راوستلو په لاره کي خندونه اچوي.

که دخپل گران هیواد اقتصادی او انکشافی مسایلو ته توجه وکړو دا را په ګوته کیږی چه زمونږ د بودیجي زیاتی پیسی په نظامی چارو کی مصرفیږي چه دا کار د یوی خوا د پرمختګ مخنیوی کوي او د بلی خوا زمونږ ځوانان او هیوادوال شهیدان اومعیوبیږی زیات کسان په جنګونو او یو تعداد ځوانان د کار موندلو لپاره په مهاجرتونو کی خپل ژوند له لاسه ورکوي او په سلګونو کورنیو کی د غمونو تغر خپروی او همدارنگه زیاتره وطنوال مو د روحی امراضو سره مخامخ دي .

که په عمومی توګه نظر واچول شي جنګ اوجګړه دهیواد او تولني پراقتصادی، صنعتی، فرهنگی ترانسپورتي تولنیز مذهبی او د ژوندانه په نورو برخو کښي منفی اغیزه لري د پرمختګ او ترقی مخنیوی کیږي .

وددی تپل وی جګری څخه دخلاصون یوازنی لاره دتولو مترقی،  دموکرات اوسوله غوښتونکو قوتونو او سیاسی سازمانونو ترمینځ د یووالی او پیوستون عمل دي . له دی طریقه کیدای شي یو سالم ملی او دموکراتیک دولت جوړ، او د یو منظم برنامی له مخی دهیواد ستونزي او مشکلات حل ،او تولنه کی د واقعی دموکراسی او تولنیزعدالت شرایط برابر شي .

په هیواد او نړی کښی د دایمی سولی په هیله !

 

 

بامـداد ـ دیدگاه ـ ۱/ ۲۱ـ ۱۳۰۱

مضمون اندیشه و نظر نویسنده را بازتاب می دهـد. دیدگاه های حزب آبادی افغانستان دراسناد و اعلامیه های رسمی آن انعکاس یافته است .

Copyright ©bamdaad 2021