دهیواد دملی، مترقی اودموکرات ځواکونو یووالی دا فغانستان دآبادی دګوند غوره دنده ده !

 

دوکتور حبیب منگل
زمونږ دهیواد افغانستان دملی ، مترقی ، دموکراتیکو اودټولنیز عدالت غوښتونکی ګوندونو اوسیاسی سازمانونو او کړیو یووالی او په سیاسی وضعیت کی متحدانه حضورچی همیشه مطرح وه ، خو اوس په یوه ملی او بیړنی اړتیا بدل شویدی او د ورځي په دستور کی قرارلری ترڅو ذکر شوی ځواکونه دعمل دیووالی اودموکراتیک بدیل په یوه غورځنګ کی سره متحد شی اودګران وطن افغانستان او افغان ځوریدلی ولس په وړاندی خپل هوډونه ترسره کړی .
او په حقیقت کی همدغه ګوندونه اوسیاسی سازمانونه او خوآکونه کولی شی چي د خپلو افکارو ، برنامو ، سیاسی خط مشی له مخی یوځواکمن ملی دولت جوړاورامنخته کړی ، دهیواد ملی حاکمیت او سیاسی خپلواکی تامین اووساتی اود تروریزم ضد جګړی کی اوسنی استراتیژیکی بن بست اوپه هیواد کی امنیتی بحران ته دپای ټکی کیږدی ، کارا دموکراسی را منځته کړی اوانتخاباتی او سیاسی فساد او دمشروعیت پر له پسی بحرانونو اودسیاسی واک پرسر شرمونکی ډغرو اودغیر مشروع اوفساد کی ډوب او خلکو ته خدمت کی د ناکامو حکومتونو درامنخته کیدلو دتکرارمخه ونیسی ، مالی او اقتصادی فساد ، ددولت او ملت دشته منیو دغارت ، په هیواد کی مخ په زیاتیدونکی بی وزلی ، ظلم ، ستم او د ټولنیزی بی عدالتيو دوام ته د پای ټکی کیږدی او ریشي یی وباسی ،
اودسولی او دهیواد دقضیی دحل په پروسه کی اغیز من ګډ‌ون دترلاسه کولو په صورت کی داساسی قانون دارزښتونو پراساس د یوه حاکمیت او خپلواکی لرونکی دولت او دموکراتیک نظام او دیوې ځواکمنی مدني ټولنې ، دټولنیزعدالت دتامین او مرفه ټولنی د ایجاد اود بشری حقونو دنړیوالې اعلامیې رعایت اودملګرو ملتونو د سازمان دمنشورد رعایت اوپه نړیواله کورنی کې دافغانستان وړځای د تثبیت په برخه کی خپل هډونه ترسره کړی او د۷۰ کالونو انارشی او کورنی جکړی اودطالبانود الیګارشی او نظام دتکرار مخه ونیسی .
اودرست له همدی ځایه ده چی دهیواد دملی ، دموکراتیکو ، مترقی او عدالت ِغوښتونکو ګوندونو او سیاسی ځواکونو یووالی او په سیاسی وضعیت کی دمتحدانه حضورتامین دافغانستان دآبادی ګوند دبرنامی او کړنلاری او هڅو اوهاند په محور کی قرار لری او پدی اړوند دګوند دکنګری او مرکزی کميټی په پیغامونو کی راغلی دی چی « ...دهیواد اوسنی وضعیت څخه دوتلو لپاره د سولی ، دموکراسی ، ترقی او ټولنیز عدالت یو سراسری حرکت ایجاد په یوه غوره او تاریخی اړتیا بدل شوی دی او د افغانستان دآبادی ګوند دهیواد دملی، دموکراتیکو اومترقی ځواکونو اتحاد او دعمل یووالی یوه اساسی اصل او ځنډ نه منونی دنده بولی ا وپدی لاره کی دهیواد ټولو وطندوست او ترقی غوښتونکو ځواکونو ته دملګرتیا او دوستی او دعمل دیووالی لاس ورکوی او متحدانه مبارزه او هڅه او هاند کوی ، او دخپلو هملوری ګوندونو او سیاسی سازمانونو اوکړیو غواړو چی لاس په لاس پدی لاره کی دیووالی لپاره خپل هوډونه ترسره کړو اودا واقعیت ومنو چه مونږ ملګری او هملوری ګوندونه او سیاسی سازمانونه اوکړی په یوازی ډول او یوله بله جدا او د خپل منخي کشمکش او خود خواهی دشتون په صورت کی هیڅ ګوند او سازمان نه شو کولای په سیاسی وضعیت کی مطرح شواودوطن او وطنوالو په وړاندی خپل رسالت ترسره کړو. »
بنا پردی مونږ دهیواد ملی ، مترقی ، دموکرات اود ټولنیزعدالت غوښتونکی ګوندونه او سیاسی سازمانونه دفکری ، مرامی او سیاسی اشتراکاتو پراساس ، د ملګر تیا او صمیمت ، مدارا او تفاهم ، تساهل او تساند ، جمعی ارادی او نظرپراساس دیووالی په یوه ساختار لکه دعمل دیووالی ، ایتلاف ، متحد جبهی او واحد حزب کی متشکل او متحد شو او د اوسنی هراړخیزه امنیتی بحران او دجګړی ، تروریزم او افراطیت اودقدرت دشرمونکی اوتباه کونکی ډغرو، سیاسی ، انتخاباتی فساد ،غارت ، بی وزلی ستم او استثمار او بی عدالتی څخه دهیواد داکثریت خلکو او دکرونا دوبا دبحران څخه دملت دژغورنی او د۷۰ کالونو د انارشی او کورنی جګړی او د طالبانو داستبدادی نظام دتکرارڅخه هیواد او هیواد وال وژغورو او دیوه آزاد او خپلواک ، متحد او یو موټی ، دموکراتیک او امن ، پر مختللی او ځواکمن غوړیدلی او مرفه افغانستان دملی او تاریخی هدفونو او آرمانونو دتحقق لپاره چه اوږده او فداکارنه مبارزه ورته شوی او بی ساری قربانی ورکړ شویدی متحد شواو په عمل کی خپل هوډونه په بریالیتوب ترسره کړو .
په وړاندی دهیواد د ملی ، مترقی ، دموکراتیکو او عدالت ِوښتونکو ځواکونو دیووالی په لور !

 

بامداد ـ دیدگاه ـ ۲/ ۲۰ـ ۰۵۱۲

 یادداشت : دیدگاه های ارایه شده اندیشه و نظر نویسنده را بازتاب می دهـد. دیدگاه های حزب آبادی افغانستان دراسناد و اعلامیه های رسمی آن انعکاس یافته است .

Copyright ©bamdaad 2020