« سیاسي بزکشیو» څخه خلاصون او د غمیزې بنیادي حل
ولی منگل
تبصره : وروستیو انتخاباتو ته په حقیقت خلکو په غوڅ اکثریت« نه » وویل اوهغه یې تحریم کړل. له کم او زیات دولسو میلیونونو څخه چې د ووټ اچولو مستحق وو، شاوخوا دوو میلیونو وګړو پکې برخه واخېسته ، هغه هم که رښتیا وي. د ټاکنو د کمیسیون په دې وېش کې غني په نهو لکو ولسمشر اعلان کړ. اوس که لږ د دموکراسۍ دغه غولونکې ډرامې او تیاتر ته پام وکړو، ایا په یوه څلوېښت میلیوني هېواد کې څوک مشروعیت لري چې په نهو لکو رایو ولسمشر شي؟ * هېواد په سیاسي او نظامي بنبست کې راګیر دي،اوسنی حکومت په بهرني ـ منطقوي سیاست کې د انزوا طرفه ته درومي... * اوسني مشران د موازي او نامشروع حکومتونو په جوړولو سره د اور سره لوبې کوي. * د طالب بندیانو نه خوشي کول، ارګ د خپل واک د عمر د اوږدولو لپاره کوي ، او په لوی لاس د سولې د خبرو اترو مخه نیسي. * د » جمهوریت ساتلو» په بهانه او پلمه، ولس او نړیوالې ټولنې ته فرېب او دوکه ورکول کیږي. که ننني د ارګ او سپېدار د قدرت له لړزانده چوکیو نه د سولې د پروسې په ګټه تېر نشي، په قوي ګمان چې متحده ایالتونه او د هغوی متحدین به نوره مرستې هم کمې او یا ودروي. ټولو ته جوته ده چې افغان حکومت د مور په ګې ډه کې هغه ماشوم ته ورته دی چې د هغې له تغذیې پرته مري. متحده ایالات او د هغوی متحدین د دغه ماشوم تغذیه کوونکي دي. د نوې تراژيدۍ احتمال که چیرې متحده ایالات او د هغوی ټلواله د یوه راتلونکي باثباته افغان { لکه هغوی چې وایي } دولت د جوړولو په روانه پروسه کې پاتې راشي ، پراخ بنسټه اداره اوحکومت رامنځ ته نشي ، د هغوی لپاره دوه بدیله پاتې کیږي : یا له طالبانو سره { دوه په دوه } د راتلونکي نظام په سر جوړجاړی کول ، او یا افغانستان خپل نامعلوم برخلیک ته پرېښودل . د دواړو بدیلونو په صورت کې د افغانستان ستونزه نشي کېدای په بنیادي ډول حل وفصل شي. د لومړي بدیل په صورت کې ، نن هغه د کوتک وخت نه دی چې طالبانو به یو وخت پرې حکومت کاوه ، په ارګ کې به یې کشتي ګیرۍ کولې او ملا عمر به { ولایت فقیه } له کندهاره چلوله. او که دوهم بدیل اجرا شي، دا له شګو جوړه متزلزله اداره به د هغوی له وتلو وروسته هرو مرو ونړيږي : یوه انارشي، د قدرت تشه به رامنځ ته شي، د دولت بنسټونه به ویجاړ شي ، هېواد به د یو ژور سیاسي، اقتصادي او اجتماعي ناورین او غمیزې سره مخ شي. اورپکې او بنسپالې ډلې لکه داعش ، طالبان او داسې نورې ډلې به په شدت د هېواد په بېلابېلو سیمو ولکه وغزوي او واکمن به شي، د افغانستان سرحدي سیمې به د بهرنیو سیمه ایزو هېوادونو په اډو بدلې شي ،هېواد به دا ځل د نېږدې سیمه ایزو دولتونو د رقابت پر ډګر یو ځل بیا بدل شي. دا دي هغه وېرې چې نن د عامه ذهنیت او فکر واند سره موجودې دي. باید وویل شي چې ، هره بده تراژیدي چې له دې وروسته رامنځ ته کیږي ، مسوولین به یې همدغه د ارګ او سپېدار سرټمبګان وي. د افغانستان لپاره نن ورځ اساسي مساله دا ده چې هغه د روان ناورین یعنې جګړې نه خلاص شي، سوله راشي. د هېواد مطلق اکثریت د سولې تږي دی . هر چاته معلومه ده چې د افغانستان سوله او جګړه د خارجي او داخلي ابعادو سره تړلې ده . له بده مرغه زموږ هېواد د تاریخ په ډېرو ادوارو کې د خپلې جغرافیې د سیاسي او استراتیژيک موقعیت قرباني شوی دی. د نننۍ منازعې د ختم یو اړخ دا دی چې هېواد د یو خواييز او يو جانبه خارجي اغېز او نفوذ څخه خلاص شي ،او دا هېواد د نورو هېوادونو پر ضد د نظامي ـ سياسي او اقتطادي هدفونو او ګټو لپاره استعمال او په خارجي پايګاوو بدل نه شي، او زموږ هېواد د يوه حاکميت لرونکي او نه ټوټې کېدونکي هېواد په توګه په بهرني سیاست کې عنعنوي بېطرفي غوره کړي، چې په افغانستان کې د دخالت او مداخلې ټولې زمينې له منځه ولاړې شي. داخلې اړخ د شخړې دا دی چې ، د نظام او قدرت ستونزه د ښکېلو ډلو ترمنځ حل شي، ځکه که د هر شعار لاندې روانه جګړه وي، په وروستي تحلیل کې جګړه د قدرت او د سياسي نظام پر سر ده. نن د شخړې د بنیادي حل وفصل لپاره د یوه ببن الافغاني او بین المللي کنسینسوس او وفاق لپاره لاره هواره شوې ده ، چې باید لدې تاريخي فرصت نه استفاده وشي او دغه چانس او موقع له لاسه ور نه کړل شي. افغانستان په اوس وخت کې دیوه ملي وفاق حکومت ته چې ټولې سیاسي کړۍ ، حلقات او وسله وال مخالفین طالبان پکې ځان ومومي، اړتیا لري. دمنازعې د بنیادي حل میکانیزم : تېر انتخابات په انکار نامنونکې درغلۍ کې { ګویا تر سره شول } ، او لا د واک سیاسي بزکشي پکې دوام لري ، باید نتیجې یې لغو شي. د نړیوال کنفرانس په کوربتوب او له لارې دې ، د افغاني ذیدخلو سیاسي ډلو ټپلو ، په جګړه کې د ښکېلو او بوختو اړخونو، په راتلونکي نظام او حکومت باندې دې له هوکړې او توافق وروسته ، د یوې ټاکلې مودې وروسته دې یوه موقته بې طرفه اداره دې رامنځ ته شي. په افغانستان کې دې له بهر نه د نه مداخلې او دخالت تضمینات وشي، خارجي ـ امریکایي قواوې دې ووځي، او د هغوی ځای دې د ملګرو ملتونو سوله ساتي قواوې ونیسي او د دغو قواو تر چتر لاندې دې بیا آزادې ټولټاکنې ترسره شي. دغه ده د مسالې د بنیادي حل کونجي، او دې دغه سیاسي فورمول د تطبیق په صورت کې کېدای شي موږ افغانان د یوې تلپاتې سولې او یو باثباته افغانستان مخ ووینو.
بامداد ـ دیدگاه ـ ۱/ ۲۰ـ ۰۴۲۰
یادداشت : دیدگاه های ارایه شده اندیشه و نظر نویسنده را بازتاب می دهـد. دیدگاه های حزب آبادی افغانستان دراسناد و اعلامیه های رسمی آن انعکاس یافته است .
Copyright ©bamdaad 2020