دمــوکراسی او افغانستان

 

دوکتور حبیب منگل



واکمني (حاکميت) دولس حق دی
لکه چی معلومه ده د دمو کراسي کلمه دميلاد نه٥٠٠ کاله وړاندې په لرغونی يونان کې رامنځته شوه اومعني يي دولس يا خلکو حکومت دي او داوسني، مدرن او منل شوي مفهوم له مخي په هغه حکومت او حکومتي نظام باندې اطلاق کيږي چی حاکميت دولس حق ګڼي، پدي ډول چی حکومتونه خپل مشرو عيت دخلکو درايي څخه اخلي او دهغو قوانينو له مخې عمل او فعاليت کوي چی دخلکو له خوا تدوين او وضع کيږي. يا په بل عبارت دموکراسي هغه روا ل او قاعده ده چی اولسونه بايد حکومت او خپل دولتي مشران او سياسي زعامت دولس د آزادو، نو بتي ـ دوره يي او منصفانه ټاکنو له لاري وټاکي او داولس په خدمت کې وي.
دموکراسی (اصول اوموازين) دي
دموکراسي يوازې دسياسي اودولتي مشرانو ټاکل ندي بلکه د اصولو، موازينو، معيارونو اوستاندردونو مجموعه ده چه دخلکو له خوا ټاکل شوي مشران او سياسي نخبه ګان او دولت ددموکراسي موازينو رعايت ته ژمن او مکلف کوي. لکه خلکو ته حساب ورکول او دخلکو ارادې او نظارت ته تن ايښودل، سياسي پلوراليزم او دسياسي اپوزسيون موجوديت منل او تحمل کول، پرته له قيده اوشرط نه دټولو سياسي ازاديو تامين او سياسي ګوندونو دجوړيدو اوفعاليت ازادي، دقدرت دلاسته راوړلو او ساتلو لپاره خشونت نه کارول او يوازي سوله ايز رقابت کول، ديوه اساسي رکن په توګه دازادو مطبوعاتو موجوديت او دفکر، بيان او عقيدي ازادي، او دبشري حقونوپه نړيواله اعلاميه کې دټولو انساني ازاديو اوحقونو تامين اورعايت. او ديوه داډول دولتي نظام او حکومتونو دايجاد او استحکام لپاره مبارزه چه ددموکراسي ټول اصول او موازين او د انسان اوخلکو حقونه او ازادي اعاده، تامين او تضمين کړي.
دموکراسی فرهنګ دی
دموکراسي فرهنګ هم دي او معنی يي په دموکراسی باندې دټينګ اوکلک اعتقاد، باور، عادت، پوهې او ژوردرک درلودل دی. دمثال په ډول دموکراسي ديوه ارزښت او دسياسي ژوند او مبارزي د روا ل، قاعدي اوتعهد په توګه درک او رعايت کول، دمخالف يا اپوزسيون منل او هغه په زور دسياسي ډګر څخه نه حذف کول، دانتقاد او اعتراض زعم در لودل دقانون احترام او په فردي او ټولنيزو حقونو د تيري دمواردو کموالی او دافراطيت او دسياسي خشونت، دانارشی اوسياسي اذدحام دسطحې ټيټوالی، دسياسي مشرانو له خوا د دموکراسی اصولو او موازينو ته عقيده او په عمل کې رعايت، دمدارا او دروغې او جوړې دکلتور او درک لوړه سطحه، دقومي، نژادي او ديني تجانس موجوديت او اتنيکي جوشش، دسياسي اود ټوليزو ارزښتونو په ارتباط دعمومو توافق دموجوديت سطحهاوپه يوه کلمه کی ددموکراسی ټول موازينو ته غاړه ايښودل د دموکراتيک فرهنګ اساسي عناصر شميرل کيږي.
دموکراسی پروسه ده
ملتونه نه اوهيوادونه دموکراسی ته په يوه شپه کې نه تيريږي بلکه دا يوه پروسه ده چی دټاکلو مادي او معنوي، عيني او ذهني، ملي او ڼړيوالو زمينو، امکاناتو او مساعدو شرايطو پر اساس پيل او پخيږي اوتحقق موموي. اقتصادي پرمختګ، دبازار اقتصاد او داقتصادي ثروت د نسبتا دلوړې سطحې موجوديت او د عمومي اقتصادي ثروت په تناسب د عوايدو مساوي ويش او د قوي متوسطې طبقې موجوديت، دفرهنګی ودې او د عمومي سواد اوزده کړې او دټولنې دمدرن کولو په لور د تمايل سطحه، دټولنيزو تضادونو شدت او داولس دشعور او داعتراض او حق غوښتنې دروحيي دسطحي لوړوالی، دسياسي مناظري، مباحثې دکلتور او دسياسي مشارکت سطحه، ددموکراسۍ دمحرکه ځواکونواو نهادونو په توګه ددموکراتيکو قوي جوړښتونو، او قوي مدني ټولني يعنې سياسي ګوندونو او ټولنيزو سازمانونو او دخلکو دحقونو ددفاع او په سياسي ژوند کې دمشارکت د خپلواکه نهادونو او غورځنګونو موجوديت، قانونيت په هيوادونو کي دمو کراسۍ او دموکراسۍ ته دتيريدلو کلي قانون مندي، عمده عوامل، زمينې، شرايط او علل شميرل کيږي. مګر له ياده بايد ونه باسو چه هيڅ يو دا عوامل اوفکتورونه مطلق ندي او ددهريوه عامل او فکتور داړتيا، نقش او تاثير ابعاد او حدود په هره ټولنه او هيواد کې تفاوت لري.
دموکراسی او افغانستان
زموږپه هيواد کې دتجدد او خپلواکی، مشروطيت او دموکراسي لپاره مبارزه تقريبا يوه پيړی تاريخ لري. دامبارزه چه دمختلفو فکري او سياسي جريانونواو نهضتونو په وجود کي پيل اودوام وموند، دټولو لوړو او ژورو اوسياسي ناکاميو سربيره دافغانستان دخلکو دسياسي او ټولنيزي پوهې اوتشکل په لوړتيا او د هيواد دټولنيزي او سياسي ودي او پرمختيا او بدلون او پرمختګ په لار کي ستر نقش او ځانګړی ځای لري؛ اما له بده مرغه دټولني دعمومي وروسته پاتې والی، دمنځنيو پيړيو استبداد او داساسي بدلونونو په لارکې دکورنی اوبهرني ارتجاع پرله پسي مقاومت له يوې خوا او دمترقي بدلونونو په تحقق کې بيړه، اراده ګرايي او چپ روي، اوپه ځانګړي ډول دمترقي سازمانونو په سياسي او سازماني ژوندکی ددموکراسي دفرهنګ دسطحې ټيټوالی او نه رعايت کول له بلې خوا هغه اساسي عوامل شميرل کيړي چی د افغانستان دموکراتيک غورځنک يي دنه هيريدونکو اوبي سارو قربانيو سره سره دماتی سره مخ کړی اوپدې ډول افغاني ټولنه په پرله پسې ډول داستبداد او ارتجاع په اسارت کې پاتې شويده.
افغاسنتان ته د دموکراسي نوي موج
داسې ښکار ي چه تاريخ تکراريږي. اووزموږ هيواد ديوه موقتی شا تګ وروسته بيا ددموکراسي په لار کې ګام ږدي. ددموکراسی اوسني موج دهغې دموکراتيکي پروسې ادامه ده چی دتيرې پيړي په نمايي کي پيل او د ١٣٤٣کال داساسي قانون وروسته کلونو کې دودي نوې مرحلې ته داخله او په هيواد کي دسترو بدلونونو او پيښو سبب شوه او افغانستان يي د ګړندي ودي په لار کي داخل کړ. دادي بيا په هيواد کې د دموکراسي اعاده کول په غوره موضوع او دورځې په شعار بدل شويدي. مګر سوال دادي چه ددموکراسي ددې «موج»  راتلوونکی به څه وي او دې هيوادته څوک دموکراسی راوړلي شي؟
په افغاستان کي ددموکراسی اوسنی موج په واقعيت کې د يوه پرادوکس يا تناقض بڼه لري. پدې معني چی له يوي خوا ددموکراسي داعادې لپاره دتيرو په پرتله ملي او بين المللي شراېط نسبتا مساعد شويدي، مګرله بلې خوا دهغه په لار کي خنډونه او عيني ستونځی وجود لري.
امکانات او فرصتونــه
قانونمند اقتصادي ـ ټولنيز بدلونونه او دسرمايداري په لور دهيواد پرمختيا، د ټولنې په جوړښت کې دنوو ټولنيزو قشرونو او طبقو رامنځته کيدل، دمنځنی طبقې دموقعيت ټينګتيا او دسياسي تحرک له برکته دخلکو دسياسي پوهې او تشکل لوړتيا، داستبدادی رژيمونو څخه د خلاصون او دقدرت داوږده بحران دپاي ته رسولو اساسي اړتيا او غوښتنه، دهيواد اکثريت سياسي او روٍښانفکري کړيو په هڅو، بيانيو اومرامونو کې دموکراسي ته مبارزه اوتعهد، او ترټولو مهم په نوي اساسي قانون کي ددموکراسی او مدني ټولني د ايجاد تسجيل او دنړيوالې ټولنې، امريکا او داروپا اتحادېې له خوا په افغانستان کې د دموکراسی او يو دموکراتيک نظام د رامنځته کولو په هڅو کي د مرستو اوملاتړ وعدې، زمونږ په هيواد کې دموکراسی ته دګذار مساعد شرايط او فرصتونه تشکيلوي. داامکانات بايد وسيعا وکارول شي او ددغوفرصتونو څخه ګټه پورته شي.
خنډونه او ستونځی
عمومي اقتصادي ـ ټولنيز او فرهنګي وروسته پاتي والی، ټوپک سالاري، سياسي خشونت، عدم تحمل او دسياسي سوله ايز اومدني رقابت پر ځاي د له منځه وړل، انتقام اخيستنې، دښمني اوداستبدادي فرهنګ پاتې شونې، سنت ګرايي او بنياد ګرايي، استبدادي او ارتجاعي تفکر او عادت، د مترقي او دموکراتيکو بدلونوپه برابر کې پرله پسې مقاومت، په دولت او دهيواد په سياسي ډګر کې ددموکراسي ضد کړيو کامل برلاسۍ اوسياسي انحصار او په نتيجه کې داساسي بدلونونو دتحقق په عمليه او جريان کې ددموکراسۍ دواقعي پلويانو دمشارکت په برخه کې خنډونه، تعصب، محافظه کارانه دريځ، منفي روشونه او بلاخره دنړيوالې ټولني غير شفاف، منفعت جويانه او غلط سياستونو اوروشونو، هغه عمده دلايل، عوامل او سببونه دي چی په افغانستان کي د دموکراسی او ديوي خلاصې ټولني د رامنځته کولو جريان، تخريب اودروي او افغانستان شاه ته بيايي.

نو څـــه بايد وشــی؟
دافغانستان معضله دنوي او زاړه، تجدد او زاړه پالنې، ارتجاع او پر مختګ مسله ده، چی دا د سلو کلونو را پديخوا مطرح ده اوهله به حل کيږي چی دخپلواکۍ اوتجدد، دمکراسی او ازادي، هراړخيز پرمختګ او ټولنيزعدالت پلوي سياسي جريانونه او ځواکونه په روانه ټولنيزه او سياسي مبارزه کې په پريکړوني او قاطع ډول برياليتوب تر لاسه کړي اوپه ټولنه کې دمسلط جريان په توګه ومنل او وپيژندل شي. دامقابله عيني خصلت لری او اوږده پروسه ده او راتلوونکی دپرمختګ دپلوی ځواکونو په ګټه ده. مګريوالی، قوي اوستر سياسي سازمان، سم انتخاب او سمه کړنلاره اودهغه دتحقق لپاره موثر ه او پرله پسې مبارزه، اصوليت، صداقت اوجسارت، انساني منش او روش، دنظر اوعمل يوالی او دپرګنو پراخ ملاتړ، ددي مبارزې دقطعي برياليتوب اساسي شرايط تشکيلوي.
د عمل پروګــرام کـــوم دی؟
په نوي اساسي قانون کې دانساني ـ ملي، دموکراتيکو او مترقي ارزښتونو دفاع او دهغه د تطبيق لپاره قانوني او سوله ايزه مبارزه، دعمومې ټاکنو وړاندي موده کې دټولو وسله والو ګروپونو د بې وسلې کولو روان پروګرام د سرته رسولو او په روانه سياسي پروسه کې ددموکراسی او مدني ټولني دپلوي ځواکونو دپراخ ګډون اويوالی لپاره ګډه هڅه کول، دازادو او منصفانه ټاکنو غوښتنه او دخلکو په خدمت کي ديوې مسلکی، کارا او موثري مرکزی او محلي دولتي ادارې د ايجاد او داداري فساد د له منځه وړلو لپاره مبارزه، دکلتوري ـ مطبوعاتي اوسياسي ازاديو دتامين لپاره د ژورناليستانو، ليکوونکو، اوهنرمندانو ديوالي او دملي يوالی دتحکيم لپاره موثره او ګډه مبارزه، دبشري حقونو په نړيواله اعلاميه کې دمندرجوموازينو او دنر اوښځو د حقونو دفاع اوملاتړ، او دښځو د يوي سراسري واحد سازمان رامنځته کول. دخلکو داقتصادي اواجتماعي غوښتنو او اړتياوو دتامين لپاره مبارزه او دضنفي سازمانونو ايجاد. دفرهنګي بيارغوني اود پوهانو، استادانو او ښوونکو دغوښتنو دتامين لپاره مبارزه او ګډې هڅې، دتروريزم اوبنيادګرايي، ټوپک سالارۍ او مخدره موادو دتوليد اوقاچاق پر ضد مبارزه او پدې برخه کی دټولو هڅو بې قيد اوشرطه ملاتړ، د سولې اوثبات، دموکراسی اوعدالت دتامين او د هيواد دبیا رغونې په برخه کې د نړيوالې ټولنې اوټولو هيوادونو دبې شايبه مرستو ملاتړ اودافغانستان ناپيلۍ اودفعالې او مثبتې بې طرفۍ دريځ او سياسي استقلال، تماميت او ملي حاکميت ساتل.
او څوک به دادندې تر سره کړی اوهيوادته دموکراسي راوړي؟
مسلما چه دعمل د پورته پروګرام تر سره کول دکومې خاصې ډلې کار ندی او دموکراسي هم دهيچا په انحصار کي قرار نلري او هرڅوک کيداي شي دموکرات واوسيږي. اوس چه حتی دپخوانيو جهاديانو له منځه هم ځيني کړۍ دموکراسی ته مخ اړوي اد دپخوانيو مرامونو اوشعارونو څخه تيريږي او په خپلو فکرونوو، سياستونو اوروشونو نوې کتنی کوي، په عمومي ډول يو مثبت انکشاف شميرل کيږي. پريږده چی دتجدد، پر مختګ او دموکراسی پلويان زيات وي او ددې موخو لپاره مبارزه پراختيا ومومي اودټولني ټولي برخې په بر کې ونيسي؛ اما تيوري اوتجربه ثابتوي چی په وروستي تحليل کې افغانستان ته هغه څوک دموکراسي راویلی شي چی دموکراسي د ارزش، ارمان اوتعهد په توګه مني او پيژني ېی او پدې لارکې ېې مبارزه کړي اوبې سارې قربانی ېی ورکړي او اوس هم په هيواد کي ديوه دموکراتيکې او مرفه ټولني درامنځته کولو لپاره مبارزه کوي.
د اځواکونه په ټولنه کې په پراخه اندازه وجود لري چی بايد په يوه ټوليز او سياسي سترغورځنګ کې چی دايجاد طرحه يي وړاندې شويده متحد او متشکل شي اوددريم ځواک په ټوګه د يوه سياسي الترناتيف دايجاد له لاري د جګړې، افراطيت، استبداداوارتجاع دځواکونو مقاومت شنډ اودعمل دپورته ذکر شوی پروګرام دتطبيق له لارې د افغانستان دمسلې دموکراتيک او عادلانه حل تامين اوپدې ډول د يوي مدرني، دموکراتيکي او خلاصې، پرمختللې او عادلانه ټولني درامنځته کولو لاره پرانيزي.

 

بامداد ـ دیدگاه ـ ۱/ ۲۰ـ ۰۴۱۶

یادداشت : دیدگاه های ارایه شده اندیشه و نظر نویسنده را بازتاب می دهـد. دیدگاه های حزب آبادی افغانستان دراسناد و اعلامیه های رسمی آن انعکاس یافته است .

Copyright ©bamdaad 2020