دمارچ د (۸) دښځې دنړیوالې ورخ او دافغان ښخی دردونه اوانسانی حقونود تامین داعیه

دوکتور حبیب منګل 


وړاندی له هر څه دمارچ داتمې دښځې د نړیوالې او دپيوستون د ورځې په مناسبت د افغانستان اونړی سځو ته دزړه کومې مبارکي وایم او د تشدد ، تبعیض ، تیري ، ظلمونو ؛ ستم اوبی وزلی څخه دافغان ښځوخلاصون غواړم او پدی مبارزه کی بریالیتوب ورته غواړم .ښځه انسان دئ او دانساني کرامت او دنر سره برابری دذاتي حقونو درلودونکي ده او څوک چې په انسانیت او اسلامیت عقیده لري د ښځی د انسانی کرامت درناوئ او حقونو تامین او ساتنه باید خپله انسانی او دینی وجیبه وګڼي اودښځې د حقونو تر پښو لاندې کولو څخه باید ډده وکړي .
خو دادی وینو چی له بده مرغه زمونږ په هیواد افغانستان کی ښځه د مذهبی افراطیت او منحطو دودونو ؛ تشدد ؛ اسارت ؛ ستم ؛ ظلمونو او بی عدالتیو او دنر او کورنی د تشدد اوټولنیزستم لاندی ژوند کوی ؛ سنګسار کیږي او یا خپله دتشدد او ناخوالو څځه دخلاصون لپاره مرګ ته پناه وړي او یا ځان سوځوی ا. نجونې په بدو کې ورکول کیږی او جبرا دقانونې سن نه مخکي نکاح او واده ته مجبوریږی . دافغانستان مطلق اکثریت ښځې دسواد څخه محرومی دي او دبی وزلې ؛ نارو غې او د خپلو کوچنیانو او کورنئ اودنورو ټولنیزو ناخوالو څخه عذاب ګالي او په سیاسي ، اقتصادي او اجتماعی او فرهنګي چارو کې د اعیزمن او
لازم ګډون څخه محرومې شویدی .
ښځه د نوو او زړو ؛ مترقی او ارتجاعی فکرونو اود پرمختګ او په شاه تګ دغورځنګونو دمبارزی په محراق قرار لري او دیوه هیواد پر مختګ دهغه هیواد دښځو د پرمختګ له مخی تاکل کیږی اوخپلو حقونو دتامین لپاره د ملی او مترقی ځواکونو او مدنی ټولنی او دښخی داعیز منی مبارزی او ټولینزغور ځنګ سره تړاولری . په افغانستان د سځې دحقونو دتامین او ټولنیزو ؛ سیاسی ؛ اقتصادی او فرهنګی ژوند کی دښځو لوړ ځای دتامین لپاره اوږده مبارزه شوی چی دشاه امان الله دملی او مترقی دولت په رامنخته کیدو او ملکی ثریا له خوا پیل شوه او بیا وروسته د دډاکتری اناهیتا راتب زاد تر مشری لاندی افغانستان
دښځو ددموکراتیک سازمان او ددموکراتیک جمهوریت په دوران کی په موفقیت سره دوام وموند او دادی اوس هم دهیواد دملی ؛ دموکراتیکو او مترقی خواکونو او دښّځو دټولنیزو سازمانو او سرغندیو ښځو له خوا ادامه لری او لاسته راوړنی یی لیدل کیږی
او په افغانستان کې به ښځه هغه وخت دددی ظلمونو او ناخوالو څخه وژغورل شی اودخپلو حقونو څخه به برخه منه شي چي په روانه ټولنیزه او سیاسي مبارزه کي دهیواد مترقی ؛ دموکراتیک او عدالت پلوه ځواکونه پریکړونئ بریالیتوب ترلاسه کړي او په ټولنه او دولت کی دمسلط جریان په توګه تثبیت او و پیژندل شي او په هیواد کې یوځواکمن، حقوقی او دموکراتیک دولت رامنځته شي اواستقرار ومومي. اودهیواد دقضیی دحل په پروسه کی دښخو دانسانی او فردی حقونه تامین او ساتل تضمین شی.
نیک مرغه دې وي دمارچ اتمه دښځودپیوستون نړیواله ورِځ او بریالي دې وي د آزادئ ، برابری اوسوکالی لپاره دافغانستان او نړی د ښځو قهرمانانه مبارزه .

 

بامداد ـ دیدگاه ـ ۴/ ۲۰ـ ۰۳۰۷

یادداشت : دیدگاه های ارایه شده اندیشه و نظر نویسنده را بازتاب می دهـد. دیدگاه های حزب آبادی افغانستان دراسناد و اعلامیه های رسمی آن انعکاس یافته است .

Copyright ©bamdaad 2020