مبهم اوغموض توافق او مبهم لیدلوری

ولی منگل

 د روان کال د فبرورۍ په نویشتمه د متحده ایالتونو او طالبانو تر منځ توافق او هوکړه وشوه؛ چې  په ترڅ کې به یې متحده ایالتونه له افغانستان څخه په زماني چوکاټ کې خپلې ځواکونه   باسي؛  اوطالبان به  بین الافغاني خبرو اترو ته د یوه باثباته ، سوله ایز او ټولو افغانانو ته د یوه منلي راتلونکي دولت او حکومت د رامنځ ته کولو لپاره چمتو کیږي. دغه د توافق دوه عمده ټکي دي.

اوس پوښتنه دا ده ، چې څنکه او ترکومه بریده به دغه هوکړه عملي شي؟

په نړۍ او په ځنګړي توګه په افغانستان کې، که د جنګ جګړو او منازعاتو تاریخ او پېښو ته وکتلشي، نو باید وویل شي چې، اپتمیزم او هیلې دغه توافق ته بېځایه دي.

ځکه :

په افغانستان د متحده ایالتونو یرغل او د هغه لاندې کولو سره ، ددغه لوی امپریالیستي ښامار سترېجیوستراتیژيکي او جیوپولیتیکې ګټې او منافع تړلې وې او دي؛ او هغه په هېڅ قیمت او بیه نه غواړي له لاسه ورکړي. د متحده ایالتونو د حاکموکړیو په اند په هندوکش ولکه یا تسلط د آسیا فتح ده . که دا ومنو ، نو ویلای شم چې دغه توافقات هسې د کاغذ پرمخ  بې آدرسه متن دی ؛ د جګړې ختم او سوله ددغو توافقاتو سره تړاو نه لري ، ځکه دغه هوکړه یوازې د امریکا او طالبانو سره لکه د موازي حکومت نماینده ګانو سره شوې ده ؛ نه د افغان حکومت  سره چې په اوس کې د جنګ عمده لوری دی.

یو مشکل اړخ  او پوښتنه دا ده چې ددغې پروسې بین الافغاني مذاکرات به ترکومه د یوه افغان شموله پراخ راتلونکي سیاسي نظام پر سر کامیاب وي او څومره وخت به ونیسي ؛ پداسې حال کې چې دجګړې میدان به ګرم او تود وي؟

دوهم مشکل او له ابهامه ‌‌‌‌‌‌ډک وضعیت دا دی چې آیا متحده ایالتونه به دغو توافقاتو ته په رښتیا ژمنواوسي؛ که هسې د ترامپ لپاره په راروانو انتخاباتو کې د بریا لپاره د میز پر سر« د کمپاین توس » دی ..

د متحده ایالتونو د ولسمشر ترامپ ، مبهم او ناپېژندونکی سیاست  څخه ، او د نوموړي له سیاسيسواد نه خو داسې معلومیږي چې هغه به له دغې هوکړې او توافقاتو و وځي، ځکه په اغلب ګمان که هغه بیا انتخابات وګټل ، ددغه کار لپاره کافي وخت لري. متحده ایالتونه د خپل بهرني متکبرانه سیاستپه بهیرکې د بین المللي او بین دولي توافقاتو نه د سرغړونو تاریخچه اومخینه لري.

د ایران سره روان ګرم کړکېچ ؛او په نړۍ کې د روسیې مخ په زیاتیدونکي سیاسي، اقتصادي او نظامي نفود ، د متحده ایالتونو کارنګریس ماینان ګانګستران او په نړې کې جګړو او اخ‌‌‌‌‌‌ډوب ته لېواله جنرالان، جمهور رییس ترامپ  هڅوي چې له افغانستان څخه خپل ځواکونه و نه باسي، هغوی په دېاند دي چې له امریکا وروسته به  دغه منطقه د هغوی د دښمانانو ؛ روسیه او ایران د فعال حضور اونفوذ ساحه وګرځي او د سوریه سڅېناریو به تکرار شي.

د ستونزې عمق

حقیقت دادی چې افغان منازعه  د دولتي قدرت او حاکمیت ، د نظام د څرنګوالي د جوړښت پرسر ، په  يو ټولنیز، سیمه ایز او نړیوال سیندروم بدله شوې ده :

یوه ‌‌‌‌‌‌ډله د قدرت مدعیان طالبان؛ پدې اند دي چې ټولنه او عنعنه له دوی سره ده؛ او غواړي چې مطلق اسلامي بنسټپال او ردیکال نظام رامنځ ته شي.

بله ‌‌‌‌‌‌ډله پخواني جهادي باندیتیزم دی چې، که پرون یې د نظام لپاره طالباني فکر درلود؛ نن تر یوه حد او بریده د معتدلې اسلامي دموکراسۍ  او نظام غوښتونکي دي، په کوم کې چې همدا اوس غوړهچربه برخه لري.

بله د افغانستان مدرنیزه ، روڼ انده او روښانفکره ترقي پاله د یویشتمې پېړۍ ټولنه ده؛ چې د یوه واقعي دموکراتیک کثرت ګرا، مدني او حقوقي « پان افغان  دولت او ملت » یا په بل عبارت ، د یوه واحد غوړیدلي دولت او ملت ؛ او په هغه کې د انتخابي حاکمیت غوښتونکي دي. نوی نسل اوس په تېروماورا قبیلوي، دیني او قومي استبدادي حاکمیتونو باور نه لري .

که دغو پاس د ټولنې دریو متضادو کتګوریو ته وکتل شي؛ نو د یوه راتلونکي باثباته دولت او حاکمیت دجوړښت  لپاره هیلې 'باد ګزکولو' ته  په اوس کې ورته کیږي؛ ځکه د افغانستان شخړه  په د ننه کې دنظام او قدرت پر سر ده ؛ او په بهر کې ، د سیمه ایزو هېوادونو او د لویو قدرتونو ؛ د استراتیژيک عمقاو جیوپولیتیکو مفاداتو او ګټو پر سر ده.

پایله:

د افغانستان ستونزه او منازعه یوازې او یوازې د بین الافغاني پراخ سیاسي دیالوګ؛ او ورسره جوخت د سیمه ایزو او نړیوالو قدرتونو د یوه صادقانه ، د حسن نیت کنسېنسوس او وفاق له مخې بنیادي حل و فصل کېدای شي. نېږدې او لیرې تاریخ موږ ته راښي چې دا هېواد په یکتازۍ ، زور اوجبر هېڅ قدرت او طاقت نه دی په بشپړ ‌‌‌‌‌‌ډول مستعمره او لاندې کړی.

 

 

بامداد ـ دیدگاه ـ ۱/ ۲۰ـ ۰۳۰۳

یادداشت : دیدگاه های ارایه شده اندیشه و نظر نویسنده را بازتاب می دهـد. دیدگاه های حزب آبادی افغانستان دراسناد و اعلامیه های رسمی آن انعکاس یافته است .

Copyright ©bamdaad 2020