د زبرځواکونو هدیره

ولی منگل

‎هغه جګړه ده چې د متحده ایالتونو لپاره د ‌‌‌‌‌‌ډالرو په یوې څيرې بوجۍ بدله شوې؛ دا هغه جګړه ده چې د هغوی د عسکرو زیاتې ککرۍ یې وخواړلې.د جګړې په پيل کې د امریکا د هغه وخت دفاع وزیر رمسفلد ویلي و چې : ' ( موږ هغه هېواد ته په جګه غاړه ځو، کوم ته چې د امپراطوریو قبرستان ' ویلي شوي دي. موږ به په دغه هېواد کې د امریکا د دوښمنانو د کبر ښکر مات کړو او یوه پایداره سوله به ټينګه کړو)

خو داسې ښکاري چې رمسفلد پرحقه نه و؛ او هسې غورې یې بادولې ؛ ځکه په دې نولسوکلونو کې ، نه هغوی پایداره سوله ټينګه کړه او نه یې د خپلو سرکشو دښمنانو د قبر ښکر مات کړل. په وروستي تحلیل کې دا په دې مانا ده ، چې امریکا به له افغانستان نه ووځي، ځکه چې پوه دي چې په رښتیا هم هغوی د زبرځواکونو هدیرې ته راغلي دي او ور سره په ورته وخت کې د متحده ایالتونو حاکمې کړۍ پوهیږي، چې د یوې قطبي نړۍ عمر نور ختم شوی دی، او افغانستان نه شي د تل لپاره لاندې کولی او اېل کولی. ‎متحده ایالتونه یوه څه ته باید غاړه کېږدي هغه دا چې، د افغانستان ستونزه بغیر د بین الاففاني تفاهم او بغیر د منطقې د سترو ځواکونو لکه چین، روسیه،پاکستان، هند او همدا راز د ایران له ګ‌‌‌‌‌‌ډون پرته نه شي حل کیدای. افغانستان باید بیرته د ناپیلتوب او بې طرفۍ دور ته وګرځي؛ ځکه نورې ټولې ستراتیژۍ او طرحې دې دغه هېواد د اوږدې غمیزې د پای ته رسیدو په لاره کې ناچله او بې کاره دي.. ‎افغانستان هغه هېواد نه دی چې ، د زبرځواکونو د ' ټوپ تختې' غوندې د یو او بل هېواد پر ضد استعمال شي؛ ددغو هیلو سره ‌‌‌ د ‌‌‌‌‌‌ډېرو امپراطوریو لپاره افغانستان په هدیره بدل شوی دی .

( ویرایش از نویسنده )

بامداد ـ دیدگاه ـ ۳/ ۱۹ـ ۲۲۰۵

استفاده ازمطالب بامداد با ذکر ماخذ آزاد است.

 یادداشت : دیدگاه های ارایه شده اندیشه و نظر نویسنده را بازتاب می دهـد. دیدگاه های حزب آبادی افغانستان دراسناد و اعلامیه های رسمی آن انعکاس یافته است .

Copyright ©bamdaad 2019