څوک سره وژني؟
ولی منگل
یو لوري د جګړې ګرمې لیکې ته په داسې حال کې ور دانګي چې سر ونه یې په ورغوو کې نیولي دي څو لا له وخته پلورل شوي .
د پردیو غلامان او د آزادۍ دلالان ورته وایي چې : ستاسو د نیکونو ټاټوبی اشغال شوی دی؛ کفار راغلي دي! اسلام په خطر کې دی او که تاسې مسلمانان یاستی افغانان یاستی ، نو جهاد پر تاسو فرص دی...
حقیقت دا دی چې ، دا وګړي چې عملآ په جګړه بوخت دي ، په رښتیا هم پر حقه دی، د هغوی جګړه مقدسه ده؛ ځکه په رښتیا هم دغه شعارونه او دغه آرمانونه مقدس دي. بل لوری د هېواد مسلح ځواکونه دي. هغوی هم خپل سرونه په ورغوو کې نیولي او د هېواد پر وړاندې خپله دنده تر سره کوي .هغوی ته د یوه ګورت لاسپوڅې ادارې چې د خپلې ږیرې واک نه لري ، ویل کیږي چې خدای، هېواد ، دنده ! دردوونکې دا ده چې ، هغوی چې سره وژني ، دواړه پر حقه دي ؛ خو جنګوونکي یې غداران او خاینان دي.. که دې دغو جنګوونکو خاینانو اولادونه په جګړه کې مړه کېدلای او یا خپله په جګړه بوخت وی ، د ستر ګاندي په خبره، جګړه به نه وه.
د یو لوري اولادونه په بهر کې اروپا کې مزې چړچې کوي ، خپله په محاصره شویو ودانیو کې اوسي اوکله چې د میکرافون وار شي ، نو له سینګار سره په داسې عوام غولوونکو دروغو او غورو خولې خلاصې کړي چې وجدان او ضمیر له هغه ځایه تښتي.
بل لوري په حیات آباد او عربي هېوادونو کې په دوزخي هوا کې د یخو کولرونو په منځ کې ناست دي، اورمېږونه ، خېټې او څټونه یې د فیلانو غوندې څاربه شوي دي او د ږیرو له پړکونو نه یې د چا سترګې ړندیږي.
افسوس دا دی ،هغه څوک چې په دې جګړه کې مري، د سبا ورځې بې نومه او ورکنومه سپاهیان دي، د هغوی وینه یوازې د یوې محدودې کړۍ د قدرت، شان او شوکت لپاره بهیږي.
بامداد ـ دیدگاه ـ ۲/ ۱۹ـ ۱۰۰۵
استفاده ازمطالب بامداد با ذکر ماخذ آزاد است.
یادداشت : دیدگاه های ارایه شده اندیشه و نظر نویسنده را بازتاب می دهـد. دیدگاه های حزب آبادی افغانستان دراسناد و اعلامیه های رسمی آن انعکاس یافته است .
Copyright ©bamdaad 2019