دافغانستان قضیه او دحل یوه څلور فقره ایزه طرحه

دوکتور حبیب منگل
دافغانستان قضیه او جګړه دسیاسی قدرت ، دولت اود سیاسی نظام دڅرنګوالی په سر دهیواد دمختلفو فکری - سیاسی جریانونو اواړخونو دمبارزی او (۴۰) کلنی منازعی څخه رامنخته شوی اوادامه لری او پدی نزاع کی دشاملو (۴) اړخونو د مصالحی ، روغی جوړی او په قضیه او منازعه کی دشاملو منطقه وی او نړیوالو اړخونو د اجماع او تفاهم دتامین او لاندی لار نقشی له مخی په اساسی ډول حل کیدای شی :
۱ - دملګرو ملتونو د امنیت شورا ترمشری او نظارت لاندی په وروستیو څلورولسیزو کی د رامنخته شوو دولتونو اوسیاسی نظامونو داړخونو یعنی د افغانستان ( د دموکراتیک یا جمهوری دولت ، اسلامی دولت ، ا سلامی امارت او داوسنی اسلامی جمهوری دولت ) د استازو په مساوی ګډون په کابل کی دسولی او ملی مصالحی یوکنفرانس یا جرګه راوبلل شی .
۲-  پدی کنفرانس یا جرګه کی د سیاسی واک د حل په یوه انتقالی میکانیزم توافق وشی او دهغی له مخی دغیرجانبدارو اوعتبار وړ سیاسی او اجتماعی شخصیتونوپه ترکیب د یوه کال لپاره یو انتقالی اداره یا حکومت را منخته شی او دا حکومت یوه اضطراری لويه جرګه را وبولی او د هیواد د اوسنی اساسی قانون دلاندی ارزښتونو ، احکامو او اصولو یعنی « د لــوی خــدای پرسـپيچلی ذات ټینګ ايمــان او د اسلام په سپيڅلی دين اعتقاد، دملي قبول شوو ارزښتونو ساتل ، د تيرو بې عدالتـــيو او ناخــوالــــو پـه درك اوهېــواد ته راغليــو بــې شميـره مصيبتونو ته په پـــــاملرنه ، پــه دې درك ســره چـــې واحـــد او يـــو مـوټئ افغانسـتان ددې خـاورې پـ ټولـو قومونو او خلكو اړه لري، دافغانستان دملي یووالي ساتل او ټینګتیا ، خپلواکۍ ، ملي حاکمیت تامین او تحکیم ،دخاورې بشپړتيا ، د خلکو دارادې او دموکراسئ پر اساس د یوه نظام تاسیس ، د ظلم ، استبداد ، تبعیض او تشدد او دټولنیز عدالت پر اساس دیوې مدني ټولنې ایجاد ، دانساني کرامت او حقونو ساتنه او د بشری حقونو دنړیوالې اعلامیې رعایت ، دهیواد د امنیتی سیاسي، ټولنیز، اقتصادي اودفاعي بنسټونو پیاوړتیا ، اوددې خاورې داوسیدونکو لپاره د مرفه ژوند او د ژوند سالم محیط تامین، دملګرو ملتونو د سازمان د منشور رعایت اوپه نړیواله کورنئ کې دافغانستان وړ ځای تثبیت » له مخی د دولت او سیاسی نظام دځرنګوالی مساله حل کړی .
۳ ـ انتقالی حکومت د اساسی قانون له مخی او نړیوالی ټولنی د نظارت لاندی آزاد او عادلانه ، سالم او معتبر ، سراسری او عمومی انتخابات ترسره او واک انتخابی حکومت ته انتقال کړی اوپد ی ډول دواک او د دولت اود سیاسی نظام دڅرنګوالی په سر (۴۰) کلنی منازعه اوپه هیواد کی جګړه ته دپای ټکی کیښودل شی .
۴ـ  نوی دولت اودهغه انتخابی حکومتونه دهیواد داساسی قانون دارزښتونو ، اصولو او احکامو له مخی دیوه ځواکمن ملی دولت دجوړولو دهیوا د ملی حاکمیت ، سیاسی استقلال دتامین او ساتنی ، دملی یووالی دټینګتیا ، دواقعی دموکراسی استقرار ،دبشری او دخلکو داساسی حقونو ،دازادی ، برابری او ټولنیز عدالت دتامین د هیواد د اقتصادی ، اجتماعی او فرهنګی پراختیا او دیوه آزاد اومستقل ، دموکراتیک او امن ، مترقی او غوړیدلی ، ځواکمن او سرلوړی افغانستان او سوکاله ټولنی داهدافو اوآرمانونو دتحقق لپاره چی اوږده مبارزه ورته شویده خپلی دندی ترسره کړی !

 

بامداد ـ دیدگاه ـ ۲/ ۱۹ـ ۲۲۰۲

 

استفاده ازمطالب بامداد با ذکر ماخذ آزاد است.

 

یادداشت : دیدگاه های ارایه شده اندیشه و نظر نویسنده را بازتاب می دهـد. دیدگاه های حزب آبادی افغانستان دراسناد و اعلامیه های رسمی آن انعکاس یافته است .

 

 Copyright ©bamdaad 2019