بدرنگو لاړ شی !

 

زبير شيرزاد

بدرنگو لاړ شی !
اور کى پيدا ، اور کى رالوى ، اورکى دنيانه درومو
دوزخي قوم يو چى له ژونده سهم نلرو مونږ

***
اي ددنيا بدرنگو
اي دسرماييي ليونو
اي زورورو
اي دزر او زور خاوندانو
اي د جنگ جگړی خاوندانو
بس دي نور له مونږه ، له دي مظلوم خو سرلوړی ولس نه څه غواړی ؟
كله مو په يو نوم اوكله مو په بل نوم وژني
دا څلویښت کاله مو په جنګ واچولو
پرون مو داشرار او كمونست په نامه په جنگ واچولو ومو وژلو او وطن دي برباد كړ .
بيا دشمال ټلوالی او جنوب ټلوالی په نامه ووژلو
ومو وژلو تباه اوبرباد موكړو
بيا مو دطالب او مجاهد په نامه ووژلو
آخر ولي او دڅه دپاره ؟
څه مو چه هلمند كي درلود هغه مو ويوړه
څه مو چه بدخشان او پنجشير كي درلود
هغه ته مو غنيمت وويل او هغه مو ویوړه.
نور څه غواړی ؟
تا سو هيركړي چه د اولس اه لری ناله لری اوخدای لری بس دی اوکنه وبه سوزی کوم چه مو وسوزولو .
تاسو پوهبږی چه ‌‌‌‌‌‌ډیر بدرنګ یاستی .
تاسو بدرنگ يي ، ستا سو گټه ، ستاسو سره دوستی ، ستا سو سره ملتیا او ویل بدرنګ دی
او ستا سو کړه وړه ، مرسته او تاوان مو بدرنگ دی .
مونږه نور ارامه پريږدی اي دنړي بدرنگو
اي دزر او زور صاحبه اي دځمکی دسر خدایانو
يو وار مو اسلام په خطر « اسلام درخطر»  تر شعار لاندي وجنگولو ومو وژلو او دپاكستان دبقا دپاره مو زما زلمي ، زوړ بابا ، سپين سری مورکه ، پيغلی اوماشومان راته دپاکستان دګټو قربانی کړه
جهاد افغانستان دفاع پاکستان .
زمونږ کروندی مو له منځه ویوړی
زمونږ دهقان مو راووژل،
كارگر دي راته وواژه او فابريكه دي دازاد بازار تر شعار لاندي وتړلی ړنګی دی کړی او دکارگر دسترخوان دی خالی کړ .
او په يو وارداتي وطن مو تبديل كړو
او بيا دترورست د ټکولو په نامه راغلی
او اتلس کاله دی ترورست ونه ټکاوه بلکه ولسونه دی ووژل اونن هغه ترورست سره ناست یی
ای درواغجنه سوداګره ای کاذبه ای بدرنګه .
او سبا به مو بیا په بل نامه وژني
مونز له تا سوهيڅ نه غواړو درومي خپي و باسي
مونږ ستا آزاد بازار ، ستا مك دونالد ، ستاسو چکن ، مکرونی او پيزه نه غواړو ، ستا سو
لخوا څو قير سرك نه غوارٍو چه نن یی جوړ اوسبا بيا د بي كفايتي له امله ویجاړ شی
او خپلو جاسوسو زورواکو غارتگرو ته بيا دغارت او فساد زمينه مساعده شي چه ستاسو له ګټو دفاع وکړی .
خو ګوره زما موجوده خامه او نري كږي وږي کو څي او لاري نور مه ورانوه
دقير شوي سرك په بهانه نور دسر سړی انجينر او كارگر مي راته مه وژنه .
پوهیږم او ښه پوهیږو او دومره مو ساده هم مه ګڼه هم مي وژني هم مي دژغورني درواغجنی دعوي كُوي او اوس خولي پوري مي خاندي
‎ دتا سو د مرستی نه توبه.
‎خو زما دخټینو کورو دړي راته نور په نیمه شپه کی په ناولو لغتو مه ماتوه .
‎ دگيري لرلو په بهانه راته زلمیان او زاړه می مه مه وژنه او مه يي مجبوره چه سلاح ته لاس کړی او بلی خواته لاړشی .
‎ګوره نور مو مه وژنه او په سرو نو یی توری کڅوړی مه اچوه او زمونږ تور سری ، زړی او پيغلی په شنو سترګو مو مه تالاشی کوه
‎دا کار زمونږ دفرهنګ سره په ټکر کی ده
‎ته به هم لكه نور ‌‌‌‌‌‌ډير ژر پښیمانه شی
‎زما خټین کورونه نور په بمونو مه ړنګوه
‎عجیبه دا ده چه له یوی خوا د مرستی کولو دعوه کوی
‎ او له بلی خوا زما ټولی شتمنی دی لوټی کړی
‎زه ستا د درواغو خبری نور نه منم
‎دلته ټول ستا په اهدافو پوه شوی .
‎پرون یی ستا ارتجاعی تصویر له لری خو نن یی خپل وطن کی او هره کوڅی کی ګوری
‎ بس دی ماته وايي کوکنار مه كره
‎خو چیرته چه دتا نظامي اډی دی
‎ دمخدره موادو کرلو بازار هلته ‌‌‌‌‌‌ډیر ګرم دی
‎ګوره ته یی خپله هم کری او هم یی ریبی
‎ته خپله ساحه کی دكوكنارو کرل غواړي
‎ اوزه یی کرل نه غواړم
‎ماته یی هم کرل حرام دی او هم خرڅول حرام دی
‎ای درواغجنه دوکه بازه سوداګره
‎هم یی کری هم یی شیرک تری کاږی
‎دجوړولو مواد ته خپله راوړی او دتولیدفابریکی هم ستا دی
‎ اوته یی خپله صادروی هغه هم دهوا له لیاری
‎خو ماته دی یو لوی اوتلپاتی درد ، غم او غمیزه راپه برخه کړ ه .
‎زما ورور اوپلار ، مور او خور ، لور او زلمي زوي دی پر مخدراتو توكو محتاط کړ
‎ای درواغجنه دحقوق بشر کاذب مدافع ته ښه پوهیږی چه زه اوس کمزوری یم بي وسه يم او وس نه لرم او زه دپاکستان ایران عربو ، انګریز او دتا مستکبر امریکا لاس پوڅو او جاسوسانو کمزوری کړی یم او بله لاره هم نه لرم
‎خو ورځ دحساب او کتاب راتلونکی دی دا ورځ به راشی ستا سو دهری کړنی حساب به درسره وشی
‎مونږ پریده ځه درومه شاته مه ګوره او
مو نږ نور ارامه پريږده .
نن دي بيا بلي ‌‌‌‌‌‌ډرامی دقطر او مسکو په نامه جوړی کړی خو دتا سو دغه ‌‌‌‌‌‌ډرامو باندی هغوی چه نه وه پوه او س هغوی هم پوه شوی او هر یو وپوهیدل اویوار بیا غواړی زما مسلح قوتونه له منځه یوسی .
اي دپنجاب دګټو ساتونکو تاسو هم پوه شی چه لکه وچ لرګی به مو بیا امریکایان وسوزی لږ که له خدایه نه ویریږی دکونډو له اه او نالی نه وویریږی
هیر نه کړی د اوطن دمیرویس خان کور دی دا داحمدشاه ابدالی او اکبر خان وطن دی دا د مولانا کور دی دمیر مسجدی ، عثمان خان او میربچه خان کور دی ، دلته دهری تیږی لاندی د زحمتکشانو د اولادونو وینی پرتې دی او حتی وینه یی لا نه دی وچه شوی داوطن اصلی مالک لری ددی وطن مالک ستا له غربه لوی مفسدین راغلی او تنظیمی جهادی او طالبی ‌‌‌‌‌‌ ډلی نه دی
بلکه او په دی پوه شه چه ددی وطن مالک ولس دی افغان ولس هغه ولس چه اوس مو بیوسه کړی خو دوس وخت یی راتلونکی دی .
ځی زما د وطن نه لاړ شی او خپل جاسوسان هم یوسی ژر لاړ شی او لري لاړ شی
دا وطن شپونكي او دشپونکیو کیږدی لری.
دا وطن ژوري اوكنډری لری تاسو ولید ددی وطن ژورو کی دنورو په شان بند پاته شوی . ځی لاړ شی لري ‌‌‌‌‌‌ډیرلری
درومه او شاته مه ګوره .
كه ته نه درومي تا ولیدل دلته ماران او اولړمان هم شته
دلته ماران ، لړمان ، لیوان او زمریان لا ویده دی اوکه هغوی راویښ شی بیا به پوه شی
لوړی او ژوری مونږ بی دتاسو ښی پيژنو دلارو لنډولو باندی عادت یو
هغه دغرو دلوړو څوکو سره هم اشنا یو او دغرو دسر كیږدیو خواکی ټول زمریان لا ویده دی
ځی لاړشی بیرته تلو کی ستاسو ګټه ده خو هیر نه کړی خپل مجاهد ، طالب او داعش دی هم ځان سره دځمکی او هوا له لاری یوسی .
ای دوینو سوداګره ای دافغان ولس قاتله ددی ولس پوروړی یی زمونږ پور هیر نه کړی
خبر لري دلته يو متل دي: آش افغان دير پُخته ميشود .

 

بامداد ـ دیدگاه ـ ۱/ ۱۹ـ ۰۷۰۲

استفاده ازمطالب بامداد با ذکر ماخذ آزاد است.

یادداشت : دیدگاه های ارایه شده اندیشه و نظر نویسنده را بازتاب می دهـد. دیدگاه های حزب آبادی افغانستان در اسناد و اعلامیه های رسمی آن انعکاس یافته است .

 Copyright ©bamdaad 2019