هغه چـی په لمبو کـی ایره نه شـو


اروښاد ملګري انجینرسلیمان کامجو ، دملي اوترقيخواه نهضت تل پاتی معنوی هستی او ویاړ

 

عسکر چالاک


اوږده ناروغی یی نه درلوده په ناڅابی توګه یی زړه فعالیت پریښوده او د مرګ سپاهیانو پری حمله وکړه له مړینی څخه څو ورځی د مخه می له اروښاد کامجو ، ملگري زبیر شیرزاد او جنرال صاحب مختار سره زما خټين کور کی ولیدل دوی زما دناروغ ځان پوښتنی ته راغلی وه او په یو ساده ولی دمحبت نه ‌‌‌‌‌‌ډک شین چای باندی می ونازول او بیا د ډرونټی له ښارکوټی د کبانو په بازار او دځوانانو پارک کی مو یوه غرمه یو دروند او خوږ مجلس وکړه چی دا می له اروښاد کامجو سره وروستی دیدن و ،
د ملګری سلیمان کامجو د مړینی غږ په یو ناڅاپي توګه زمونږ تر غوږو شو چی دغه چیغه زمونږ لپاره د مصیبت او ناورین چیغه وه دی لوی غم ټول دوستان او ملگری وریږدول ګرچه مرګ او ژوند خور او ورور دی او هر څوک به دی مرګ دغه زهر یو وار څښی ډیر مری او هره ورځ مری په چا خپل کور ورانیږی په چا ټبر او ګاونډیان خوار شی په چا کلی او په چا بیا سیمه نیمگړی شی خو ځینی بیا داسی وی چی په مړینه یی د ولس بنیادونه ړنګیږی.
د اروښاد کامجو په شخصیت کی ټولی یادی خبری پرتی دی مونږ یی نن په مړینی ویر کوو او دده په شان د ډیرو شخصیتونو په مړینه مو پرون هم ویر کړی دی ، په اوسنی وخت کی د اروښاد انجینر کامجو د شخصیت ځانکړتیاوی په دي کی وي چی دی د هیواد دننه زمونږ د سیاسی تشکیلاتی جوړښت یوه قوي ستنه وه چی دغه ستنه وړنګیده دا ځکه چی دغه اروښاد زیرک هوښیار معتبر او ثابت قدمه او عقیده من شخصیت وه . په ټولو ستونزمنو وختونو کی له خپلو ملګرو او یارانو سره يو ځای وو هیڅکله له کاروان څخه بیل نه شو زړه ور ، د وطن او خلکو کټو ته ژمن او نه تکراریدونکی شخصیت دی شاعر وایی .
چی دنیا ته سـړی راشی وي بی نـومه
نر هغه دی چی خپل نوم پکی پیدا کړی

په رښتیا سره چی دغه نوم اروښاد انجینرکامجو، پیدا کړ او تر لاسه یی کړ . مونږ به دده له معنوی قوت څخه همیشه سیاسی کټه پورته کوو او دغه روښانه مشعل به مړکیدو ته نه پریږدی ، دا صحیح ده چی د دنیا په هر کنج کی ناپ او سوچه انسان شته ده یو یی کامجو وه هو اروښاد کامجو به هم څه نیمکړتیاوی درلودلی دا ځکه چه کار اومبارزه یی کوله هغوی چه کار او مبارزه کوی اشتباه کوی خو که چیرته دده ټولی کړنی د عدل او انصاف په ترازو کی وتلو طبیعی ده چی ده ښیکړو تله یی ‌‌‌‌‌‌ډیره زیاته درنده ده او وه . ددي خدای بښلی ځای د تل لپاره مونږ سره به تش وی ‌‌‌‌‌‌ډکول یی دشوار دی او تاسو ته به ثابت شی چه دکامجو ځای ‌‌‌‌‌‌ډکول کلونه وخت غواړی دملګری کامجو روح دي همیشه ښاد او یادونه یی تل پاتی غواړم ملګری کامجو ارام ویده شه تا خپل وظایف دخپل توان نه زیاد ترسره کړی ته زموتږ او دمترقی جنبش په منځ کی تل ژوندی یی .
په ډیر درنښت .
عسکر (چالاک) قرغه یی لغمان .

زما یو شعر د ګران اروا ښاد سلیمان کامجو په یاد کی :

تل به دي غمونه په اږو وړمه
لپی لپی اوښکی په بڼــو وړمه
زړه می له ګـوګل نه درته  ووته
وینی د ځیکر می په کاســو وړمه
خیال کی دی له اروا سره غږیږمه
خوب کی دي تصویر له هدیرو وړمه
خـــوند لاړ له محفل نه ته چی لاړلی
بـی له تا نه رنځ لـه مجـلسو وړمه
نه لویږی زمونږ د شملی څوکی نه
او ستا یادونه کور ته په سلکو وړمه
څنکه دی پخلا کړم مرور یاره
قبر ته دي اوښکی په جرګو وړمه
ستا مینه به ماته کړم اوس چا باندی
چاته به کتاب ستا د کیسو وړمه
ما عسکر (چالاک) ته ګران " کامجو " یاره
خوند دی له تل پاتی خاطرو وړم.

 

بامداد ـ دیدگاه ـ ۲/ ۱۹ـ ۰۴۰۲

استفاده ازمطالب بامداد با ذکر ماخذ آزاد است.

 Copyright ©bamdaad 2019