د خدای بخلی شفیق الله توده یی د بهار میشدو یارانو او ملکرو په نوم



په جام کی ګوټ ګوټ شراب کمیږی
سبرلی خلاصیږی کلاب کمیږی
تل پاتی هستی او تل پاتی شخصیت
خدای بښلی شفیق الله توده یی .

 

ژوندون فرقت
درنو یارانو ملکرو او عزیزانو ،

د شفیق الله (توده یی) د غمګینی مړینی دوهم تلین د (۱۳۹۵) کال د سرطان د میاشتی په اتمه نیټه پوره کیږی ما دا مناسبه وکڼله چی د کډ غم په توکه د غه لیکنه د تاسو عزیزانو سره شریکه کړم ،
خدای بښلی توده یی د پردیو په وطن کی د مهاجرت په سرکردانه او لالهنده شیبو کی ددی دنیا څخه سترګی پټی کړی مرگ د هر انسان طبعیی حق دی له دي ترخی غمیزی څخه خلاصون نشته او مونږ ټول یوبل پسی روان یو په ریښتیا سره چی د جلا وطنی بیلتون او هجران مرگ ډیر سخت دی خیر خو مونږ ټول یوځل راپریوزو ، خو د ( توده یی ) خوندی متبر شخصیتونه باید همیشه و پالل شی ولمانځل شی او استایل شی ،
پښتانه وایی چی ،سل دی او مره یو دي مه مره ، خو زمونږ دا یو هم مړ شو .
د (توده یی) د ویاړلی شخصیت ځانکړتیاوی دا دي، چی دا یو زړه ور ،هوښیار، او مفتکر شخصیت و د ژوند ټولی ستونزمنی شیبی یی د خپلو خلکو یارانو ملکرو او دوستانو سره یوځای تیری کړی
په همدی بنسټ یی د مرگ ورځی د اوښګو د بارانونو موسم وتوده یی خپل ټول ژوند د خلکو د خدمت په لاره کی جار کړ نوموړی ډیر لوی او دروند سیاستدان و ډیرو ډیرو په سیاست کی یاد د لفظونو جواری وکړه یا یی د زړونو جواری وکړه خو ( توده یی ) یوازی محبت وکاوه ، مینه ور او له عواطفو ډک انسان و له هره رنکه تعصب کینی او خطاکانو سره وران و ده د یو لوی ارمان لپاره مبارزه کوله همیشه ثابت قدمه وه او پر خپلو ژمنو ولاړ انسان و ، قدرمنو دوستانو ، حالاتو دا وخت دده شخصیت او مبارزو ته یو مرگزیت بښلی دی ده له مونږ سره د ټول عمر لپاره د بیلتون پریکړه نه ده کړی د ده ژوند ټول ساز او سامان له ځانه سره قبر ده نه دی کوز کړی (توده یی) زمونږ له ډیرو سیاسی مشرانو څخه پوه هوښیار زړه ور ، دسیاسی دلایت خاوند با تقوا ،برومند ، او د لوی تجربی ، او حوصلی سختن و د ده مړینه مونږ ټولو ته زړه خویدونکی خاموشی ده ، زمونږ په سیاسی ارزوکانو کی شعوری ،اکاهانه شور محسوسیږی ، خو اقسوس چی ددي ايټیال لپاره لازم او مناسب سیاسی تشکیلاتی جوړښت نلرو او که لرو یی هغه هم ډیر کوچنی او د یوی وړي ټلکی په واک کی ده چی دا هم د مشری په تشه ککړ دی ،

زما زړه ته نږدی خورو ورو عزیزانو ، زما په عقیده او باور داسی به همیش یاران په هر ځای کی چی یاستی که په اروپا ، که په امریکا ، آسیا ،او استرلیا کی یاستی زمونږ د وطن یوه لویه او نه تمامیدونکی هستی یاست که چیرته داسی په رښتیا سره مټی بډ وهی زمونږ د وطن په هر ناورین او مصیبت د پای ټبره ایښو دلی شی داسی په نصبتا خو شرایطو کی ژوند کوی د نفقی پیدا کولو غم نلری ، د دنیا د دموکراتیکو هیوادونو تجربی مو ترلاسه کړی دي او کولی شی چی په سختو شرایطو کی زمونږ غږونه هر ځای پوری ورسوی ستاسو رول ډیر قیمتی او عمده دی داسی هر یو مونږ ته (توده یی) یاست نو راشی یو قوی سیاسی تشکیلاتی جوړشت لپاره زمونږ سره یوځای شی او دغه چراغ د تل لپاره بل وساتی په اخر کی تاسو ټولو بهر میشتو ورونو او د (توده یی) درنی کورنی ته د زړه صبر او حوصله غواړم او خپلی خبری پدی دوه بیتونو پای ته رسوم..
نور ښایست یی څه کوی یو خال یی نمونه ده
بس ده دا یوه دانه خروار لاره کنه.
په ډیر درنښت عسکر(چالاک) لغمان قرغه یی..

          ***

 

شفیق الله د هیلو ښاره ځینی لاړ…

یو ګل شو پاڼه پاڼه له ګلذاره ځینی لاړ
زمونږ شفیق الله د هیلو ښاره ځینی لاړ
وړانګه وه شغله وه د تیارو مخ ته دیوال وه
ستوری و لمر وه له مداره ځینی لاړ
سندره وه ټپه وه ترانه وه او داستان وه
غزل غزل جلاه شو له ستاره ځینی لاړ
زمونږه محفلونه پیکه شوی خاموشی ده
یو یار و د یارانو له قطاره ځینی لاړ
زمونږ د روایاتو پیړی واوخښته چپه شوه
ای خلکو جرکه مار مو له دیاره ځینی لاړ
زمونږ د سردارو څوکی اوس مړاوی مړاوی ښکاری
یو باز مو له نښتره او له چیناره ځینی لاړ
عسکر(چالاکه)څوکه د ویاړ او د عروج وه
هدی زمونږ د تړ و له تالاره ځینی لاړ.

 

 

بامداد ـ دیدگاه ـ ۱/ ۱۸ـ ۲۹۰۶

 

یادداشت : دیدگاه های ارایه شده اندیشه و نظر نویسنده را بازتاب می دهـد. دیدگاه های حزب متحد ملی ترقی مردم افغانستان در اسناد و اعلامیه های رسمی آن انعکاس یافته است .

 

 استفاده ازمطالب بامداد با ذکر ماخذ آزاد است.

 

 Copyright ©bamdaad 2018