زمـوږ د ګونـد دتاریخي کنګرې په ویـاړ

ولـی منگـل

‎زموږهېواد د یوې تاریخي پېښې په درشل کې دی. ‎سږ کال به دهېواد تاریخ بیا د یوې تاریخي پېښې زرینه پاڼه پرانیځي. زموږ ګوند به بیا د یو والي او وحدت ګنګره جوړه کړي. ګوندیان به هغوی ته ووایي چا چې په نشت حسابولو چې ، موږ دهغو کړنګونو شاهبازان یو چې که ګهیز پر هره خوا الوځي ماښام خپلې ځالې ته را الوځي . ‎ځکه چې زموږ زړونه،‌ فکرونه او آرمانونه سره شریک دي. ‎دا موږ هغوی ته وایو چې ویل به یې: موږ محو یو موږ ځپل شوي يو .‌هغوی ته زموږ ځواب دا دی چې :موږ ژوندي یو ! موږ د تېر تاریخ یوه برخه یو او د نننی تاریخ یوه برخه به موږ هرومرو جوړوو .موږ هغه مبارزان یو چې د وطن په درد سوځيږو که سل ځله پرمخ لویږو راپورته کیږو؛ او که د مرګ پر پوله هم و بیا هم خوزیږو. موږ د حق د لارې لارویان او مبارزین یو او د حق لاره په وروستني تحلیل کې د بري لاره ده. ‎زموږ قهرمان ګوند چې د اور په لیکه کې یې د پېښو د تحمیل په نتیجه کې واک ترلاسه کړ ‎څه کم یوه نیمه لسیزه د تورې ارتجاع او د هغوی د امپریالیستي بادارانو، د نړۍ د لویو تیروریستي شبکو، لسګونو وسله والو ورانکارو باند‌‌‌ونو په وړاندې وجنګیده او ورزمیده او د خپلې ناپایه او سرښندونکې مبارزې په بهیر کې یې هېواد او خلکو ته د خدمت په لار کې هیڅ ‌‌‌‌‌‌ډول پېغور په خپل تندي پرېنښود.‌ د خواښيو او مباهاتو ځای دی چې پيغور د هغو پر جبین ولګیده چې هم یې اسلام وشرماوه او هم یې آزادي؛ ځکه هغه څوک چې زموږ د ګوند د حاکمیت نه راوروسته قدرت ته ورسیدل، د دین او آزادۍ په خرڅ او پلور کې له ټولو ښه سوده ګر وختل. ‎موږ ماتو ، مرګونو او زندانونو وازمویلو؛ څکوک چې ماتې ، ګرم سنګرونه او مرګونه ازمویلی شي ؛ هغه بریاوو ته هم رسیدلی شي؛ ځکه د تخت او بخت په لار کې زموږ لوبه لا ګرمه ده او بخت مو بیدار دی. ‎ د تروریزم سره د جګړې په بهانه چې هېواد مو د نړیوال امپریالیزم ښامار لاندې کړ؛ او په پایله کې یو ګوت د قدرت او ثروت تږي ‌‌‌‌‌‌ډله د واک پر ګا‌‌‌‌‌‌ډۍ کښېنولی شوه ؛ دا په داسې حال کې چې په دې هېواد کې په لکونه پرمختګ پلوي او عدالت پلوي هېوادپال ، د ښې حکومت والۍ مجرب جریانونه موجود وو. . ‎تروریزم او مذهبي افراطیت لا قوت مومي او ځواک اخلي؛ او یا قوت ورته ورکول کیږي، تر څو په دغه بهانه او پلمه د افغانستان د نیواک بهیر دوام ومومي او هېواد مو چور او تالان شي. ‎یوې مفسدې واکمنې کړۍ ته روانه جګړه په لنګه غوا بدله شوې؛ هغوی د جګړې په دوام کې د خپلې سلطې اوږدول لټوي او پکې خپله حرامه پانګه ټولوي. ‎زموږ ګوند په داسې برخلیک ټاکونکو حالاتو کې سر راوچتوي چې د خلکو سترګې یوازې زموږ لور ته را اوړي، چې کله سره متحد کیږو او کله هغوی د خلکو د وینو د سوده ګرو له چنګال نه آزاد وو.

 ‎د افغانستان د پرمختګ ملي متحد ګوندټولې مترقي کړۍ او عدالت غوښتونکي ګوندونه اتحاد او پيوستون ته رابولي او هغوی ته یې تل خپله غېږه خلاصه ده . ‎راځئ چې خپل سیاسي درایت او سیاسي ځواک او قوت په وحدت او یووالي کې وازمویو ! راځئ چې د هېواد د سترو ګټو په خاطر له خپلو ځاني غرضونو او مفاداتو نه تیر شو ! ‎

تاریخ چې افغان ولس یې جوړوونکی دی ؛ موږ به و نه بخښي چې په داسې غمیزه کې د هغوی تر څنګ او ننګه و نه دریږو او خپل تاریخي رسالت تر سره نه کړو .

زموږ بریاوې او رسالتونه زموږ په یو والي کې نغښي دي . ‎مخ په وړاندې د وحدت پر لور ! ‎

ژوندی د وي زموږ اتل ګوند !

 

بامداد ـ دیدگاه ـ ۱/ ۱۸ـ ۰۵۰۵

یادداشت : دیدگاه های ارایه شده اندیشه و نظر نویسنده را بازتاب می دهـد. دیدگاه های حزب متحد ملی ترقی مردم افغانستان در اسناد و اعلامیه های رسمی آن انعکاس یافته است .

استفاده ازمطالب بامداد با ذکر ماخذ آزاد است.

Copyright ©bamdaad 2018