سیمه او سوله ایز غبرګونونه

 نوروهاب څپاند

په سیمه کې جنګ جګړو او د څرګندو کړیو لاسوهنو ، د خلکو په فرهنګ او ټولنیز ژوند ‌‌‌‌‌‌ډيره بده اغیزه کړي . ‌‌‌‌‌‌ډيري فرهنګپالي او انسان پالي پرګنې یي ، نړیوالو ته په ‌‌‌‌‌‌ډيره زیږه او بدرنګه بڼه ورپيژندلي دي . خو په کابل او اسلام اباد کې د سیمي د یو شمیر جګړي زپلو پرګنو سوله ایزو وروستیو غبرګونونو وښودله چې ، دا جګړه مار او دهغې ملاتړي دي چې ، ان تاریخ لرونکې لوي پرګنې هم په بدل ‌‌‌‌‌‌ډول معرفي کوي . جګړه نه یوازي مادي شتمني له منځه وړي بلکه د ټولني معنوي او فرهنګي ارزښتونه هم نابودوي. خلکو په سیمه کې د جګړي ترخه مزه لیدلي ، له دي کبله خپله بریا اوس په سوله ایزو غبرګونونو او خوځښتونو کې لټوي . هغه پرګني چې په خپلو منځوکې ټولنیز ، سیاسي او فرهنګي اختلافونه لري ، بیلا بیلو بنسټونو کې په فعالیتونو بوخت دي ، جلا جلا مشران لري او په جګړو کې یي ‌‌‌‌‌‌ډيرئ د سر خلک له لاسه ورکړي ، خو بیا هم په سوله ایزه توګه د غوښتنو د یوي واحدي اجندا له پاره تر شنه اسمان لاندي په سړو او ستونزو کې ، ورځې او اونی تیروي ، دا ریښتیا په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کوي چې په سیمه کې د جګړي ، ترهګری ، د هغوي د مخته وړونکو او ملاتړو په وړاندي د سیمي د خلکو کرکه ‌‌‌‌‌‌ډيره زیاته شوي ده . د اسلام اباد او کابل سترو غوندو وښودله چې له دي وروسته په هیڅ بهانه حکومتونه او څرګندي کړی نه شي کولی د زیاتې مودي له پاره یو شمیر پرګنې د جګړي د ‌‌‌‌‌‌ډګر بندیوان پاتې کړي او د هغوي په سینه خپل جنګي افزار او مفرزي د جګړي تودو ‌‌‌‌‌‌ډګرونو ته ورسوي . سوله ایزو غبرګونونو د دي فرصت برابر کړ چې د خلکو بیلابیلي پرګني په خپلو کې د ستونزو په رابرسیره کولو او د هغوي د بیخې له منځه وړلو په اړه یو بل ته غوږ نږدي کړي او سلا مشوري وکړي . نو ځکه له اسلام اباد څخه د پښتنو د ژغورني د جرګي د غړو د خپریدو څخه وروسته په سیمه کې د ترهګری سره د مخالفت او د هغې د پوره له منځه تللو اواز لا زیات اوچت شو . په سیمه کې سوله ایزو غبرګون ښودنو زور اخستی افغانان او د سیمي نوري جګړه زپلي پرګني باید له موقې نه په ګټه اخستنې ، د همدي فعالیتونو په لړ کې نړی ته د خپلي انساني څيري د ورښوولو او د خپلو رنګارنګ دوښمنانو د ورپيژندلو اړوند ، کوټلي ګامونه پورته کړي .

بامداد ـ دیدگاه ـ ۱/ ۱۸ـ ۱۲۰۲

 

 

 

دیدگاه های ارایه شده اندیشه و نظر نویسنده را بازتاب می دهـد. دیدگاه های حزب متحد ملی ترقی مردم افغانستان در اسناد و اعلامیه های رسمی آن انعکاس یافته است .

 

 

 

استفاده از مطالب بامداد با ذکر ماخذ آزاد است.

 

Copyright ©bamdaad 2018