سیمه د بدلون په حال کی

نوروهاب څپاند

لیدل کیږي چی د افغانستان شاوخوا سیمه د سترو بدلونونو سره مخ ده . جګړه د خپل زور وروستی کچی ته ننوزي ، د جګړه مارو کورنی او نړیوالي ټلوالي نوي کیږي ، پاکستان د کنج ته کیدو په لور درومی او د ایران په خصمانه فعالیتونو پاملرنه زیاتیږي . د روانی لوبي په ژييو کی د اقتصادي سیالی څرکونه هم په لګیدو دي . د غفلت له درانده خوبه د سیمي لوي پرګني راویښيږي او د خپلو حقونو د غوښتلو په ترځ کی ، په منطقه کی د هر ‌‌‌‌‌‌ډول افراطيت ، په تیره بیا د طالبي او داعشي ترهګری په وړاندي د خلکو ذهني تیاري پخیږي او په سیمه کی عیني شرایط ، د نړیوال چاپيریال د برابریدو له امله ، د یوه مثبت خوځښت د راټوکیدوو په موخه ، هم آماده کیږي .

څرنګه چی زموږ په هیواد کی نښتی جګړه د سیمي او نړی د سیالی جګړه ده ، له دي کبله افغانانو ته په کار دي چی په افغانستان کی د جګړي د بندیدو او د سرتاسري سولي د بسیا کیدو په امید ، د هیواد د روڼ اندو او د سیمي د روښانفکره کړیو او ځواکونو هڅی ، سره غوټه کړي . که ترهګر په افغانستان او سیمه کی یو له بل سره په همغږی ، ورانکاریو ته ادامه ورکولی شي ، د دوي مخه یوازي د سیمي د روڼ اندو کتلو د مشترکو هڅو ، په هماهنګ کولو کی ، نیول کیدلی شي ! کله چی د ترهګری په وړاندي ملي او نړیواله اراده په یوه لیکه واقع کیږي ، د هیواد د ننه او بهر ترهګري ‌‌‌‌‌‌ډلي او ملاتړي يي ، زموږ په خلکو وطن تنور کوي . د داسی شومي پدیدي یانی ترهګری څخه د خلاصون لاره د هیواد او سیمي د ټولو وطنپالونکو او ترقي غوښتونکو ځوانانو ، بنسټونو او حرکتونو نږدي کیدل دي چی ، د یوي عالي همغږی په رامنځته کولو سره ، د ترهګری ټولي فکري او فزیکي لاري وتړي . ترهګري اوس سیمه ایز او نړیوال خطر جوړ شوی او د هغی له منځه وړل سیمه ایزه او نړیواله مشترکه هڅه غواړي. له دي کبله په هر افغان غږ کیږي چی د سیمي او نړی اوسنیو پرمختیا‌ؤ او بدلونونو ته په غور سره په کتو ، په خپلو کی د ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډمنی همغږی د  رامنځته کولو له لاري له اوسنی تیار شوي ، سیمه ایز او نړیوال چاپيریال څخه په ګټه پورته کووني ، په افغانسنان کی د جګړي د بندولو او د تلپاته سولي د راتلو له پاره زمینه برابره کړي .

بامداد ـ دیدگاه ـ ۱/ ۱۸ـ ۱۱۰۲

 

 

دیدگاه های ارایه شده اندیشه و نظر نویسنده را بازتاب می دهـد. دیدگاه های حزب متحد ملی ترقی مردم افغانستان در اسناد و اعلامیه های رسمی آن انعکاس یافته است .

 

 

 

استفاده از مطالب بامداد با ذکر ماخذ آزاد است.

 

Copyright ©bamdaad 2018