سعودی عربستان دبدلونونو په درشل کی



 نصیراحمد څپاند

سعودی عربستان یو پاچایی دولت دی چی د عرب په ټاپووزمی کی پروت تر ټولو لوی هېواد دی . سعودی عربستان په جنوب کی د یمن ، په جنوب ختیځ کی د عمان ، په ختیځ کی د قطر ، په شمال کی د عراق ، کویت او اردن سره گډې پولې لری . مساحت یی ۲۲۴۰۰۰۰ کیلومتره مربع او پایتخت یی الریاض دی . د سعودی عربستان د مځکې سطحه اواره ده . د سعودی عربستان په جنوب کی لوی دښته پرته ده چی د « رب الخالی » په نوم یادېږی . د هېواد په لویدیځ کی غرونه شته چی د المدیان او الحجاز په نوم یادېږی او په جنوب کی یی د عسیر غر موقعیت لری . په سعودی عربستان کی هیڅ سیند نشته.
په ۱۶ مه پیړۍ کی عربستان د عثمانی حکمرانانو لاس ته ور غلی ؤ . په ۱۸ مه پیړۍ کی یو عالم محمد ابن عبد الوهاب په سعودی عربستان کی یو مذهبی ډله تاسیس کړه . دغه مذهبی ډله په عربستان کی افراطی مذهبی ایدیولوژی ( عقیده)  خپروی چې د الوهابیة په نوم یادیږی . الوهابیة په اوس وخت کی د سعودی عربستان دولتی ایدیولوژی ده . په ۱۹ مه پیړی کی د سعودی کورنۍ د مصر او عثمانی دولت په خلاف جگړه وکړله . په ۱۹۰۴ کال کی سعودی کورنۍ نجد ونیولو . په ۱۹۲۴ کال کی  حجاز، مدینه او مکه د بریتانیا د پوځ له خوا ونیول شول . مگر تر درې کالو وروسته دغه ښارونه خپلواک شول . سعودی عربستان په ۱۹۳۲ کال کی د برتانیا د پوځ تر وتلو وروسته تاسیس شو.( ویکیپېډیا )
د سعودی حکومت د سخت دریځی پالیسی ترڅنګ یو انحصاری شاهی سیستم حکومت جوړکړ چی د یوی کورنې له خوا د حکومت ټولی چاری اداره کیږی او ډیرمحدودیتونه اوبندیزونه یی په وګړو خصوصآ په ښوونځیو باندی لګیدلی وه . په ټولنیزوچاروکی هغوی ته ونډه نه ورکول کېدله ، دا او داسی نور سیاسی محدودیتونه یی ښه مثال کیدلی شی .د سعودی د حکومت د قانون له مخې ښځو د موټر چلولو اجازه نه درلوده . په سعودی عربستان کې ښځې همداراز د قانون له مخې باید اوږدې چپنې واغوندی او د هر قانونی اقدام له پاره یی د نارینه خپلوانو اجازې ته اړتیا درلودله . همدا راز ښځوته په کاری ساحه او د فترونو کې د ګډون حق نه ورکول کیدلو . له همدی امله سعودی عربستان د ټولې نړۍ له تندوانتقادونو اوغبرګونونوسره مخامخ ؤ . ډیرو مدنی او سیاسی فعالانو له ۱۹۹۰مې لسیزې راهیسی د ښځو د موټر چلولو او په دولتی نهادونو کې هغوی ته د کاری فرصتونو او یو شمیرنورو ازادیو د حق ورکولو له پاره مبارزه کوله . بلاخره لاندی اصلاحات او تحولات پیل او تر سره شول .
۱۹۹۹ـ اکتوبر : د لومړی ځل له پاره ۲۰ تنو سعودی ښځو د مشورتی شورا په غونډې کې ګډون وکړ .
۲۰۰۱ـ دسمبر : پاچا فهد د تروریزم د له منځه وړلو غږ وکړ او ویې ویل چې اسلام کې دا پدیده ممنوع ده . حکومت د یو بیساری ګام په ترڅ کې د ښځو له پاره د هویت کارتونه جوړ کړل .
۲۰۰۳ ـ‌ سپتمبر : د ښځو او نارینه ؤ په ګډون د ۳۰۰ نه زیاتو سعودی روڼ آندو د سیاسی اصلاحاتو له پاره یو غوښتنلیک لاسلیک کړ .
۲۰۰۳ـ اکتوبر : پولیسو د ریاض په مرکز کې یوه بیسارې غونډه ماته کړه ، چې د سیاسی اصلاحاتو غوښتنه یې کوله . د ۲۷۰ تنو نه زیات کسان ونیول شول .
۲۰۱۱ ـ سپتمبر : پاچا عبدالله د ښځو له پاره د نورو حقونو اعلان وکړ ، لکه د رایې ورکولو حق ، د ښاروالیو انتخاباتو کې ګډون او د هیواد تر ټولو بانفوذه ادارې ، مشورتی شورا ته ، د ټاکل کېدو حق .
وروسته له دې نه چې یوه ښځه د موټر چلولو په جرم ګناهکاره وموندل شوه د لسو دُرو په وهلو محکومه شوه. دا لومړی ځل و چې د ښځو د موټر چلولو د بندیز څخه د سرغړونې په خاطر یوه قانونی سزا ورکړل شوه . پاچا عبدالله دا سزا بیرته وګرځوله.
۲۰۱۲ـ‌ جون : ولیعهد شهزاده نایف ومړ ، د هغه پرځای آزاد خیاله دفاع وزیر ۷۶ کلن شهزاده سلمان وټاکل شو .
سعودی عربستان ومنله چې ښځینه ورزشکارانې کولای شی د لومړی ځل له پاره د اولمپیک لوبو په سیالیو کې ګډون وکړی ، په داسې حال کې چې اټکل کیده ممکن د سعودی ټوله ورزشی ډله د جنسی توپیر له امله لوبو کې د ګډون څخه محرومه شی .
۲۰۱۳ـ فبروری : پاچا عبدالله ، په مشورتی شورا کې چې پخوا په کې ټول نارینه وه ۳۰ ښځینه غړی شامل او سوګند یی ورکړ ، دا په عامه چارو کې د ښځو د ګډون په لاره کې یو ستر ګام ؤ . دا لومړی ځل و چې ښځې پر سیاسی دولتی څوکیو وټاکل شوې .
۲۰۱۴ـ مارچ : سعودی عربستان یو شمیر اسلامپالې ډلې د تروریستی سازمانونو په نوم یادې کړې او د هغوی تمویل او ملاتړ یې ممنوع کړ . په دې ډلو کې اخوان المسلمین ، د النصره جبهه او په عراق او شام کې اسلامی دولت ډله شامل دی.( بی بی سی)
د سلمان بن عبدالعزیز په نوی فرمان کې راغلی چې د ښځو د موټر چلولو منفی او مثبت اړخ ته په کتو او همداسی د سعودی د لویو علماو د شورا غړو اکثریت رایو ته په کتو دا جوته شوه چې د ښځو د موټر په چلولو کې اصلیت « جواز لرل » دی، کوم څوک چې ددې کار سره مخالفت لری، هغوی د احتمالی منفی اړخونو څخه د مخنیوی په خاطر دا خبره کوی، خو علماء وایی که چیری د ښځې په موټر چلونې کې نور شرعی تضمینونه وشی، نو هیڅ خبره نه ده چې ښځه لایسنس ولری او موټر وچلوی.
د سعودی باچا ملک سلمان بن عبدالعزیز د یوه خاص فرمان له مخې د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی چې له دې وروسته ښځو او نارینه ؤ ته په مساوی ډول د ترافیکی قوانینو مطابق لایسنس ورکړی . د سعودی حکومت د قانون مطابق د ۱۴۳۹/۱۰/۱۰ هجری قمری څخه دغه فرمان عملی کړی .
همدارنګه د سعودی عربستان پلازمینې ریاض ته څیرمه د ساتیرۍ د یوه ښار جوړېدل چې ۳۳۴ کیلومتره مربع پراخوالی به ولری ، دا په نړۍ کې د خپل ډول لومړنی د ساتیرۍ ښار کېدلی شی چې د امریکا د لاس ویګاس له ښاره به لوی وی او تر ۲۰۲۲ کال پورې به یې کار بشپړ شی. د سعودی حکومت ، هڅه کوی د سعودی د اقتصاد تکیه د تیلو پرځای په نورو سرچینو ووېشی .
همدارنګه د سعودی د سپورت د فیدراسیون د مشری په ټوګه د ریما بنت بن سلطان السعودی لمړنی ښځینه ټاکنه همدارنګه د سعودی تلویزیون له لاری د لمړی ځل له پاره د ښځینه ؤ په اواز سندریزو کنسرټونو خپرولو اجازه ورکول هم د لوی بدلون په لور یو سترګام شمیرل کیږی .
د سعودی عربستان د هغه وهابی پاچا څنګ ته کیدل چې جسمانی وضعیَت ئې دومره هم بد نه دی او د محمد بن سلمان له خوا د حکومتی چارو په لاس کی نیول .سعودی عربستان واشنګټن ته د یوه نږدې عنعنوی متحد په سترګه کتل او خپل د اړتیا وړ زیاتره وسلې له متحده ایالاتو او همدارنګه له بریتانیې څخه پیرودل .
دونالد ترمپ د ولسمشر په توګه د خپل لومړنی بهرنې سفرپه ترځ کی ، سعودی عربستان او امریکا د یو میلیارد دالرو په ارزښت د وسلو او تجهیزاتو د خریدارۍ تړونونه لاسلیک کول .
مسکو ته د سعودی عربستان د پاچا سلمان تاریخی سفر دغه دواړه هیوادونه د سوریې د شخړې په څیر مسائلو کې نږدې همکاری ته هڅول ، په لسګونو تړونونو لاسلیک کیدل . د بیلګې په توګه د ریاض له خوا د روسیې څخه د S-400 ډوله هوایی دفاعی سیستم ، د ټانګ ضد سیستم او راکټی وسلې پیرودل . د پوځی روزنې پروګرام ، د تجهیزاتو تخنیک او د تیلو د تولید په برخه کې همکاری کول.
د رویټرز خبری آژانس د روان میلادی کال ۲۰۱۷ په جنوری کې خبر ورکړی ؤ چې د سعودی د باچا ملک سلمان زوی محمد بن سلمان یو لړ اصلاحات په پام کې لری چې د دینی عالمانو د پاریدو سبب ګرځېدلی شی ، اژانس زیاته کړې وه چې محمد بن سلمان د علماوو د قابو کولو له پاره پلان ترتیب کړی دی .
د سعودی پاچا سلمان بن عبدالعزیز د نوی شاهی فرمان له مخې د نبوی احادیثو د څار او تفسیر له پاره د یو داسې کمیسیون د جوړولو امر کړی چې ټول ( ناسم نصوص، افراط، ترهګرۍ او د قتلونو جواز ورکوونکی احادیث ) دغه احادیث چی د سخت دریځۍ او ترهګرۍ له پاره د کارولو له دایری بهر کړی . همدارنګه په زرګونو سخت دریځی امامان او خطیبان یې له دندو ګوښه کړی او د مشهورو علماوو په ګډون یې ګڼ شمېر خطیبان ، واعظان او دعوتګران نیولی دی .
پایله :
پورتنیو بدلونونو ته په کتلو سره ویلی شو چی د سعودی عربستان حکومت غواړی د نړیوال سیاست سره ځان عیارکړی همدارنګه د ستروهیوادونو سره د سترو اقتصادی ګټو تعدل وساتی او همدارنګه د سیمه ایز سیاسی نفو‌ذ د پیداکیدو ترڅنک غواړی چی د نړیوال تروریزم او ترهګرۍ سره په مبارزه کی د نړیوالو سره برخه واخلی او په منطقه کی د ترویزم د پالنی کوم تورچی پر دی هېواد لګیدلی ؤ هغه له ځان څخه لیزی کړی . همدا راز د خپلوسیالو ګاونډیو اسلامی هیودانو سره چی ځینو یی اتومی تکنالوژی اواتومی وسلو ته لاس رسی پیداکړی ده ، د هغوی په مقابل کی د پوځی ځواکمنتیا له پلوه خپل هیواد د هغوی سره یال کړی ، ځینې پوځی ټړونونه د زبرهیوادونو سره لاسلیک کړی چی روسییه او متحده ایالات یی ښه مثال کیدلی شی . همدارنګه د ملی تفریحی سترو پارکونو جوړول او دی ته ورته زیربنای سترو پروژو پیلول ، مانا دا چې دوی غواړی که مبادا د تیلو سرشاره منابعو په ختمیدوشی د نورو سرچینو څخه به د خپل هیواد په اقتصادی کی په لویه کچه ګټه پورته کړی . همدارنګه ځینی مذهبی اصلاحات شاید ورته ستونزمن وی او ورته لوی ستونزی وزیږوی . همدارنګه ښځو ته په ځینو ازادیو ورکولوکی د دوی سیاست او اصلاحات شاید د نړیوالو د ستاینې وړ وګرځی او د هغوی سره د اړیکو په جوړولو او ساتلوکی ښه رول ولوبوی .

سرچینی او ماحذونه :
ـ بی بی سی پښتو وبیپاڼه
ـ المان اونړی ویبپانه
ـ پښتونیوز
ـ نن ټکی اسیا ویبپاڼه
ـ ویکیپیډیا

 بامداد ـ دیدگاه ـ ۱/ ۱۷ـ ۲۶۱۰