دفعال سياست برې او ځواکمن گوند:


دافغانستان داوسني کړکيچن حالت د بري لاره يوازې ديوه رښتني ولسي ملي دموکرات گوند موجوديت پورې تړلی ده.په خواشني چي اوس په افغانستان کې تر ۶۳زيات شمېر ډول ډول سياسي گوندونه کارفعاليت کوي.
خو زيات شمېر گودونه د مذهب ژبې قوم پوریې تړلي پاته شوي هر څه د ملت پر ځای د خپل قوم لپاره غواړي. يوشمېر نور ملي دموکرات گوندونه شته چې د ټول هېواد د ولسونو د ښېرازی او اتل پاته سولی اود يو گډ ملت د جوړونې لپاره مبارزه کوي . دا ډول گوندونه چی د ټول هېواد په کچه سراسري گوندونه دي د ټول ملت استازي پکې شتون لري ،دی ډول گوند ته د ملي دموکرات گوند وايي، دوی په تگلاره کې د هېواد موجوده ستونزی اود ستونزو د حل لاری چاری د جنگ لاملونه اود تل پاته سولې موخې ته درسيدو اساسي لاری، د هيواد پرمختگ، د بيکاری له منځه وړل شته خو ددې ډول ملي دموکراتو گوندونو د پر مختگ په ل
ارو کې خنډونه جوړوي .دا خنډونه دوه لاملونه لري اول کورني لاملونه دا ډول گودونه په تاسف چی په پخوانيو روابطو او ضوابطو پللو اوپخوانيو تيروتنو او مخکنيو مشرانو د لارو پيروي او تعبدي درناوی کول غواړي.خود نن دوخت او زمان غوښتنې چی د هېواد او خلکو موجودې ستونزی دومره بې باوره کړی دي چې دراتلونکی لپاره یی ټول امیدونه له لاسه ورکړیدي.
دنورو کورنیو او باندېنیو عواملوترڅنګ داوسنی وضعیت د رامنځته کېدو دوه اساسی عامل جګړه او په هېواد کې دپراخ سراسری سیاسی ګوند نشتوالی دی.
په اوسنی حاکمیت کې ددموکراسی دپلویانو کمزور تیا او په هیواد کې دداسې پراخ سیاسی ګوند نشتوالی ددې سبب ګرځېدلی دي چې دافغانستان لپاره سیاستونه د هېواد دننه دخلکو دملی ارادې له مخې نه ، بلکه دهېواد نه بهر جوړاوبیا عملی کیږي.
همدا اوس په هیواد کې سياسي ګوندونه شتون لري چې متاسفانه زیاتره یی قومی، ژبنی ،سیمه ییزاو تنظیمی رنګ لري.
خوددې ترڅنګ خوشبختانه ملي ، دموکرات اوترقي غوښتونکي سیاسی ګوندونه هم شته، چې په پشپړه توګه ددوی موخې، مبارزه ، کړنې او تلاشونه دهېواد دننه او دهېواد نه بهر د تایید او ملاتړ وړ دي.
خو دې واقیعت ته هم باید ګوته ونیول شی چې دوی ټول د صادقانه مبارزې سره سره په دې نه دی توانېدلي چې دهېواد په سیاست کې رغنده تاثیر او تعینونکی رول ولوبوي ، دخلکو اراده تمثیل کړي او په عملي ډګرکې دافغانستان په سیاسی معادلو کې ځان ته ځای پیدا کړي اود بالقوې نه په بل الفعل ځواک او قوت بدل شي.
په خواښینۍ سره باید ووایو چې په سیاسی ډګر کې زموږ دګډ نه حضور یوبل دلیل دادی چې موږ په تېرو کلونو کې دتېر وخت د ملامت او سلامت په مدیریت لګیاه وو ،نو ځکه ونتوانېدو چې په لوی ځواک بدل شو، په اوسنی حالت کې خپل موثریت تامین کړو او هم د راتلونکي لپاره د هېواد په سیاست کې غوڅ تاثیر ولرو.
اوس زموږ په هیواد کې دجګړې پای، ددایمی ،عادلانه او تل پاتې سولې تامین او ټینګښت،د هیواد بیا رغونه او اقتصادی پر مختګ،ملی یووالی ،ټولنیز عدالت او ورسره ددمو کراسی د انستیتونو د ټینګښت او په دې توګه د افغانی ټولنې دځانګړتیاوو په پام کې نیولو سره دملی او دموکراتیکې ټولنې را منځ ته کېدل ، هغه ارزښتونه دی چې افغانی منورینو، روڼ اندو او ترقی غوښتونکو په دې لاره کې زیا تې قربانۍ ورکړي دي او ورکوی یی.
دپورتنی وضعیت د بدلون ،اوسنی بحران نه دهېواد درا ایستلو ،اوپه دې توګه د هیواد او خلکو دژغورنې لپاره ، او همدا شان زموږ دټولو ملی مسولیت او تاریخی رسالت ته په پام کې نیولو سره ، دملی،دموکراتو اوتر قی گوند، ځواکمن گوند چې په ملي وطنپالنې اودملي ژمنتېا لرونکي گوند لپاره له هر ډول تيرو کړنو او تيروتنو سره دابد لپاره مخه ښه وکړو، داسی يو سراسري گوند چې د ټول ملت استازي پکې گډون ولري را منځه ته شي، دا کار قرباني، رښتنې مبارزه او تيردنه غواړي، ددایمی ،عادلانه او تل پاتې سولې درامنځ ته کېدو او ټینګښت په خاطرکلکه مبارزه. د افغانستان دملی ګټو، ملی حاکمیت ،�
�ستقلال ،او ځمکنۍ بشپړتیا نه دفاع اودافغانانو دملی یووالی دلا ټینګښت په خاطرنه سټری کیدونکی مبارزه.
دهیواد د بیا رغونې او اقتصاد ی پر مختګ او په خاصه توګه د هغو اقتصادی سکتورونود چټکې پراختیا لپاره کاراو مبارزه ،چې دخلکو لپاره ژر دکار موندلو زمینه برابره وی.په هیواد کې ددموکراسی دانستیتونو د پراختیا ، دقانون حاکمیت، دآزادو ،سری ،مخامخ او دموکراتیکو انتخاباتو دتر سره کولو لپاره مبارزه او په ټولوانتخاباتو کې فعال ګډون.دهرډول جنسی تبعیض او دښځو او ماشومانو پروړاندې خشونت او تاوتریخوالی سره کلکه مبارزه او همدا شان د ټولنې د مدنی ژوند په ټولو برخو کې د ښځو او ځوانانو د فعال ګډون او هغوی ته دټولوحقونو د ورکړې لپاره نه ستړی کیدونکی مبارزه .په هېواد �
�ې دښوونې او روزنې او لوړو زده کړو د متوازن پر مختګ او همداشان دخلکو دروغتیا لپاره دصحی کلینیکونو،روغتیایی مرکزونو او روغتونونو د جوړولو او پراختیا لپاره مبارزه. دموثرو تدبیرونو او اقداماتو په سرته رسولو سره ،افغانستان سره دنړیوالې ټولنې دموثرو کومکونو او بې غرضه مرستو دتر سره کولو او همداشان د هېواد داقتصادې ودې لپاره د موثرې پانګې اچونې دنوی ملي ستراتیژی را منځ ته کول. دنورو ملی ،دموکراتو او ترقی غوښتونکو ګوندنو او سازمانونو، موثرو ملی ټولنو اوشخصیتونو،ملی دینی عالملنو او قومی مشرانو سره دهېواد دملي ګټو د ساتلو ، لویو ملي دندود ترسره کول�
� اود انتخاباتو له لارې د قوی مرکزی دولت درامنځ ته کولو لپاره دایتلافونو او جبهو جوړول.
د راتلونکی سیاسی ګوند کنګرې ته د ورتلو میکانیزم:په يوه دموکرات گوند کې ټول هغه اصول يانې اساسنامی مواد چی پخوا پری پرېکړه شوي عملي شي، د گوند اصول تر پښو لاندې کول او نوي وړانديزونه گوند له ستونزو سره مخ کولای شي بايد ټول گوندي کادرونه د گوند اصول يانې اساس نامه عملي کړي او په را تلونکې کنگره کې داسې کسان وټاکل شي چې وړتېا لياقت او پوهه ولري، دا ډول گوند کولای شي چې د خلکو باور او ملاتړ تر لاسه کړي.
محمداقا کوچی شيرزاد

 

یادداشت بامداد : این مضمون بدون ویرایش ما بدست نشر سپرده شده است.

دیدگاه ـ سیاسی ـ ۱/ ۱۷ـ ۲۶۰۹