د شهيدانو يادونه

محمد اقا کوچی


هر ليکونکې او د نظر خاوند شهيد ته جلا تعريف لري ، وايي چي احمد، قلبي شهيد دی نور شهدان نه دي.
زه وايم شهيد هغه دی چی د وطن ولس دخاوری د تمايت او خپلواکې عدالت او خپلې عقېدی لپاره ځان قربان کړې وي. شهيدانو لست او نمونه تر شمير وتلي دا په دی ما نا چی د هيواد ۵ زره کلن تاريخ اود ددی خاوری فاع اود زبرځواکنو ير غلونه مخنوي په زرگونو افغانو ځلمو ( نارينه او ښځېنو» د شهادت جامونه څښلي اود خپل هيواد لپاريي ځانونه سنگر نيولي خوددی هيواد ولسواکي، خپلواکي ساتلي ، خو نن زموږ په هيواد کې د ښه او بد توپير نه کيږي. اصلي اتلانونوم اخستل گناه شمېرل کيږي . دلته هغه چاته اتل ويل کيږي يا لمانځغونډې ورته نيول کيږي چی همداوس د واک پر لوړې څوکې ناست دي، د اتل ولې معير اود درناوي لپاره بايد اوسنی واکمنه اداره سمه او پر ځای قانوني پرېکړه ونيسي ،بد بختانه زموږ په هېواد کې هغه څوک چی واکمن وي د هغوي کسان بيا اتلان او شهيدان او ښاغلي دي هغه نورو واکمنو چی ماته خوړلی د هغو پلويانو اتلولي او شهيدان بيا تر خاورو لاندی شي، زه تر لږ تبصېری نه مخکې يو څو بېلگې وړاندی کوم.
ايا د ميوند ملاله شهيده نه ده؟
ايا قاسم د کوزکنړ اوسيدونکې چی په گوشته کې شهيد شو هغه شهيد نه دی؟

ايا ناهيد چی د خپل پت لپاره له لوړ منزله ځان را گزار کړ شهيده نه ده؟ ايا د ۱۳۶۷ ل کال جنگ چی د جلال اباد پر ښار د پرديو لخوا وتپل شو په زرگونو نارينه، ښځېنه، اود وطن سرتيرو افسرانو سياسيونو پکې سرونه نظرانه کړل شهيدان نه دي؟ ايا په ځانوژونکو حملو کې وژل شوي عام وگړي شهيدان نه دي ؟ ايا همدا اوس د وطن سربازان او افسران چی د وطن په دفاع کې شهيدان نيږي شهيدان نه د؟ بيله شکه چی همدا کټگوری ټول شهيدان دي . خو افسوس چی دلته يوازی هغه څوک دشهيد تر نامه لاندی امتياز اخلي چی څوک لري.