د ترهګرو په ملاتړو کړۍ تنګيږي  

 

نوروهاب څپاند


د افغانستان اوجنوبي آسيا له پاره د امريکا نوي ستراتيژي او د بريکس د هېوادونو وروستۍ اعلاميه ، هغه نړيوال څرګند دريځ دی چې د ترهګرو د ملاتړو پر خلاف نيول کيږي . د افغانستان خلکو ، سياسي او مدني ټولنو ، حکومت او سيمه ايزو انډيوالانو تل ويل چې ترهګري له پاکستان څخه سرچينه اخلي او د ترهګرو پټنځايونه د پاکستان دننه دي . خو پاکستان به تل له دي بربنډي ريښتيا سترګې پټولي .

اوس چې د پاکستان ليري او نږدې انډيوالان نږدې يوه خوله پاکستان د ترهګرو ملاتړی او مرکز بولي ، د محترم سمسور فيض په خبره ، پاکستان د ميانمار د مسلمانانو د ډله ايزي وژني په پلمه او هغې ته په رسنيو کې د داسې پوښښ ورکولو په واسطه ، چې د پاکستان ترهګريز او کرغيړن مخ پټ کړي ، ناري سوري جوړي کړي دي . موږ چې په هر ځاي او هر وخت د مسلمانانو د ډله ايزي وژنې او د اسلام له سپيڅلي نامه د ناوړه ګټه پورته کوونې ، کلک مخالف يو او دواړه عملونه انساني ضد او اسلامي ضد بولو ، په ټولو افغانانو ، د سيمي او نړۍ په خلکو غږ کوو ، چې پاکستان ته فرصت ورنه کړي چې يو واري بيا د نړيوالو په سترګو کې خاوري واچوي او د خبلو ترهګريزو فعاليتونو څخه د هغوي مخ واړوي . پاکستان ترهګر هېواد دی ، ترهګرو ته مالي ، لوژستيکې اسانتياوي او خوندي پټنځايونه برابروي . دا پاکستان دی چې د خپلي ګټو  له پاره د ميانمار بي دفاع مسلمانان د قربانۍ ګدوري جوړوي .

افغانان او نړيوال بايد په ګډه په ترهګر پاکستان د زور اچونې کړۍ لا نوره هم تنګه کړي . پاکستان ، د افغانستان او نړۍ په نورو هېوادونو کې د تروريستې فعاليتونو د مخته بيولو په تور نړيوال عدالت ته مخ کړي .

بامداد ـ دیدگاه ـ ۴/ ۱۷ـ ۰۷۰۹