سیاسی  فساد او دهغه بیلګی او ناوړه پایلی

داکتر حبیب منگل
سیاسی فساد د شرافت او سیاسی اخلاقو پرته سیاست کول او د سیاست ماکیاولیستی  کیدلو ته وایی . په ماکیاولیستی - سیاست کی هدف وسیله توجیه کوی پدی معنی چی دواک دترلاسه کولو ؛ساتلو اواعمال کولو لپاره دهری وسیلی کارول که غیر شریفانه ؛ ناروا او بده هم وی مجاز شمیرل کیږی  . دقدرت مافیایی کیدل یا دقدرت ترلاسه کولو او ساتلو لپاره د تهدید او تطمیع ؛ دقانون تر پښولاندی کول ؛ په ټاکنو کی درغلی او تخلف ؛ ناروا معاملی او زدوبندونه ؛ سیاسی رشوت ورکول او رواجول اود دولتی امکاناتو او منابعو ؛بانکونو او شرکتونو څخه ګټه اخیستل او واک ترلاسه کول ؛ عوام فریبی اوخلکو ته وعدی ورکول او نه عملی کول ؛ دولت او دولتی اداره دواکدارانو او ددوی  دکورنیو ؛ خپلوانو او طرفدرانو په خدمت کی قرار ورکول او دمالی الیګارشئ او اقتصادی - مالی  مافیایی شبکو په ګټه دقانونونو وضع کول او مافیایی شبکو سره یو ځای دطبعی زیرمو او دولتی ځمکو دغصب کولو لپاره زمینه برابرول او غصب کول او بی شمیره نور غیر قانونی او ناروا وسیلی څخه دواک دترلاسه کولو او ساتلو اوچلولو لپاره کار ا خیستل دسیاسی فساد عمده تر ین مظاهر تشکیلوی
سیاسی فساد او په سیاسی فساد اخته حکومتونو او حمکرانان، هیوادونه او ملتونه دتباهیو لور ته بیایی دموکراسی وژنی او دقانون واکمنی  له منځه وړی ؛ دیوه اقلیت په لاس کس د قدرت او ثروت تمرکز او د مافیا واکمنی را منځته کوی او خلک په اسارت ؛بی عدالتی او ستم محکوم کوی . دټولنی مطلق اکثریت بی  وزلئ ته سوق کوی اودهیوادونو د سیاسی ، اقتصادی ، ټولنیزی او فرهنګی پراختیا او ودی مخه نیسی . دسیاسی فساد اصلی قربانیان ملتونه او هیوادونه دی . خو تاریخ شودلئ چی  په سیاسی فساد اخته او ککړ حکومتونه او واکمنان او سیاست وال هم په پای کی  دولس دکرکی او حساب او ځواب ورکولو او دخپل فساد دتاوان ورکولو سره مخامخ کیږی.

 

 بامداد ـ دیدگاه ـ ۳/ ۱۷ـ ۰۷۰۹