افغانان عدالت غواړی!

 

نور وهاب څپاند

که چې په نورو ویناګانو کې ورته ګوته نیغه شوي وه، د افغانستان خلک په تیرو څه کم څلورو لسیزو کې د اوږدې جګړي د اور په لمبو کې سوځې. هغوي په دې عقیده دي چې د هیواد د اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو اډانو په ویجاړولو کې د نړۍ او سیمې یو شمیر زبرځواکونه او سیالې کښ هیوادونه شامل دي. که څه هم چې زموږ د خلکو عمومې وروسته پاتیوالې، په سیاسي بعد کې ایدیولوژیکو چلندونو او نورو لاملونو خپلې اغیزي ښیندلې، خو د اسلامي پاکستان دوښمنانه او یرغلیزو کړنو د افغانستان په تباهۍ کې تر هر بل لامل زیاته برخه لرلې ده. پاکستان نړۍ ته د افغانستان اړوند ځکه دوکه ورکړه چې بي له دي یي د خپل بي تاریخه او مصنوعي هیواد د پایښت او ودې ممکنې لارې چارې نه شوي لټولی. اوس پاکستان افغانستان اوسیمه په داسې ناسور ټپ اړولې چې د هرې ورځې په تیریدو یي د افغانانو کړاؤ ډیریږي او پاکستان ګټه کوي. زموږ هیوادوال حق لري د خپل هیواد د ویجاړیدو، د ولس د پرله پسې کړیدو او د وژونکې جګړي مجرمین نړیوال عدالت ته راکش کړي. ښایي زیات هیوادونه او سازمانونه په افغان خاوره د جګړي د پیلولو او د سترو بشري جنایتونو په سرته رسولو کې لاس ولري، خو د پاکستان رول په دي اړوند ډیر تبا کوونکی دی. څومره چې انګریزانو د افغانستان خاوره په ټوټو ټوټو ویشلې او هره ټوټه یي په تیرو څو پیړیو کې د خپلو تیرې کوونکو پالیسیو د لابراتوار په توګه کارولې، پاکستان هم په تیره څه کم یوه پیړۍ، په ځانګړې ټوګه وروستیو درې لسیزو کې ورته چلند سرته رسولی دی. پاکستان د خپلو جنرالانو د ارمان پوره کیدو په هېله کابل او ټول افغانستان ورو ورو سوځولی او خپل ځان یي په سیمه ایز ځواک اړولی. د افغانستان واکمنواو اړوندو دولتي ادارو د هیواد د بچ کیدو په موخه، تر دې دمه د پاکستان د محدودیدو عملې او بریالۍ پالیسۍ نه ده لرلې. تاریخ مهم چانسونه د افغانانو په برخه کړل لکه، د هند اوپاکستان د څو جګړو طلایي فرصتونه، په شلمه پیړۍ کې د کابل ـ ډیلې اومسکو د ګډو ګټو د لیکې جوړیدل، په ۲۱ مه پیړۍ کې د کابل ـ ډیلې او واشنګټن ګډې ګټې په یوه لیکه واقع کیدل او تر دې دمه د هغې ادامه او نور، خو د هیواد مشرتابه او په ټوله کې هیوادوالو، د پورته لاسته راغلو مهمو شیبو څخه د افغانستان په ګټه اړینه استفاده ونه کړه. تاریخ شاهد دی تر څو چې د افغانستان د دروازو په وړاندې د پیښور او کوټې مورچې د پنجاب په لاس کې وي، د هیواد د انګړ په دننه کې د افغانانو ډاډه ګرځیدل را ګرځیدل لامهال ښکاري او د نیم تنه هیواد خلک تل بي موراله، محتاجه او د ملي مهمو مسألو په حل کې د اړین مانور کولو څخه محروم بریښې. په همدې تصور پاکستان غواړي په خپل ګاونډ کې یو شل، محدود او تلپاتې کمزوری افغانستان ولري. پاکستان د افغانستان، هند او سیمې په هکله د تیري د ځانګړې ستراتیژۍ د پلې کولو په دایره کې تیرې کوونکی پوځ او د اي اس اي په څیر دوزخې استخبارات جوړ کړي چې په اټومې وسلو سمبال دي. د دې سره جوخت یي په دینې مدرسو کې د ترهګریزو بریدونو په موخه اسلامې بنسټپالې روزلې چې د بیلا بیلو ورانکاریو له پاره یي افغانستان، د سیمې هیوادونو او نوري نړۍ ته لیږي. چیري چې ترهګریز برید کیږي، په یوه یا بله بڼه د پاکستان له نامه سره غوټه خوري. له دې کبله پاکستان او ترهګري یو له بل سره تړلې دي. اوس نړۍ ته هم پته لګیدلې چې پاکستان د اټومې وسلو او تیکنالوژۍ د لرلو او خوندي ساتلو فرهنګ نه لري او د امریکا د پخوانې سفیر حسین حقانې په قول، نور پاکستانې جنرالان د تیر په څیر د ټولو اسلامې اورپکو د کنټرول واک په لاس کې نه لري. د امریکا د متحده ایالاتو د وارخطایئ څخه جوتیږي چې د ډیراوتر او هرې خوا لاس اچونکې پاکستان په واک کې د اټومې او اسلامې بمونو شتون نړۍ او سیمه یو شان ګواښې. حالات دومره ترینګلې شوي چې، که پاکستان د افغانستان او هند د خطر خبري بس کړي اود ترهګرۍ څخه هم لاس واخلې، هغه هیواد په خپله سقوط کوي او که خپلې افغاني ضد او هندي ضد پالیسۍ چلولو ته د تیر په څیر ادامه ورکړي، نړیوال اغیز لرونکې ملاتړي نه شي موندلی. په دې بنسټ افغانانو ته یو ځلې بیا ښه موقه په لاس ورځې چې د ناسمو پالیسیو په ګرداب کې د راګیر شوي پاکستان د لا ګوښه کولو او په نهایت کې نړیوالي محکمې ته د هغه هیواد د راکش کولو له پاره هیوادوال، په تیره بیا روڼ اندي سره لاسونه ورکړي. دا موضوع د خپل خصوصیت له مخې یوه سیاسي حقوقي او مسلکې موضوع ده چې مخته بیول یي پوره اړینه پوهه، هوښیاري او ځیرکتیا غواړي. په سیالیو کې اموخته شوي افغانانو ته په کار ده چې د پاکستان څنډي کولو ته ګړندی هر اړخیز فعالیت او سالمه سیالې وکړي. په برتانیا کې د افغانانو د عدالت غوښتنې مرکز (مدا) چې د ۲۰۱۶ م کال په جولاي کې پرانیستل شوی، غواړي، د پاکستان د منزوي کیدو له پاره د افغان او بهرنیو حقوق پوهانو او کارپوهانو یوه اجماع راوغواړي، د افغانستان اړوند د ټولو مظالمو او تیریو لاسوندونه ومومې چې د پاکستان د پوځ او اي اس اي له خوا شوي او په پاي کې هغه هیواد د جنګې جرمونو د ارتکاب له امله نړیوالي محکمي ته راکش کړي. ټاکل شوي دندی پلي کول یو هر اړخیز مسلکې کار دی چې باید د بهرمیشتو مینه والو افغانانو او د هیواد دننه هغه هیوادوالو له خوا پلی شي چې د یاد شوي کار په حساسیت پوهیږي. لکه چې محترم همایون تاچ ورته په خپله وینا کې ګوته ونیوله، د پاکستان د ګوښه کولو او نړیوالې محکمې ته د هغه د کشولو نوښت په ټولو هغوهیوادوالو اړه نیسې چې له ډیر پخوا یي په دې اړوند د نظریو راکړه ورکړه او مشوره کوله. مدا د خپلو موخو د پلې کولو په هدف په برتانیا کې د افغاني او برتانیایي حقوق پوهانو د یوي کړۍ سره اړیکې ټینګې کړي او د یو شمیر وتلو کارپوهانو سره یي د مشورو د پیلولو تکل کړی چې څنګه د پاکستان د منزوي کیدو او نړیوال عدالت ته د هغه هیواد د وړاندي کولو لارې چارې ولتوي. مدا د افغانستان د حکومت د یو شمیر چارواکو، په تیره بیا د امنیت شورا سره اړیکې نیولې او د هغوي په غوښتنه یي په کابل کې د استازولۍ د یوي کاري او اغیز لرونکې ډلګۍ د معرفۍ کار هم بشپړ کړی. مدا ته اوس روښانه شوي چې تر څو د پاکستان د انزوا او عدالت ته د وړاندي کولو په هکله فکري کار غښتلی نه شي، یو شمیر ساده زړې افغانان د هغه هیواد د ریښتینې څیري په کتلو نه شي بریالي کیدلی. همدا اوس یو شمیر هیوادوال شته چې د پاکستان د تبلیغاتو د اغیزي لاندي د خپل وطن د ورانولو په نه بښونکې عمل لګیا دي. موږ اوس د مدا په چوکاټ کې تصمیم نیولی چې د فکري کار د کرښو د واضح کولو په نیت یو سیمینار راوبولو او له هغو حقوق دانانو او کارپوهانو بلنه وکړو چې د موضوع اړوند علمي بحثونه وکړي او د عملي فعالیت یو ټاکلی چوکاټ ترسیم کاندي. څرنګه چې د پاکستان د انزوا او عدالت ته د کش کیدو کار دمدرحاله د بهرنیانو په مالي امکاناتو شونی نه دی، له دې امله د سیمینار په څنډه کې به د مخته پرتې ملي مهمې دندې د پلې کیدو د مالي اړخ د برابرولو او پیاوړتیا اړوند هم نظر واخستل شي. همدارنګه د سیمینار په بحثونو کې به د موضوع په دې اړخ چې د پاکستان انزوا او ټیله کول یوازي یو سیاسي تبلیغاتي فعالیت نه دی، بلکه هغه یوه ستره سرښیندنه ده خبرې اتري وشي. ځکه له دې سره برسیرن او په بي احتیاطۍ چلند کول، بې ځایه سیالۍ هڅول او له مسلکې پولو وتل د موخې څخه د ځان د لیري کولو په مانا دي. مدا ستاسو سره د خپلو تجربو د شریکولو په برخه کې ځان ژمن بولي او له تاسو هم په درناوي هیله کوي چې د خپلوارزښتناکو تجربو د تبادلې له بهیر سره مو په اړیکه کې ساتئ. که داروپا میشت علاقمند افغاني حقوق دانان، کارپوهان، سیاسي، فرهنګي، ټولنیز او مدني شخصیتونه او د هغوي ټولني په خپلو میشت ځایونو کې یو له بله سره اړیکې ټینګې کړي او د پاکستان د منزوې کولو په اړتیا او اهمیت خبرې اترې وکړي او لاسته راغلې پایلې د یو او بل د خبرتیا په موخه سره شریکې کړي، باور شته چې په دې اړوند د اروپا په کچه د څرګندو اهدافو د تعریف او د هغې د پلې کیدو مشخص میکانیزم ټاکلو ته زمینه برابریږي. دا باید په یاد ولرو چې عدالت ته د پاکستان د مخته کولو دنده د هر افغان په اوږو لویږي او د دې ستري ملي دندي په سرته رسولو کې د بهر میشتو حقوق پوهانو، کارپوهانو او اګا وطنوالو رول او مانور د ډیري پاملرنې وړ دی، ځکه په بهرکې اوسیدونکې افغانان د خوندیتوب د لرلو او اړینو سرچینو ته د لاسرسې له پلوه په نسبې مساعد موقعیت کې قرار لري. له دې امله زموږ ټولو دندي ډیر اهمیت مومې او پیچلې کیږي. د هیوادوالو یو خواخوږی وایي هغه افغان نسل به ویاړمن ژوند ولري چې په ګاونډ کې یي د پاکستان په نامه دولتي سیاسي تشکیلات له منځه تللې وي.

 د جنګې جرمونو د محکمو د اصل له مخې، راځئ چې ژر نړیوالي محکمې ته پاکستان مخامخ کړو، تر څو د هغو وطنوالو روح ښاد شي چې د هغه هېواد د مظالمو او تیریو له امله یي خپل خوږ ژوند او ټوله هستې د لاسه ورکړي او هغه څوک په سزا ورسول شي، چا چې دا جرم تر سره کړی دی. همدارنګه د جنګې جرمونو یوه بریالۍ محکمه کولی شي زړه بګنونکې تیر ته لاره ورکړي چې ارام پریوځې او د هغې پر پایلو یوه سوله ایزه راتلونکې ودانه شي.

بامداد ـ دیدگاه ـ ۳/ ۱۷ـ ۱۱۰۵