فتح الله ګولن او د ترکیی ناکامه کودتا !

حبیب الله فتاح

د ترکیې د مخالف سیاستوال او مذهبي مشر فتح الله ګولن په لاس د جوړ شوي ''خدمت'' خوځښت ملاتړي وايي، دوی د ریښتیني او معاصر اسلام استازیتوب کوي، خو ددغه خوځښت د هدف په تړاو ګڼ څارونکي ځینې پوښتنې لري. د ترکیې حکومت پر ګولن تور لګوي چې د ناکامې کودتا تر شا یې لاس و او همدی یې اصلي طراح و، خو دی دا تورونه ردوي او وايي له کودتا سره هېڅ تړاو نه لريږ

فتح الله ګولن څوک دی؟

ویل کیژی د ترکې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هغه شاوخوا متحدینو په هیواد کې د وروستۍ ناکامې کودتا د ملامتۍ په برخه کې له بیړې کار واخیست او هغه یې د یوه داسې موازي حکومت کار وباله چې د دوی په خبره د ترکیی د رژیم د ړنګیدو هڅه یې کوله.

په ترکې کې د جمعې شپې د پوځي کودتا له ناکامی دو سره سم ترکي چارواکو په دې کار کې فتح اله ګولن په لاس لرلو تورن کړ، خو ګولن سره له دې چې د اردوغان د رژیم سخت مخالف دی، دا تور رد کړ.

ګولن ویلي، د یوه داسې کس په توګه چې په تیرو پنځو لسیزو کې یې د څو پوځي کودتاو ناخوالي زغملي، نو دا یو ډول سپکاوی دی چې په وروستۍ کودتا کې ښکیل وبلل شي.

دی زیاتوي: « زه په کلکه دا ډول تورونه ردوم. »

د هغو کسانو لپاره چې له ترکیی بهر ژوند کوي پوښتنه راپورته کېږي چې فتح اله ګولن څوک دی او ولې اردوغان د کودتا په تنظیمولو تورن کړی دی؟

ګولن له ۱۹۹۹ میلادي کال راهیسې په امریکا کې په جلا وطنۍ کې ژوند کوي.

نوموړی یو وخت د ولسمشر رجب طیب اردوغان نژدې پلوی و او په ۲۰۰۲ کال کې یې د ترکېې د ولسمشر له مذهبي محافظه کار عدالت او پرمختیا ګوند سره مرسته وکړه چې واک ته ورسیږي.

خو د راپورونو پراساس دغه دواړه متحدین د واک د ویش په اړه او د اردوغان د مشرتابه پر ډول له یو بل څخه جلا شوه.

وروسته د ګولن پلویان په ترکیی کې یوه تروریستي ډله وبلل شو.

دغه مذهبي مشر چې په ۱۹۶۰ کلونو کې یې په ازمیر کې شهرت درلود، په ۱۹۹۹ کې له دې کبله په خپله خوښه په امریکا کې جلا وطني غوره کې پر نوموړي د هېواد د سیکولر نظام د ړنګولو تور پورې شو.

که څه هم وروسته د ګولن په غیاب کې دغه تورونه لیرې شوه، خو دی په امریکا کې پاته شو.

دی هلته د اسلامي نړۍ د تر ټولو لوی مذهبي مدني سازمان د مشر په توګه ژوند کوي.

ویل کیږي د خدمت په نوم د ګولن غورځنګ میلیونونه پلویان لري او په ۱۵۰ هیوادونو کې شاوخوا ۱۰۰۰ داسې تعلیمي مرکزونه لري چې له زده کوونکو سره د پوهنتونونو د امادګی په برخه کې مرسته کوي.

د خدمت غورځنګ چې تر ډېره د مذهبي ارزښتونو په پام کې نیولو سره مدني خدمات وړاندې کوي، په عمومي ډول د منځلاري اسلام طرفدار بلل کیږي، خو په عین وخت کې په خپلو تعلیمي مرکزونو کې د زده کوونکو او د بډایو سوداګرو تر منځ د شبکې جوړولو له کبله ځیني حکومتونه دغه غورځنګ ته د یوه ګواښ په توګه ګوري.

دغه تعلیمي مرکزونه د سوداګرو له خوا تمویلیږي او زده کوونکې له ډېرو بې وزلو کورنیو څخه ورته راځي. د دې شبکې غړي وایي، دوی د ګولن د عامه خدماتو د پیغام تر اغیز لاندې په اتحاد سره په ګډه کار کوي.

په منځني اسیا کې چې د پخواني شوروري اتحاد تر ړنګیدو وروسته یې په لومړي سر کې د ګولن د ښوونځیو هرکلی وکړ، خو وروسته دغه ښوونځي د ګولن د غورځنګ له لاسه ووتل ځکه د هغې سیمي حکومتونو ادعا وکړه چې دوی اسلامپالي فعالیتونه هڅوي.

خو د ګولن غورځنګ په هیڅ ځای کې دومره تر فشار لاندې نه و لکه په خپله ترکې کې چې و.

د اردوغان حکومت په ورځني ډول د ګولن پر پلویانو تور لګاوه چې د ترکېې په حکومتي تاسیساتو کې د خپلو موقفونو څخه په استفادې د واک د اخیستلو هڅې کوي.

تیرکال اردوغان وتواندې د حکومتي افرادو په ګمارلو سره په ترکیه  کې د ګولن ښوونځي د هغه له واکه وباسي.

د جولای د پنځلسمې نیټې تر ناکامې کودتا وروسته اوس دا ښکاره ده چې ولسمشر اردوغان به په ترکې کې دننه د ګولن غورځنګ د تخریب هڅې لاډېرې کړي.

د ترکې سرپرست لوی درستیز امیت دُندار د جولای پر شپاړسمه ویلي و چې په پام کې ده د ده په وینا د موازي حکومت غړي له پوځي پستونو لرې کړای شي.

دغه راز د ترکې صدراعظم بن علي یلدیریم د جولای په شپاړسمه ویلي و چې هر هغه هیواد چې فتح اله ګولن ته پناه ځای وي، هغه به د ترکې دوست نه وي.

نوموړي په ښکاره د متحده ایالاتو نوم نه دی اخیستی، خو انقرې وړاندې هیله ښودلې وه چې امریکا باید ګولن له هغه ځایه وباسي.

یلدیریم په غیر مستقیمه توګه پر واشنګټن انتقاد وکړ چې د ګولن په اړه یې د انقرې مخکیني څرګندونې له پامه غورځولي او وایي، دا کار د دې سبب شو چې ترکیه لویه بیه ورکړي.

واشنګټن تراوسه دغو څرګندونو ته ځواب نه دی ویلی.

«خدمت » خوځښت

Image captionد ګولن په مشرۍ « خدمت » خوځښت وايي هدف یې د معاصر ټولنیز اسلام رامنځ ته کول دي، خو حکومت وايي دا بنسټ ترکیه کې د موازي دولت جوړولو هڅه کوي

  • ګولن د « خدمت » په نامه یو بنسټ جوړ کړ، چې د خبري رسنیو، ژورنالیزم او په افریقايي او اسیايي هېوادونو کې د ښوونځیو جوړولو کې فعالیت کوي، دوی د ترکیې ټولنه او واکمنه اداره کې هم خپل نفوذ ډېر کړی دی
  • د ۲۰۱۳ کال له پای ته رسېدو راپدېخوا، د ترکیې حکومت د پوځ د ځینو قومندانانو د توقیف کولو لړۍ پیل کړه، ځینې جګپوړي پولیس او قاضیان یې هم ګوښه کړل او د ګولن اړوند ''خدمت'' بنسټ ځینې ښوونځي یې وتړل
  • حکومت ځینې ترکۍ ورځپاڼې هم وتړلې او مشران او اېډېټران یې د دغه بنسټ د ملاتړ او خواخوږۍ په تور وشړل

د ګولن د ښوونځيو تړل به له پاكستانه پيل شي.

د تركيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاوش اوغلو  د يو رسمي سفر په ترڅ كې د پاكستان پلازمېنې اسلام آباد ته لاړ.

چاووش اوغلو د پاكستان د لومړي وزير نواز شريف د بهرني سياست د سلاكار سرتاج عزيز سره په ليدنه كې د ناكامې كودتا پر مهال د پاكستان د هر اړخيز ملاتړ نه په مننې سره ويل چې پاكستان د تركيې د ملت او دولت دواړو نه پوره ملاتړ كړى دى.

دواړو په مشرانو په خبري غونډه كې ټينګار وكړ چې په هېواد كې د فتح الله ګولن د ښوونځيو د تړلو په موخه د اړوندو تدابيرو په نيولو كار كوي.

سرتاج عزيز څرګنده كړه پخوا يې د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې نه ملاتړ كړ خو د د پټو او ناوړه اعمالو په ليدلو سره يې په هېواد كې د هر ډول فعاليت د مخنيوي په موخه پلانونه لري.

چاووش اوغلو هم وويل چې ``پاكستاني مقامات د موضوع په اړه پوره معلومات لري او د اړوندو تدابيرو د نيولو په برخه كې هم پوره اراده لري.``

پدې هېواد كې د فتح الله ګولن د ښوونځيو د تړل كېدو لپاره دواړه هېوادونه په داسې پلان كار كوي چې د ښوونځيو زده كوونكي او كورنۍ يې زيانمنې نشي.

اوسمهال په پاكستان كې د فتح الله ګولن اړوند ۲۱ ښوونځي او د رومي په نامه يو كلتوري مركز فعاليت لري چې په كې ۱۱ زره او ۵۰۰ كسان زده كړې كوي.

ټاكل شوې ده چې په پاكستان كې د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې د ښوونځيو د تړلو په موخه جوړ شوى پلان به د افغانستان په ګډون د نړۍ په هغو هېوادونو كې هم عملي شي چې دا ښوونځي په كې فعاليت كوي.

د ترکیې گولن کودتا ولې ناکامه شوه؟

لغفور لیوال افغان څیړونکی اولیکوال پوهاند دعبداد ګولن ګوند چې اصلاٌ د (هیزمت ) یاد خدمت جنبش په نوم یادیږی، ویل کیده چې مدرن اوبې آزاره ګوند به وی ،خو هغسې نه وو.

دا ګوند په لومړی سر کې د (عدالت اوپراختیا) حاکم ګوند، یعنې داردوغان دپلویانو سخت  ملاتړی اوپه ټاکنو کې دهغه دبریالیتوب لامل شو.

خو د اردوغان له لوری ددې ګوند دمدرسوتړل کیدل اودې ګوند پورې اړونده نوموتې ورځپاڼې (زمان) چې له دیرشو کلونو را پدیخوا خپریده او نامتو لیکوال (اکرم دومانلی) يې چلوونکی وو، مصادره کیدل اوهم د پولیسو له لیکونه د دې ګوند د سلهاوو پلویانو ګوښه کیدل ، ضمناٌ د اردوغان له خوا د ګولن سترکاتل (اقتصادی سټې ) او د دې غورځنګ د رسنیزو او فرهنګی چارو لغوه کول سخته دښمنۍ رامنّځ ته کړه.

د فتح الله ګولن اورجب طیب اردوغان ترمنځ اختلافات هغه مهال ډاګیز اولابربنډشول چې دګولن غورځنګ   د۲۰۱۳م کال ددسمبر په ۱۷مه داردوغان دفساد ،شوکې اودرغلۍ ستره دوسیه رابرسیره کړه ،اودادوسیه هم دقاضی ذکریا(اوز) لخواچې دګولن دغورځنګ غړی و،څیړل کیده – په دې دوسیه کې خپله اردوغان دهغه دکورنۍ غړی سلمان اصلان ، ددولتی (هالک)بانک رییس ، لوی صراف رضاضراب او۱۲دکابینې غړی شامل وو.

سرکیس نعوم دلبنانی نامتوورځپاڼې (النهار) چلوونکی ولیکل دګولن غورځنګ له خوادفساد ددې لویې دوسیې سپړنه اردوغان ته ډیرسترسرخوږی جوړکړ.

فتح الله ګولن چې اوس ۷۳کلن دی ، دامریکا متحده ایالاتودپنسلوانیا ایالت دښار نه لری په دنچ سیمه کې په آرامه ژوند کوی ، خودهغه لارویان اوګوندیې چې دده په نوم یادیږی دترکیې په پولیسواومذهبییونوکې زښت پلویان لری ، هغه خپل پلویان تشویقوی چې دمسجدونو پرځای مدرسې جوړې کړی ، دپولیسودیوه لوړ پوړی چارواکی په اند (ګولن دترکیې په پولیسواو قضایی سټه کې زښت ډیر پلویان لری)

دترکیې په رسنیز ډگر کې هم برلاسی دی دوکاله وړاندې دترکیې دوه څیړنیزخبریالان چې هغه ته یې څیړنیزراپورونه برابرول زندان ته ولویدل چې یویې احمد شکیب نومیده او کله چې دپولیسوله خوا نیول کیده داسې یې کریغه کړه (هرڅوک چې موږ ته لاس راوړی وبسوځی)

ګولن په خپله یوه ویډیویی وینا کې چې په ۱۹۹۹کي خپره شوه داسې وایی ((تاسې باید په داسې توګه دسیستم په رګونوکې رخنه وکړی چې څوک درباندې پوه نشی ، ترهغې چې ټولواک ته ورسیږی باید صبر ولری ، ترڅودواک په ګدۍ کینی ) خوهغسې ونه شول .

دکودتا دناکامۍ لاملونه :

الف :خلک دکودتاچیانوپرضد واټونوته راووتل .

ب : دکودتا هڅه له ډيره لرې ځای نه وه (تر مستقیمې اونږدې مشرۍ لاندې نه وه)

ج: کودتاه سمه اویوموټی سازمان شوې نه وه.

د : کودتاچیان یواځې د پولیسو په لیکه کې ول او که په پوځ کې هم ول هغه هم ډیر لږ.

ه : اردوغان له مخکې دا اټکل کاوه چې داسې یو څه به پیښیږی

ز : د دوی ډیری فعالیتونه بربنډ ول .

په ترکیه کې د ناکامې کودتا لس ورځې تېرې شوې، حقایق کرار-کرار روښانه کیږي او له توطیو څخه ورځ په ورځ پرده پورته کیږي، داسې ښکاري چې په کودتا کې د فتح الله ګولن تر شا د نړیوالو کړیو او قوتونو ملاتړ موجود وه.

په امریکا باندې په کودتا کې د لاس درلودلو تورونه ډیر قوي دي او نباید د امریکا په هغو څرګندونو باور وشي چې ګویا له کودتا څخه نا خبره وه او په کې ښکېل نه وه. تر دې مخکې امریکا د مصر کودتا په اړه هم دغسې څرګندونې کولې، خو د اتومي انرژي نړیوال اژانس پخواني مدیر او د مصر په کودتا کې د سیسي باوري کس (ډاکټر محمد البرادعي) پخپله ویلي وه چې د محمد مرسي پر خلاف کودتا یې له امریکایانو سره په هماهنګۍ ترسره کړې وه.

په ترکیه کې نیول شوو پوځي جنرالانو اعتراف کړی چې د «انجرلیک» په پوځي اډه کې د امریکايي افسرانو په حضور کې کودتا رهنمايي کیده.

په انقره کې د امریکايي سفارت اعلامیه ډیره بوږنوونکې وه، خپلو اتباعو ته یې د احتیاطي سپارښتنو ترڅنګ وضعیت داسې ښودلې وه چې ګویا د ترکیې پوځ پاڅون کړی، خو کله چې کودتا ناکامه شوه لهجې يې تغیر وکړ او د ترکي حکومت په ملاتړ یې رسمي اعلامیې خپرې کړې.

پورتني حقایق او همدارنګه په امریکايي او اروپايي رسنیو کې د ترکيې حکومت په خلاف پروپاګند دا احتمال قوي کوي چې د کودتا لپاره مخکې له مخکې زمینه سازي روانه وه.

سربېره پر دې، د امریکايي سیاستوالو هغه څرګندونې د پام وړ دي چې له کودتا وړاندې یې کولې، فارین پالیسي مجلې د (د “اردوګان” په څېر ستونزه څرنګه حل کړو؟) تر سرلیک لاندې د امریکا پخواني مرستیال ولسمشر «ډیک چیني» د ملي امنیت مشاور «جان هنا» لیکنه خپره کړې وه، نوموړي ویلي وه چې اردوګان د ترکیې، منځني ختیځ، اروپايي اتحادیې او امریکا لپاره ګواښ دی.

امریکايي اکاډمیک شخصیت او د پوځي چارو کارپوه «میشل روبین» تر کودتا څو اونۍ مخکې په یوې لیکنه کې ویلي وه چې حالاتو ته په کتلو داسې معلومیږي چې که په ترکیه کې کودتا رامینځته شي، ښايي امریکا یې مخالفت ونه کړي.

نه غواړم چې په کودتا کې د امریکا د لاسلرنې په اړه د کارپوهانو او څیړونکو له خولې د دلایلو لړۍ وغځوم، د دې لیکنې مقصد له امریکا سره د فتح الله ګولن اړیکي دي او دا چې ولې د امریکا له ملاتړ څخه برخمن دی؟

عجیبه دا ده چې د ګولن په مشرۍ د «خدمت» ګوند اړوند موسسې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په ۱۴۰ هیوادونو کې فعالې دي، نوموړی ګوند زیات شمېر رسنیزې، کلتوري او سوداګریزې موسسې لري، د مثال په توګه تر ۱۵۰۰ زیات تعلیمي مراکز او شاوخوا ۱۵ پوهنتونونه لري.

د تعجب لامل دا دی چې دغه فعالیتونه ۴۰ کاله مخکې پیل شوي دي، یعنې هغه مهال چې ترکیې د سیکولر حکومت تر جبر لاندې ژوند کاوه، خو له دې سره- سره فتح الله ګولن په ترکیه کې د سیکولر مشرانو له ستاینې او توصیف څخه برخمن وه، دا په داسې حال کې وه چې له بل هیڅ اسلامي وزمه خوځښت سره یې دغه ډول چلند نه کاوه.

امریکا چې نوموړي ته یې په خپله خاوره کې ځای ورکړی، هلته ګولن د سیاسي او علمي کړیو په مینځ کې د ډیر ارزښت خاوند دی، په امریکا او نورو هیوادونو کې د پوهنتون د استاذۍ مختلفې رتبې د هغه په نامه نومول شوي دي، او د هغه د اصلاحي افکارو او نظریاتو د څیړنې په موخه ګڼ کنفرانسونه دایریږي.

د امریکا پخوانی ولسمشر «بل کلنټن»، د بهرنیو چارو دوه پخواني وزیران «جیمز بکیر، مادلین اولبرایټ» د هغو امریکايي سیاستوالو له ډلې څخه دي چې د ګولن ستاینه یې کړې ده.

فتح الله ګولن د ځانګړې صوفي نظریې څښتن دی، دا هغه اسلامي نظریه ده چې امریکا یې په اسلامي نړۍ باندې د تپلو په لټه کې ده، ځکه چې د ادیانو ترمینځ نږدېکت او د عقائدو ترمینځ توپیر ختمولو ته لار هواروي، له سیاست څخه جلاوالی خوښوي او ټول ترکیز یې په روحاني اړخ وي.

د سپتمبر ۱۱مې پیښو وروسته دغې نظریې ته د امریکا توجه زیاته شوه، امریکا غواړي چې دا نظریه، په اصطلاح د «بنسټ پالې» اسلامي نظریې په خلاف راپورته کړي، ګولن د دغې نظریې یو له مخکښو کسانو څخه دی.

د «معتدلو اسلامي شبکو جوړول» تر سرلیک لاندې د «رانډ» په نامه څیړنیزې موسسې یو راپور نشر کړی، د نوموړي موسسې په راپورونو باندې د امریکا پالیسي جوړوونکي ډیر اعتماد کوي، په یاد راپور کې فتح الله ګولن «راتلونکی ملګری» بلل شوی او د امریکا لپاره د نوموړي د اهمیت وجه بربنډه شوې. په راپور کې راغلي:

«ترکي دیني مشر فتح الله ګولن د معتدل او نوي صوفي اسلام لپاره کار کوي، نوموړی په دولت کې د اسلامي قانون د پلي کولو مخالف دی، د هغه په ګومان د اسلامي اوامرو لویه برخه د افراو په شخصي ژوندانه پورې اړه لري او ډیر لږ احکام یې له واک او دولت سره تړلي دي، هغه په دې باور دی چې د دولت لپاره نه ښايي چې اسلامي شریعت تطبیق کړي، ځکه چې دین یوه شخصي موضوع ده او د یوې مشخصې عقیدې غوښتنې باید په ټولو خلکو باندې تحمیل نه کړل شي».

بناء د اسلام هغه ماډل چې امریکا ورته لیواله ده ټولې ځانګړنې په ګولن کې پیدا کیږي، دا ماډل د هغې نظر څخه په فاصله کې دی چې اسلام ته د (دین او سیاست) په توګه قایل دی، په دې نوي ماډل اسلام کې دین ته د شخصي موضوع په سترګه کتل کیږي، او دا هغه څه دي چې کټ مټ یې سیکولران غوښتنه کوي. نو ویلی شو چې د ګولن مفکوره د امریکا له مزاج سره غاړه غړۍ ده او له سیکولر تګلارې سره هیڅ ټکر نه لري، ښايي همدا لامل وي چې په اکثرو هیوادونو کې د نوموړي د ګوند فعالیتونه په ډیرې اسانۍ لار موندلی شي.

امریکا درک کړې چې د عدالت او پراختیا ګوند ترکیه یو ځل بیا د اسلامي امت غېږې ته وروګرځوله، او دغه ګوند د واقعیتونو په نظر کې نیولو سره په تدریجي ډول د ترکیې د اسلامي کولو تګلاره پر مخ بیايي، او دا هغه څه دي چې د امریکا له ګټو سره اړخ نه لګوي، نو ځکه طبیعي خبره ده چې امریکا د اردوګان او ګوند د راپرځولو لپاره د کودتا مرسته وکړي، د دې کار لپاره امریکا د فتح الله ګولن تنظیم ته د لاس غځولو پرته بله لار نه درلوده، کوم چې د ترکیې د ټولو دولتي ادارو په رګ- رګ کې ځای نیولی دی.

پاتې شوه دا خبره چې امریکا به په اغلب ګومان ترکیې ته ګولن ونه سپاري، که څه هم ترکیه په امریکا باندې د فشار ډیر چانسونه په لاس کې لري خو امریکا به دا کار ونه کړي، ځکه چې په دغسې یوه عمل سره به په امریکا باندې خپل ایجنټان باور او اعتماد بایلي، خو امکان لري چې بل داسې هیواد ته یې ولیږي چې له ترکیې سره د مطلوبو کسانو د تبادلې معاهده نه لري، زما په نظر ممکن دغه هیواد مصر وي، د ترکیې حکومت د مصر له اوسني واکمن نظام سره مخالفت لري.

دا په داسې حال کې ده چې د سیسي رژیم طرفدارو رسنیو په دې وروستیو کې ګولن ته د پناه ورکولو کمپاین شروع کړی ترڅو نوموړي ته په مصر کې ځای ورکړي او د ترکانو په ضد ترې د فشار آلې په توګه کار واخلي، شونې ده چې امریکا او مصر په دې اړه یو تفاهم ته رسیدلي وي، او د سیسي طرفداره میډیا به ورته له اوسه ذهن سازي کوي.

په افغانستان کی د فتح الله ګولن لخوا جوړشوي څلور مکاتبونه او ګڼ شمیر خیره موسسات هم شته چی په کابل،مزارشریف،هرات،ننګرهار کی موقعیت لري
چی د افغانی زده کوونکو نه له داخلیدو نه نیولی تر سمستریز فیس ټول په ډالرو اخلي او د افغانستان نور تعلیمی سکتور ورته هیڅ هم نښکاري

 فتح الله د "ګولن تحریک" یا خدمت غورځنګ مشري هم کړې او د دواطلب تبعید مخکې یي د اردوغان، یوشمیر وزیرانو او مشهوره سیاسیونو د اداري فسادضد دوسیې پرانستلې چې نظام ګوښه کړيو خو د اردوغان د حکومت لخوا ناکامه او غورځنګ یي د ترهګرې ډلې په نوم ثبت او فعالیت بند شو. د ګولن غورځنګ په شاوخوا ۸۰ هیوادونو کې د مذهبي کثرتګرایۍ پلویان لري.

سرچینې : له نړیوالواو ترکیی منابعو څړنیخ او حبری خپرونی

 بامداد ـ دیدگاه ـ ۲ /۱۶ ـ ۰۴۰۸