بیا کډ ی باریـږی

 

 

 

د زبیر شیرزاد لیکنه

  زمونرپه ګران او زیبا وطن کی د کډی کولو په معنا ټول پوهیږی.ما هم د بی وزلوکورنیود کډوباریدل اوبیا دکابل جان په لور تلل په خپلو سترګو لیدلی او دا لا څه چه د کډو په بارولو کی می مرسته هم ورسره کړی. تا سو لوستونکی هم زما په شان دکډو با ریدو ژوندی شاهدان یا ستی. پخوا به د بـی وزلو او خوا را نو کډی دیوی سیمی نه بلی سیمی ته دښکاره اړتیا په بنا، دخواری او غریبی لپاره باریدلی. دا کډی او کډوال بیا په خوارانو او بی وزلوپوری اړه درلوده. کله چه به په ګرمو سیمو کی دخوا ری او غـریبی وخت تیر شو. بیا خواریکښان سړوسیموته او په خا صه توګه ښکلی کابل ته  به دخواری او غریبی لپاره کډه شول. څوګ به په لاری موټرو کی او څوګ به بیا په خپلو پښو دکابل په لوری وخوځیدل. تر څو خپلو بچیانو ته دچای سره یوه مړی وچه ډوډی اوکه بخت ورسره یاری کړی وای، ځان او بچو ته دژمی کالی پید ا کړی. هغو خوارانو هیڅکله دبوری غم نه کاوه. په تریخ چای یی همیشه شکر ویستلی او پانګه یی هیڅ  وخت په سر کی نه ګرزیده، د " بـخور نه مـیر"  ژوند یی درلود اوقناعت یی پری کاوه ، هغه خوارکیان فقط دوچی ډوډی په لټه کی وو. کله به چه کابل ته ورسیدل، خیمی به یی ووهلی او ځای په ځای به چه شول ، نوبیا به یی په خواری ، لو او لور، خټو، خښتو او نورو شاقه کارونو شروع  وکړه. نیکبخته کډوال به هغه څوک وه چه کار به ورته ژر پیدا شوچه خالی لاس بی له ډوډی کورته لاړ نه شی او کوچنی او نا زولی ماشومان یی وږی ویده نه شی.

د یو مظلوم مزدورکارلپاره دکارموندل هغه هم چه دڅو سوه کیلو مترونه لری به کابل جان ته را غلی وه د خدای لوی نعمت او مهربانی ښکاریده. کله به چه له کاره خلاص شو خولی به یی لا وچی نه وی ، دملا ، اوږو، لاسو او پښو درد به یی هیر شو ناشکره نه وه خو په همدی شاقه کارونو به یی دخدای شکر پر ځای کړ. او یوه یا څو ډوډی به یی بیا وا خستلی او څو وا ری به یی له خوشحالی مخ او شا ورته ښکل کړل او بیا به د خپلی زړی او سوری، سوری خیمی په لوریا په ښاری موټرکی او یا به هم په خپلو ستړو اوستومانه پښو روان شو. او کله به چه خپلی زړی او سوری خیمګی ته به ورسید، په داسی حال کی چه باید لږه دمه یی کړی وای، د زمانی، بچو او میرمنی له شرمه به یی ځان ستړی نه ښوده او په ډیره خندا به یی هغه د ځان سره راوړی وچه ډوډی به یی د کچالو پیاوی او دکابل دکاریزو سـړو اوبو سره، د خپلو بچو او میر منی سره دا سی خوړله او دومره مزه یی ورکوله کوم چه د زړی اوسوری خیمی خواته د بنګلی خاوند مرغ پلو خوری. او کله به چه د میزان میاشت شوه اود کابل جان هوا به سړه شوه او کار اوبار به ختم شو د د وی خیمی به هم را ښکته شوی، ټولی به شوی وبه تړل شوی بیا به دخپلو خټینو کورواو کلو په لور چیرته چه د غو خوارانو خاپوړی په کی کړی وی په خوشحاله زړه په هغه راغلی لار بیرته روان شول. تر څو چه خپل دهـنشین او کلیوال دوستان پس له څو میاشتو مسافری ووینی او یو دبل له احواله خبرشی او هغوته هغه سوغات چه په ډیر زحمت یی په کابل کی ددوی دپاره تر لاسه کړی وه ورته یی دسوغات په توګه ورکړی . او هغو به هم په ډیره مهربانی او خوشحالی کورودانی ورته ویل او سوغات به یی تری اخستل. او دکابل کسبګرو به هم ددو په شان د کار دپاره په ژمی کی ګرمو سیموته ددغه کډوالو سیمو ته تلل.خواوس  نه هغه کډوال شته او نه هم هغه زړی او سوری، سوری خیمی .دوی له ویری نشی کولای کابل ته راشی اویا له کابله  دیخنی له ویری ګرمو سیمو ته لاړشی، او په خیمو کی په ارامه توګه ژوند وکړی .او له بلی خوا عجیبه لا دا چه هغه د خیمو ځایونه ټول دزورورو له خوا چور او غارت شوی او نوم یی پـری ما شا الله غنیمت ایښی. او ورته په ډیره بی حیایی په رڼا ورځ دخدای داد وایی .اوس په دا دوه لسیزو کی دهغو بی وزلو کډوالو په ځای دشمال او جنوب نه چه دکډو کولو موسم هم نه وه په فولادی کانتینرونو کی د ځمکی او هوا له لاری ظالم ، جابراو مغرور کډوال دځان سره د لوراو بیل په ځای بیا د بم، توپ ، ټانګ، ب ۵۲ طیارو ، راکټ او بی پیلوټو الوتکو او غیر انسانی تکبر سره راغلل، او بی له پوښتنی هر ځای کی میشت شول، دا لا څه چه هم یی خدای هیر کړ او هم یی دافغانستان ویاړلی او سرلوړی ولس او ددی قهرمان ولس کارنامی او ویاړلی تاریخ ، چه عقل بیا ددوی بی عقلی ، بی خبری او ناوړو کارنامو ته کار نه کوی، دوی د خندا په ځای او د زړو خیمو په ځای یی دی سرلوړی ولس ته غم ، درد، ژړا او وژنه راوړه او یو تعداد نا ولو بیا دغه نا بللو او ظالمو ته ښه راغلاست وویل، دغو کډوا لو هره ولیشت خاوره زمونږد مظلوم ولس بمبارد کړه او خپلی ټولی سلاح ګانی یی د افغان ولس په کور او کلو کی دننه ازمایش کړه، خو څه ورته په لاس ورنغله او ددغو ظالمانو دلاسه اوس هغه دزړو خیمو خواران  کابل ته نه راځی چه خپلو کلیوالوته سوغات ویسی. وطن لکه سورتنورشوی. چاچه ګیره درلوده دطالب او القاعدی په نوم یی ونیول ګوانتاناموته یی ولیږل، ویی وژل، ویی وهل، په سبیانو یی وډا رول ، په سپیانوو یی وخوړل، په مړویی میتیازی وکړی، او په دی سرلوړی ولس باندی یی هیڅ رحم ونه کړ. او پوره ۱۲ کاله یی درښتیا په ځای د روغ وویل، د صداقت ، ایمانداری، خدمت او وطندوستی په ځای یی ز مونږ کورو، کلوو او ښارونو، دفترونو، څارنوالی ، قضا ، مشرانو او ولسی جرګی او ارګ ته یی په لوی لاس قصدآ فساد ، رشوت ، چور ، چپاول ، غارت، بی ایمانی ، دوکی او وطنفروشی کلتور ددوست په لباس کی دځان سره سوغات راوړ او په ټولو یی وویشه ، نادار یی نادارتر او ما فیایی ډلی وزیږولی او دملیاردونو ډالرو خاوندان یی کړه ، په هر ځای کی یی مخفی او علنی زندانونه جوړ کړه داسی کور او کلی نشته چه دا ظالمانو نه وی بمبارد کړی د هیچا یی وانه وریدل، د هیچا ژړایی وانه وریدله،د هیچا شلیدلی ګریوان یی په نظر کی ونه نیو. دوی د خپلو خاینانه ګټو دپاره هر نوعه موانع یی په ډیره بیرحمی په غیر انسانی توګه دبر چی او سلاح په زور له منځه ویوړلی دا لوی ظالم ښامار کډوال دلته دردونکی حوادث وزیږول او لوی یی کړل ، دلته یی کورونه وران اونابود کړه منم یی، دلته یی دبیګناه لاسونه وتړل منم یی، دلته یی دافغان سترګی ورته کلکی وتړلی منم یی ، دلته یی دسته جمعی ووژل منم یی، دلته یی اخرنی سلاح استعمال کړی او دودیی اسمان ته وخت منم یی، دلته یی په نیمه شپه کی د کورو دړی په لعنتی لغتو ووهلی منم یی ، دلته یی نغری او تنور وران کړ منم یی، دلته یی د افغان کلتور او فرهنګ ته پوره سپکاوی وکړ منم یی، څه یی چه له لاسه وشوه که تیری وه ، که تجاوز، که ظلم وه او که غارت منم یی، ټول پری پوهیږی هیڅ دریغ یی ونه کړ منم یی ، خو ټول جهان او ددی خاوری او ددغه ولس دوستان او دښمنان دی پوه شی چه دا نا بللو یو څه یی ونشو کولای چه ددغه سرلوړی ولس نه یی سر ټیټ کړای شوو اونه یی هم غاړه، ملا یی ورته ماته کړه منم یی، سرونه یی پریک کړه منم یی، وطن یی وران شو منم یی، پښی او لاسونه یی مات شوه شل او شوټ یی کړل منم،  خو دی باتور ولس که یی توپک نه درلود د وطن پریمانه تیـږو ته یی لاس کړ او په دی کبرجن او مغرور کډوال یی ګذار وکړ، که یی هیڅ په توان کی نه وه ددغه کبرجن په کډو یی د خپلی خولۍ پریمانه لاړی توی کړی او افغانی نفرت یی ورته وښود، دغه  ظالم او مغرور کډوال اوس پوه شو ګرچه ناوخته ده، اوککرویی اوس کار وکړ ګرچه نا وخته ده، چه ولی دلته دا د بیګانه ستیزو کور او کلو ته را کډه شوه او دخوارانو دخیمو ځای یی نیولی، دوی د مکناټن تیښته دوی د ګروموف خبره اوبیرته کتل هیر کړی وه، اوس یی دانفورد را لیږلی چه خپلی کډی بیرته بار کړی او دپنجاب دګرمو اوبو له لاری خپل فولادی کانتینرونه چه راتګ کی یی زمونږ دسرلوړی او میړنی ولس وژولوته په کی بم او راکیټ ، فساد او چور را وړی وه  کوم چه دا ولس یی پری ووژل او دا ولس ته یی ناوړی د فساد کلتور په برخه کړ، او ددی وطن هره ونه، کاڼی، دشتی ، سیند او غر یی پری زخمی کړ ؟ زمونږ خوارو کډوالو به له کابله خپلو کلیوالو ته دپغمان او میدان خوږی مڼی او دچهاردهی خوندور رومی ، کچالواو پیاز او د کوهدامن ډول و ډول انګور سوغات وړل، چه کابل وریاد شی خو دی جابر او مغرورکډوالو بیا دهلمنده نه اورانیوم او دهلمند او قندهاره نه یی بیا پریمانه هیروین په فولادی کانتینرو کی بار کړی دی، چه په هیروینو خپل کلیوال او په اورانیمو د افغان ولس په شان نور بی وزله ولسونه ووژنی او کور او کلی یی وران کړی ، ای دجهان ولسه، ای افغان ولسه خبر اوسی یوځل بیا کډی باریږی ، زیری زیری ګرانه ولسه نن دتا له کوره بیا یو ظالم او مغرور کډوال په منډواوتښتی دی. ددوی د کډو باریدل او کډی کیدل هم یو ځل بیا په خپل ویاړلی تاریخ کی په زرینو کر ښو ولیکه او جهان ته ووایه او پری غږ کړه چه دا ولس رښتینی میلمه پاله ولس ده او ټول دی پوه شی چه دا خاوره او دا ولس تجاوز نه منی او یرغلګرکډوالو ته اجازه نه ورکوی چه دلته پاته شی او ځان ته جونګړه جوړه کړی دلته لړمان او ماران هم شته ګوری وبه مو چیچی ، هو دلته سر کش ولس بچیان ویده نه دی دلته ټول په کمین کی ناست دی ، دلته دقلم رنګ لا خلاص نه دی لیکوالان په خپلو لیکنوکی دتاسو یرغلګر کډوال کړنی افشا به کړی. اخوندانو او پنجابیانو ګوری با خبر اوسی چه تاسو دلته دکډو کولو هیله ونه کړی چه پښیمانه به شی دلته زمریان اوسی.او که ددی ځای دراتلو خیال لری خدای مو راوله خو دتیښتی لار بیا نه لری.دلته چنګیز ، هلاکو ، سکندر ، انګریز او روس هم راغلل کوم چه لوی ظالم ښامارامریکا راغلی دوی ټولو شاته کتلی او دبل ځل دراتګ نه یی ډډه کړی دلته چه څوګ راغلی نور بیا نه راځی،دوی چه دافغان ولس د توری شرنګ په خوب کی واوری بیا له ویری تر سهاره ورته خوب نه ورځی. ګوری دلته نور مه راځی پریږده چه دزړی او سوری، سوری خیمی خاوندان بیرته کابل ته راکډه شی او بیا د یوه مړی ډوډی او د ترخه چای خاوندان شی.