دلغمان او ننګرهار په لور سفر او دکابل پریمانی واوری

 ( دریمه برخه )

 

د زبیر شیرزاد لیکنه

                          
دهمیشه بهار ننګرهار په لور . کله چه سرخکانو ته ورسیدو دعزیزی هوتګ دتیلو تانګ ته لاړو موټروان  دموټر تانکی د پطرولو نه ډکه کړه او ما بیا زمونږ د کلی وطندوست  ملا صاحب ته همیشنی تحفه ورکړه . هو ما بیا د سمسور لغمان په لور یو ځل بیا وکتل خپل پلارنی کلی ، ماشومتوب ، نیمه ځوانی ، ځوانی ، ابتداییه مکتب ، روشان لیسه او دقرغیو لیسه رایاده شوه، دژوند مشکلات او په هغو غلبه رایاده شوه ، اولینه مینه ، ګودر، مازدیګر، منګی ،دیره، حجره ، ژړا او په ژړا کی خندا رایاده شوه ، او کله کله په خندا کی ژړا هم رایاده شوه، په اول نمر ه ګی دعوی جار او جنجال را یاد شو چه ابوبکر، عمر او محمد عمر سره مو در لودی د هر استاد عادلانه قضاوت رایاد شو استاد محمد امین خان  دالجبر او فزیک مضمون رایاد شو، مرحوم ملګری استاد لطیف خان او دجغرافی مضمون را یادشو د کیمیا مضمون اوعادل استاد نقیب الله خان را یادشو چه دپوهی خوا یی ونیوله او واسطه یی رد کړه، د قر غیو په ولسوالی او دلغمان په مرکز کی دشپو شپو تر نظارت لاندی نیول دیارانو سره رایاد شو  ،خو کله چه اختر به تیر شو د  خوشی کیدو لحظی هم رایادی شوی ، عدالت او بی عدالتی رایادی شوی. د هغه لغمان په لور می کتل  او رایاد شوچه هره ولیشت خاوره کی که دهغی خوا یعنی مقابل لوری او که ددی خوا یعنی دحکومت په طرف دوطن دابادی دعوه لرله ددواړو له خواوو پریمانی وینی تویی شوی ، میرمنی کونډی شوی. میندی بوری شوی، زوی یتیم شوی، دورور ملا ماته شوی، پلار په زړه سوری او په سترګو وړوند شوی، دخور زړه چاودلی، په همدی فکر کی وم چه شهید عبدالمقیم د محمد انور( مزی ) کا کا د یو زړور زوی او مهربان ملګری شهادت راته یو خوا اود دغه شهید  توره لونګی ، دهغه ځوانی ، دهغه کاکه ګی ، دهغه انډیوالی او په خاصه توګه دمحمد داود کرنزی سره د پلچرخی په محبس کی او دهغه مهربان مقیم جان مهربانی د ملګرو سره یو، یو ، دبلی خوا رایاده شوه ، شهید مقیم  په قوم صافی دلغمان ولایت دعمرزیو دکلی  وه او دهغه کلی وه  چیرته چه شهید ځیګر صافی د ننګ ورور په کی زیږیدلی وه  او بیا هلته مقیم دا زړور انسان شهید شو، چیرته چه شهید فرید ( شیر ) طاهر زیږیدلی وه چه دا کلی بیا دعلی خیلو کلی نومیږی. د عمرزیو زلمو بیا د ډیوی په مکتب کی زده کړه کړی. ډیوه بیا دعلم ، پوهی او سیاست ځانګو وه . ډیوه بیا زړه ته د  ډیر را نژدی ، نه هیریدونکی  اود عیار مبارزملګری خبیر کاکړ کلی دی دخبیر مرګ تر شهادته کم نه وه مرحوم خبیر د ډیرو انسانی  امیدونو او هیلوسره ومړ. باور وکړی  چه نه می زړه او نه می هم سترګو اجازه راکوله چه له لغمان نه مخ  واړوم ، په سوچو او خیالاتو کی دزخمی لغمان او مظلوم ولی سر لوړی ولس  کی ډوب وم ، د کابل سیند بلی غاړی ته می کتلی چه شهید ظابط عصمت می را یاد شو چه د چارباغه به په څه مشکلاتو دمخفی مبارزی ددساتیرو دتبادلی دپاره به د کندی کلی ته په قوی عزم او ایمان راته، چه ناڅابه راباندی غږ وشو. او ملګری راوش وویل . لکه چه بیا لغمان ته ځی را ځه چه نا وخته شوه مونږ جلال اباد ته ځوو. او ملګری مو جلال اباد کی انتظار کوی، موټر ته داخل شوم او موټر بیا دننګرهار د مرکز په لور دجلال اباد ښکلی ښار ته، دنارنج ګل ښکلی ښارپه لورحرکت وکړ ، لار کی مو د وطن د لوی عالم، ادیب ، شاعر، لیکوال، سیاست پوه، په خلکو او وطن مین ارواښاد مر حوم الفت صاحب دزیږندی، ما شومتوب ، زده کړی او خاوروته دسپارلو کلی چه دسرک ښی او چپ خوا کی پروت دی مخی ته راغی دا کلی کهڅ نومیږی او د ارواښاد الفت صاحب قبر هم همد لته دسرک ښی خوا کی قراردرلود او د دهغه مقبره بیا ښه جوړه شوی وه. ژوندی دی هغه ولسونه وی چه د خپلو  خدمتګارانو یاد او قدر وروسته له مرګه هم کوی ، هوهغه ارواښاد ته موهم دعا وکړه الفت صاحب ددرناوی وړ انسان وه ، دی او وی به، هغه ادیب خپل خلکوته نه هیریدونکی خدمتونه کړی دی. لږ وړاندی ددرونټی بند ته ورسیدو کوم چه یوی خوا ته یی پریمانی اوبه او بلی خواته یی بیا تورغر چه یو تعداد خلک ورته دبولان غر هم وایی پروت دی .تورغر د خپلو لوړو څوکو له برکته د خپل سیال سپین غرښکلی او لوړی څوکی چه همیشه یی لوړی څوکی  له سپینو واورو ډکی دی وینی ، که ددی دوه غرونو څوکی لوړی دی ، ددی دوه غرونو شا او خوا ته  میشتو یعنی پراتوو ولسونو سرونه هم ددو په شان لوړ او اوچت دی. دغودوه غرونو ددوی په منځ کی پراتی سیمی یی ډیری ښکلی کړی دی، دتورغره بلی خواته بیا سورسیند پروت دی چه دده سیند دسرو اوبو په خاطر هغه سیمی ته دسره رود ولسوا لی وایی. لږ وړاندی بیا د درونټی بند ده چه له هم دغه ځایه دننګرهار کانال شروع کیږی ښی خوا ته یی ویاله او دبرق د تولید او دننګرهار د وادی فابریکی پرتی دی او ددرونټی ګرم بازار دی او د سرک ښی او کیڼ خوا کی بیا د کارګرانو کورنی ژوند کوی ، د سرک کیڼ خوا د کارګرانو د کورو نو شاته یوه بله لویه ویاله هم شته چه دویالی شرقی ډډه کی اوس د ماهی پزانو ګرم او لوی بازار د ګلاغا شیرزی په هدایت جوړ شوی او د ځوانانو پارک هم پروت دی چه دپارک شاته لوی او مست سیند پروت دی چه دسیند بلی غاړی کی د چالاک عسکر خټین کور له ورایه ښکاری. چه دغه سیند ته  بیا دعلینګار ، علیشنګ او دکابل سیند ونو خپلی اوبه ورته سوغات ورکړی او دا سیند یی تل مست کړی دی او همیشه څپی وهی. ددرونټی چپ خوا کی بیا دننګرهار دطب پو هنځی او دننګرهار پوهنتون پروت دی ، ددی محل ډیری ښی خاطری راته له یوی خوا او پریمانه غمیزی یی راته له بلی خوا یو ، یو را یادی شوی . دلته می ګران استاد شهید حمید الله نه درس یادوه دلته می داکترعبدا لواحد، داکترمحمد قیوم ، داکتر فضل احمد مشهور په عبدالرحمن، داکتر فضل احمد مشهور په همراز، داکتر عارف وردک، داکتر عارف شاه جان، داکتر حمید الله حمید، داکتر فیض کامه وال او شهید داکتر مجیب جان سره ټوقی او ټقالی کولی دلته می د شهید مجیب جان سره د شهید هدایت کوماندو په هکله چه د شهید مجیب د عمه زوی وه ، د شهید هدایت کوماندو  په عالی سجایاوو ،حمیده اخلاقو، لوړی پو هی ، شجاعت ، وطندوستی او میړانی خبری کولی د لته مو د شهید هدایت په صدافت او ګوندی رسالت خبری کولی چه په اردو او په خا صه توګه په کوماندو کی د یو وطنپرست ګوندی په توګه  خپل ګوند، خلکو او خپلو انسانی ارما نونوته او خپل رهبری ته دخسرو روزبه په شان وفادار پاتی شو، بی همتی یی قبوله نکړه او قربانی ته په میړانه ودانګل.ننګرهار په رښتینه توګه د شهیدانو کور، کلی او سیمه ده، دلته ډیرو په میړانه شهادت منلی او وردانګلی دی. دوی د قول او عهد خلک دی. دلته په سلګونو دزحمتکشانو د ګټو ددفاع په لار کی خپل خوږ ژوند د خپل سرلوړی خلکو دسعادت او خوشبختی دپاره له لاسه ورکړی. چه بیلګه یی ددی سیمی نامدار شهیدهدایت دکوماندو افسر دی او بل هم ویاړلی زړور شاعر ، لیکوال ادیب او د قوی ایمان خاوند ګوندی شهید محبوب سنګر ده دا هغه سنګر دی چه ما اولین ځل د ګنډیری په نوم ورسره پیژندګلوی پیدا کړه، دا هغه محبوب دی چه هر ګوندی پری ویاړی دا هغه سنګر دی چه دهر ګوندی په زړه کی دده نوم ژوندی دی. هو دا د شهید نصیر احمد ، دا د  شهید حکیم رزمګر، داد نور محمد غمجن ، داد شهید سیداجان، شهید رازمحمد ، شهید مطیع ا لله، شهید اصف ، شهید عاشق الله ، شهید جګړن فتح ،شهید عاشق الله ، شهید نبی ، شهید منګل ،شهید مامور جان ،  شهید شکور ، شهید مومند ،   شهید رحمت الله  او شهید اټکل، ننګرهار دی، دلته قیام الدین کارګر دلته مدیر حفیظ الله دلته مغل کارګر دلته شیرزمان کارګر دلته شیرمحمد کارګر دلته مرحوم خلیل کارګر او دلته نورو لسګونو کار ګرانو زما دکور او ستا دکور دروښانولو په ګناه دشهادت جام وڅکه خپل کور ته یی ژړا په برخه کړه خو دجلال اباد ښار او ښاریان یی له تاریکی نه وساتل. دا  دهغه سرکشو او میړنیوځوانانو کور دی چه د میرویس او علی اضغر په مشری خوګیا ڼو ته د سولی دپاره لاړچه ننګرهار ته سوله راوړی ولی هغوی بیرته را نغلل او دیوی پټی دسیسی قربانی شو  ، دی وطن ته به څوګ سوله راوړی چه د هغو قافله سالارانو په عوض زه یی په ټول صداقت او ایمانداری درناوی وکړم. او دیو دسته ګلو سره هغو سوله غوښتونکو خواته خوګیاڼو ته لاړ شم چیرته چه هغوی د خاورو لاندی پراته دی او هغو ته دجګړی د ختم زیری ورکړم دا ځکه هغوی سوله غوښته هغوی دسولی انتظار کوی . دا د نامدار شهید بیدار کوردی چه ژبه یی ورته غوځه کړه په لاس یی په خاورو کی ولیکل ژوندی دی وی سوله او انفلاب، لاس یی  ورته پریک کړ په بل لاس یی ولیکه مرګ د وطن په دښمنانو بل لاس یی ورته غوڅ کړ په اشاره یی وویل ژوندی دی وی زمونږ دخلکو ګوند. د لته انجینر موسی هم په میړانه مذاکری ته لاړ ولی دسولی قربانی شو،  دلته بارکزی دننګرهار نه ددفاع  په لار کی شهادت ته ودانګل  دلته  جنرال محمد افضل لو دین  دلته جنرال محمد نبی عظیمی  دلته معلم عمر دلته دڅارندوی قوماندان دلته ګوندی او غیر ګوندی سربازانو، بریدمنانو  افسرانو ، جنرالانو زړورو پیلوټانو خپله میړانه او سر ښند نه ښوولی چه تاریخ یی نه شی هیرولی چا خوږ ژوند دلاسه ورکړ  او څوګ لا ژوندی دی . دا دشهیدی مبارزی خور ملګری شهیدی فا ضلی ننګرهار دی. هو سهار وختی له خوبه را بیدار شو، دلغمان او ننګرهار په سفر کی ملګری عسکر چالاک هم مونږ سره همسفر وه دسهار چای د څښلو څخه وروسته تیلفون راغی چه ملګری را ټول شوی پوره ۱۰ بجی جلسه دخلکو دګوند په دفتر کی د محترم ملګری اصف برید د ننګرهار دخلکو دګوند د ګوندی سازمان دمعاون په افتتاحیه وینا چه په خوا کی یی دننګرهار د ګوندی سازمان فرهنګی معاون محترم ملګری عسکر چالاک ناست وه جلسه رسمآ شروع شوه، او د خلکو د ګوند محترم ریس  ملګری داکتر محمد داود راوش او ورسره را غلی هیت ته یی ددوی راتک دننګرهار ولایت، همیشه بهار ولایت او د جلال اباد ښار ته او د ننګرهار ګوندی سازمان ته په ډیره مهربانی ښه را غلاست وویل او د جلسی ګډون کونکو ملګروته یی هم کور ودانی وویل، چه په معین وخت ګوندی جلسی ته حاضر شوی وه، محترم ملګری برید د اجندا د اورولو نه وروسته د ننګرهار د ګوندی سازمان له ریس محترم ملګری غلام فاروق دهقانراده نه یی و غوښتل چه  دجلسی غړو ته خپل ګذارش وړاندی کړی. محترم ملګری دهقانزاده دکنګری او دخلکو د ګوند دپلنوم نه وروسته د ننګرهار د ګوندی ملګرو او سازمانونو دکار او فعالیت په هکله مکمل ګذارش دملګری توب او وحدت په فضا کی  دجلسی غړو ته واوروله ، ګذارش د حاضرینو له خوا کاملآ تایید او ملاتړ یی وشو.څو تنو ملګرو او دهغو له جملی ځوان او رسالتمند ملګری شکیب جان خپله ارزښتناکه وینا چه د لاسو په پکړولو بدرګه کیده د جلسی ملګرو ته واوروله ملګری شکیب د خلکو د ګوند مشرتابه او په راس کی محترم داکتر محمد داود راوش د خلکو د ګوند ریس ته اطمنان ورکړچه د ځوانانو په بسیج کولو کی به نه ستړی کیدونکی هلی ځلی وکړی ،شکیب جان په خپلو ارزښتناکه وینا کی وویل دا د ځوانانو دنده ده چه د ژبنی او محلی تضاد په مقابل کی په جدی توګه مبارزه و کړی. او دا شریفانه رسالت دخلکو ګوند کولی شی تر څو ددی ناورین سوغات چه همسایه ملکونو مونږ ته راکړی. مخه ونیسی  شکیب جان په دولت جدی انتقاد وکړ چه ځوانانو ته او په خاص تو ګه دننګرهار، لغمان، کنر او شینوارو ځوانانوته په دولت کی ونډه نه ورکوی چه دا ډول چلند د جګړی نه هم لوی ناورین دی، شکیب وویل دخلګو د ګوند غړو ته لازم دی چه د خپل محبوب مشر ببرک کارمل په شان چه دټول وطن ګوندی مشر وه. تا سو ملګری هم دهغه په شان دا ګوند ، دخلکو ګوند دټولو سیمو په ګوند ډیر ژر تبدیل کړی. جلسی ته ملګری محمدا جان هم دعوت شوی وه ده په خپله وینا کی د خلکو د ګوند او دهغوی له جملی د ننګرهاریانو ګډون دسیاست په ډګر کی وستایه او ویی ویل زه د شاهد په توګه په داسی حال کی چه د پیوند ګوند غړی یم شهادت ورکوم چه یوه لحظه دغو مبارزینو د مبارزی بیرق یی پرینښود چه ددوی له اوږو را ښکته شی او د خلکو د ګوند ریس ته یی اطمنان ورکړ چه ایتلاف ته به وفادار پاته شی او دسراسری ګوند په جوړولو کی به دننګرهار د خلکو د ګوند د ملګرو سره به یو ځای هلی ځلی وکړی، ملګرو د ګوند ی دندو په هکله او د ایتلاف په هکله سوالونه وکړه. په دی بخش کی دګوند دریس محترم ملګری راوش نه هیله وشوه چه په خپله ارزښتناکه وینا د ننګرهار ګوندی سازمان غړی خپلو دندو ته متوجه کړی او دملګرو سوالونو ته جواب ورکړی. ملګری راوش ملګرو نه مننه وکړه چه ټولو مسول ملګرو په جلسه کی شرکت کړی او په خپله ارزښتناکه او همه جانبه وینا کی هم د ملګرو سوالونوته قناعت بخش جواب ورکړ او هم یی ملګری دګوند په جاری سیاست او د افغانستان په جاری حالت او د خلکو د ګوند او د ایتلاف دید ګاه په هکله خبری و کړی چه د ملګرو دلاسونو په پړه کولو بدرګه کیدل، ملګری راوش ملګری وهځول چه تر دری میاشتو پوری ګوند ته ۴۰ په سلو کی ځوانان ګوند ته باید جذب شی ملګری راوش زیاته کړه ننګرهار دمبارزی او عدالتخواهی لوی ډګر وه او مطمین یم چه تل وی به ، دلته دانسان دسعادت دپاره دلته دجلال اباد اوسیدونکو د سر او مال د سا تلو دپاره د وطن له هری سیمی په وطن او خلکو مینو ځوانانو ونډه اخستلی او وینی یی توی شوی دی. د تاسو ملګرو دنده ده تر څو د هغو په وطن او خلکو مینو ځوانانو ځایونه په خپلو هلو او ځلو باید له ځوانانو او زحمتکشانو دګوند په لیکو کی ډک کړی، ګرانو ملګرو زه مطمین یم چه دغی ارزوته تاسو لبیک وایی، تاسو اوستاسو پلرونو امتحان ورکړی  تاسو خړ خیبر او دخړ خیبر له میړانو سره اشنا یاستی تاسو ننګرهاریانو د نورو سیمو په شان ډیره قربانی ورکړی، د ملګری داکتر راوش له ارزښتناکه او همه جانبه وینا وروسته د خبرو نوبت بیا ملګری دهقا نزاده ته ورسید د ګوند ریس او راغلی هیت ته یی اطمنان ور کړ چه د ګوند په رشد ، استحکام او یوالی کی به نه ستړی کید ونکی مبارزه د پخوا نه هم لا ګړندی او زیاته وکړو، جلسه د محترم ملګری برید په دی شعارونو ختمه اعلان شوه ، ژوندی دی وی ګران افغانستان، ژوندی دی وی د خلکو ګوند. هیچا ته هیڅوخت اوهیڅکله اجازه نه ورکوو چه زمونږ یووالی خدشه دار کړی، مونږ ننګرهاریان او د ننګرهار د خلکو د ګوند غړی دکنګری او د ګوند د پلنوم د فیصلو نه په کلکه او ایمانداری سره ملاتړ کړی او کوو یی . مونږ دګوند دهیت اجراییه په راس کی ستا محترم ملګری داکترمحمد داود راوش له ارزښتناکه اوامرو او دسا تیرونه د اساسنا می په رڼا کی په کلکه ملاتړ کوو. د ګوندی جلسی نه وروسته بیا د ایتلاف جلسه د ملګری داکتر راوش په مشری هم دایره شو چه په دی غونډه کی محترم داکتر غیور ، سید اعظم ، محمداجان ، دهقانزاده او فرید غیاثی اشتراک درلود او د ایتلاف د جلسی د غړو نه یو یادګاری عکس هم وا خستل شو، د جلسی د ختم نه وروسته هر ملګری دا هیله درلوده چه ددوسره را غلی ملګری لاړ شی او غرمه ورسره تیره کړی، په مقابل کی مونږ تلوار در لود دا چه لاره اوږده او نا وخته هم وه او سبا د جدی ۹ نیټه  ددو شنبی ورځ او دکار ورځ وه د ملګرو نه مو یو جهان مننه وکړه او رخصت مو واخست او خپل سفر ته مو دکابل په لور دوام ورکړ. په لار کی استاد عزیزالرحمن مو ولید او جلال اباد مو د کابل په لور ترک وهه ، دمازدیګر ۵ بجی مو له جلال اباد نه دما هی خوړو نه وروسته چه ناصری صاحب تهیه کړی وه حرکت وکړ بخت بیا یاری وکړه لاره کی بیر او با ر ( ترافیک ) نه وه ما ښام سروبی ته ورسیدو انار مو واخستل بیا مو حرکت ته دوام ورکړ ۷ بجی او ۳۰  دقیقی تنګی ته ورسیدو بیا یو له مونږه کم شو هغه ملګری خپل کورته لاړ او مونږ بیا خپل سفر ته نوره هم ادامه ورکړه ۸ بجی زه مکروریان ته ورسیدم  او ملګری داکتر محمد داود راو ش خپل کورته لاړ شپه می دلغمان او ننګرهار په یا د تیره کړه سهار د وعدی سره سم ګوندی دفتر ته لاړم ملګرونه می اجازه واخستله او دشخصی یارانو سره دوبی ته لاړم او ډډی می تودی شوی اوس دده هیله کوم چه ژوند را سره ژر یاری وکړی چه بیرته کایل ته لاړ شم او کومه وعده می چه ما شو مانو سره کړی سرته ورسوم  او د ولیبال او فو تبال تو پونه او د سپورت کالی د ځان سره یوسم او په ما شومانو وویشم.