تل پاتی سوله څنګه راتلی شی

 

میرسلام ساپی

 

د تاریخ په اوږدوکی د نړی د هیوادونو ترمنځ جګړی او شخړی پیدا شوی دی او په پای کی په تل پاتی سوله پای ته رسیدلی دی .د نړی په یو تعداد هیوادونو د س

کندر مقدونی ، د چنګیزیانو او نورو استعماری هیوادونو یرغلونه ، د لمړی او دوهم نړیوال جنګونه او جګړی بشریت ته ناورینونه رامنځ ته کړی او یو د بل په وړاندی جګړی کړی دی او بیا هم د نړیوالو اصولو او میکانیزم پر بڼسټ تل پاتی سولی ته رسیدلی آزادی تر لاسه کړی د آزاد او آباد هیوادونو په توګه یی ژوند پیل کړی. د اروپا هیوادونه چی یو وخت یو د بل په مقابل کی ولاړ و د استعماری هیوادونو تر یرغل لاندی راغلی و اوس په ویاړ سره د  خپل آزاد هیواد او سوکاله ژوند هویت لرونکی دی د سولی په راتلو سره اقتصادی ، سیاسی ، اجتماعی او فرهنګی چاری یی غوړیدلی دی او د پرمختللو هیوادونو په قطار او په تل پاتی سوله کی ژوند کوی.

 افغانستان د ۱۹ او ۲۰ پیړیو په اوږدو کی د انگریزانو، روسانو او امریکا د یرغل قربانی شوی دی . د څلورو لسیزو په تیریدو سره د جنګ جګړو په ډګر بدل شوی مادی او معنوی هستی په بشپړه توګه لمنځه تللی، کورونه او آبادی مو ویجاړ ډیری افغانان بی کوره او هجرت ته اړ شوی دی په نورو هیوادو کی د مهاجرت شپی تیروی. ځوانان ، سپین ږیری کوچنیان ، میرمنی د تپل شوی جګړی قربانیان دی دا ټولی هغه دسیسی دی چی د بیرون نه په دی هیواد تحمیل او تپل شوی دی چی د کاذب اسلام تر نامه لاندی په دی څلورو لسیزو کی د اسلام سره څرک نه په سترګو کیږی د دی مقدس دین تر نامه لاندی قربانی او وژل کیږی خو د سولی رڼا پته نه لږیږی لا د تورو لاسونو اوږدیده دوام لری د سپتامبر د ۱۱ پیښی وروسته کله چی امریکا پر افغانستان یرغل وکړ د افغانستان خلکو سره د اشغال چی دا هیواد د امریکا لخوا تر تسلط او اشغال لاندی راغی بیا هم د افغانستان خلکو او د دیموکراتیکو سیاسی ځواکونو د امریکا د ټولو جنایتونو چی د نړی په یو تعداد هیوادونو کی ترسره کړی دی د طالبانو د مزدور رژیم په نسبت د هیواد په ګټه بلل خو د وخت په تیریدو سره امریکا او ناتو د سولی په راتلو نه ، بلکی په هیواد کی قومونه او ملیتونه يو د بل پرضد ودرول. د پاکستان او ایران استخباراتی کړیو لاس وهنه د دی هیواد په وړاندی لا پسی زیاته او پراخه شوه او داسی نوری بربنډی ستونزی راوزیږولی  د امریکا مرستی چی هغه هم پخپله د امریکا او د کورنی مافیا لخوا فساد او په جیبونو کی واچول شوی سوله رانغله جګړی لا پسی زیاتی او نور بعدونه یی رامنځته کړل . د یوکال په تیریدو سره د امریکا د ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد او طالبانو ترمنځ د سولی خبری روانی وی چی په پای کی د زلمی خلیل زاد او طالبانو تر منځ د سولی توافق نامه لاسلیک چی د ۵۰۰۰ طالب بندیانو او ۱۰۰۰ تنه دولتی بندیانو د خوشی کیدو اساسی موضوع وه .د ۶۰۰ طالب بندیانو چی قضایی جرمونه یی زیاد و ولسمشر د داسی بندیانو د نه خلاصیدو صلاحیت په ګوته کولو د لويی مشورتی جرګی رابلل یی اړین وبلل لويه مشورتی جرګه جوړه او د ۶۰۰ طالب بندیانو د تل پاتی سولی د راوستو او ښه نیت پخاطر پریکړه وکړه خو د یو تعداد بهرنی هیوادونو لکه فرانسه او استرالیا د ۶ تنو بندیانو په خلاصیدو مخالفت څرګند کړ. دولت هم د ۳۳۰ طالب او د دولت د ۲۲ تنو بندیانو چی افسرا ن او پیلوټان دی رامنځ ته کړه د سولی خبری د یو جدی بنبست سره مخامخ شوی اوس پاکستان یوی بلی لوبی ته رادنګلی هغه دا چی د حقانی ډلی ملاعبدالغنی برادر او د ۱۳۰ طالبانو پاکستان ته په تګ راتګ بندیز او د هغی د شتمنیو ګنګل کول خبری کوی دا ټول هغه څه دی چی پاکستان په افغانستان کی د تل پاتی سولی مخالف او بربنډ لاسوهنه ده د دی ټولو ستونزو په درلودلو سره افغانانو ته پکار دی چی .

ـ دولت باید ټول خپل منځی اختلافات چی د چوکیو په سر ناندری وهل دی شاته پریږدی د افغانستان د خلکو ستونځو په نظرکی نیولو ته د یو واحد دولت په توګه عمل وکړی .

ـ قومی تعصبات چی د افغانستان دښمنانو رازیږولی د سولی په خیرنده خلک او دولت باید د دی ناوړه پدیدی به وړاندی جدی مبارزه وکړی.

ـ د طالبانو سره دی د مشورتی جرګی پریکړی چی د تل پاتی سولی په اړه یی کړی دی ژر تر ژره عملی او د وینی تویدو مخه ونیول شی همدا رنګه طالبان دی د افغانانو غوښتنو ته درناوی وکړی جګړی ته دی د پای ټکی کیږدی افغان وژنه دی بنده کړی د بهرنیو په لمسون دی خپل ورونه نه وژنی د انتهار او انفجارونو دی لاس واخلی نور دی دا مظلوم ولس د پلرونو، میندو، ځامنو او د خویندو د غم په ټغر راټول نکړی

ـ دولت دی د افغانستان د خلکو ستونځو ته چی د فقر او ولږی سره لاس او ګریوان دی چی دی کار هم د سولی په وړاندی جدی خنډ دی ډیر کسان د اقتصادی ستونځو سره د طالبانو لیکو ته پناه وړی او د خپلو ورونو پر ضد جګړه کوی.

ـ د فغانستان ولسونه د سولی په راوستو کی باید د دولت سره اړیکی ټینګی وساتی په دی لاره کی مثبت ګامونه واخلی

ـ په دولت کی د فساد کچه تر حده زیاته مقام او پوستونه په ښکاره توګه خرڅیږی کار اهل کار ته نه سپارل کیږی ټاکنی په شخصی او قومی اړیکو ترسره کیږی د لوړو تحصیلاتو درلودونکی ځوانان بیکاره او پخپل هیواد کی په نا معلوم برخلیک اخته دی او د ستونځو سره لاس او پښی وهی

ـ تر ټولو مهم او د پاملرنی وړ خبره د سیاسی ګوندونو سره د دولت د اړیکو هیڅ څرک نه احساسیږی په تنظیمی ډلو اکتفا کړی چی د بدبختیو اصلی عاملین همدا تنظیمونه دی سیاسی ملی دیموکراتیک ګوندونه او سازمانونه چی د افغانستان د خلکو او پرګنو واقعی وارثین او خدمتګار دی پاملرنه او توجه نکیږی دولت خپلی ټولی پریکړی د تنظیمی ډ لو تر فشار لاندی سرته رسوی همدا سبب دی چی د خلکو او دولت تر منځ واټن رامنځ ته شوی او د ستونزو سره مخ دی   او خلک ترینه راضی نه دی که دولت د ملی دیموکرات ګوندونو سره خپلی مشوری او نظرونه شریک کړی په صراحت سره به د ستونزو په راپیدا کیدو کی مخنیوی وشی او که دولت په خپل بی زینه اسپ سور وی نو لاره به یی ترکستان وی د افغانانو د امیدونو سترګی به ړندی او لامل به یی د اشرف غنی بیکاره او په فساد اخته پالیسی وی

ـ ملی دفاعی او امنیتی ځواکونه چی د دی هیواد واقعی ساتونکی او بچیان دی لیکی یی پیاوړی او په مدرنو وسلو ،مهماتو لکه هوایی ، توبچی، راکټی او زره هی ځواکونو  سمبال شی تر څو وکولای شی د دښمن سره ښی لاسته راوړنی ولری او د افغانستان په هر ګوډ کی د تلپاتی سولی د راوستو او ساتلو اساسی مدافعین او ساتونکی شی

ـ په افغانستان کی د تل پاتی سولی د نه راتګ یواځنی لامل د امریکا او ناتو اشغال دی افغانان تیرو ته په کتو باتور ، با وقاره، مغرور او آزادی خوښوونکی ملت دی د هیچا تر استعمار او اشغال لاندی ژوند نه تیروی امریکا او ناتو د افغانانو مادی او معنوی هستی د خاورو سره خاوری کړی ده د افغانانو غرور تر پښو لاندی شوی قومونه یی یو د بل په مقابل کی درولی او خپلمنځی تعصبات یی راځیږولی. تجربو ښودلی چی یرغلګر هیڅ وخت د سولی راوستو امید نلری دا ځکه چی د دوی په ګټه جنګ دی.

ـ په پای کی د افغانستان جمهور ته وړاندیز او مصلحت دا دی چی تل پاتی سوله اوږده او له کړکیچونو ډکه لار ده خلک دی د انعطاف د عیاریدو په نشتوالی او فقدان متهم کوی لازم دی د تاریخ له کږلیچونو ډکه لار په نظر کی ونیسی. هغه څه چی عملی کولای نشی ملت ته دروغجنی او کاذبی وعدی ورنکړی او پخپلو خبرو کی صادق اوسی.

بنا د پورته ټولو مطالبو دعملی کولو لپاره که دولت ځان تل پاتی سولی ته ژمن بولی په خلکو کی د باور او اعتماد روحیه رامنځ ته کړی د تنظیمونو تر جغ دی ځان خلاص کړی ، په دولت کی واقعی انسانان په هیواد مین او هیواد ته ژمن او متحد کسان ځای ورکړی شی په سیاسی دیموکراتو ګوندونو او سازمانانو دی اتکا وشی د طالبانو سره د پریکړو په توافقاتو دی عمل وشی.

بین الافغانی خبرو ته دی لاره هواره شی اوربند چی د افغانانو جدی هیلی دی ژر تر ژره رامنځ ته شی د فساد، اختلاص، جنایی جرمونو، مخدره موادو او قاچاقو مخه دی ټینګه ونیول شی عاملین دی قضایی او عدلی ارګانونو ته معرفی او په سزا ورسول شی هلته به افغانان د تل پاتی سولی خاوندان شی. 

 

 

بامداد ـ سیاسی ـ ۱/ ۲۱ـ ۰۱۰۱

استفاده ازمطالب بامداد با ذکرماخذ آزاد است.

Copyright ©bamdaad 2021