زمـا سفـر
ځواني چې وه دا ځواني هسې نه وه چې وه
یوه ګړۍ وه یوه شېبه وه چې وه
را به نه شي آرمانجنه ګیلمنه رانه لاړه
یو څو ورځې مېلمانه وه چې وه
ډېرو وکتل په مینه ډېرو سل زرې زرې کړه
زړه مې داسې آينه وه چې وه
له ما هم لکه پړک ورکه ستا به هم د سترګو رپ شي
ستا دغه ده زما هغه وه چې وه
ته که اوس یوه ګل غنچه یې زه هم هسې خوږ ببری وم
ستا خوشبوه ده زماوږمه چې وه
ښکلی خوب و ډوبېدونکی غوندې لمر و
یو ماښام و ه یوه دمه وه چې وه
زما سفر شو هغې خواته چې بیا نه راګرڅم کله
زنده ګي یوه افسانه وه چې وه.
( ولی منګل )
شعر در بامداد ۳/ ۱۹ـ ۳۰۱۰
استفاده ازمطالب بامداد با ذکر ماخذ آزاد است.
Copyright ©bamdaad 2019