کـاڼه غــوږونـه
دزړه څلی می د مینی په اور سوزی
که هر څومره یی پټ سا تم نن سبا
ټول وجود می د هیواد له غمه درد کړی
خلکو راشی که یی وینی تماشا
د جنون سر حد ته ډیر ایم نژدی شوی
بیا ځوریږم په ناحقه ، بیګناه
شرین کام یی راته تریخ کړڅو ځاینو
زهر یی تیت کړل هم پر ځمکه هم هوا
په لوی لاس یی خلک نا ارام، وطن ویجاړ کړ
اوس بیا تمه هم کوی له ما اوستا
هره ورځ سکروټی اوری پر کورونو
بیا هم وایی امنیت مو تضمین کړی امریکا
ژبنی او دا سمتی توپیر هم ډیر شو
ګډوډی ده په ملت کی هریخوا
عجیبه غوندی بازی ده پدی ملک کی
هره میاشت کی پیدا کیږی یوه بلا
بلیخواته د فساد بازار هم ګرم دی
په شعبوکی درنه اخلی رشوتونه په رڼا
مخکی یوازی نارینه په اداری فساد اخته وو
اوس بیا ښځی هم دا کار کړی برالا
که دی سرپر دی خبرو نه خلاصیږی
ور شه یو ځل پارلمان یا دفتر ته دقضا
د قا چاق کار و بار هم درومی پر مخه
قا چاق ډیرو ته نه جرم دی نه ګناه
په علمی رتبو کی هم جعل روان دی
ډیر ډاکټر او ډیرماسترشو ټول په غلا
پرتاریخ او پر ادب هم یرغل ګډ دی
اجنټان دی روزل شوی پدی هکله له پخوا
چی رسوا څوک په خیانت او یا ډوکه شی
سمدلاسه مشاور شی په ډالر اخلی تنخا
لنډه دا چی نه بازخواست شته،نه قانون عملی کیږی
پر مظلوم که عملی شی، ظالم دی تری مبرا
زه« بهین» اوس دا ډک زړه وچاته تش کړم
ټول غوږونه کاڼه شوی څوک می نه اوری واویلا(۱)
( نثاراحمد بهین )
۱ـ واویلی ـ شکایت.
شعر دربامداد ـ ۱ /۱۷ ـ ۱۶۱۲